میدان وردګ: د اردو عسکرو یوولس کلن ماشوم د پلار تر مخ شهید کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ په مملو کلي کې د ملي اردو عسکرو یو یوولس کلن ماشوم د خبل پلار ترمخ په نښه او ځای پر ځای شهید کړ.

د غه پېښه تېره ورځ وروسته له هغه وشوه، چې د اردو عسکرو تر دې وړاندې په دایمیرداد کې پر روغتون چاپه ووهله او څلور تنه ناروغان يې ووژل.

د يادې پېښې په غبرګون کې ولسي وګړو لاريون وکړ او د کابل ـ کندهار لویه لاره يې د ترافیکو پرمخ وتړله.

په سیمه کې د الجزیرې خبريال ولي الله شاهين پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د اردو عسکرو یوولس کلن ماشوم په مملو کلي کې د خپل پلار تر مخ شهید کړ.

تر اوسه په سیمه کې د امنیتي ځواکونو مسوولینو څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې هم په د سید اباد په اوتړیو سیمو کې د اردو عسکرو یو مسجد په نښه او شاوخوا ۱۲ تنه ماشومان يې ځای پر ځای ووژل، چې لا يې هم عاملین بې پوښتنې پاتې دي.

دا په داسې حال کې دی چې د هېواد په شمال بغلان ولایت کې هم د ولسي وګړو د کورونو لوټ روان دی او د یوناما کلني راپور امنیتي ځواکونه یوازې د ۱۷ سلنه ملکي تلفاتو مسوولین بللي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د