غزني: سلګونو تنو د اندړو د اربکيانو پر ضد لاريون وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۳۰مه، ۱۳۹۴ل): د غزني ولایت مقام او امنیه قومندانۍ مخې ته د اندړو ولسوالۍ سلګونو تنو اوسېدونکو په دې ولسوالۍ کې د مېشتو اربکيانو پر ضد لاريون وکړ.

لاريون کوونکو چې له ځان سره يې د اربکيانو له لوري وهل شوی ښوونکی هم لېږداوه، له دولته غوښتنه کوله چې د دوی له سیمو دې دا « د شربوټی وکاږي.»

غزنی، اندړ؛ د اربکيانو له لوري وهل شوی ښوونکی

غزنی، اندړ؛ د اربکيانو له لوري وهل شوی ښوونکی

ټپي ښوونکی چې له ډېرو ټپونو يې پخپله خبرې نه شوای کولی، تېره شپه د اربکيانو له لوري مرګونی وهل شوی و.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې اربکیان له هر کور نه ۵۰۰ پاکستانۍ کلدارې هره میاشت غواړي او که يې څوک ور نه کړي حال به يې د همدې ښوونکي په څېر وي.

د دوی په وینا اربکیان، خوراکي توکي، د سون مواد او ان پوښاک هم له ولسي خلکو په زور غواړي، که يې څوک امر ونه مني، د طالب یا هم د طالب د ملاتړي په تور يې زنداني کوي، وهي يې او په بدل کې يې بیا زرګونه کلدارې غواړي.

تر دې وړاندې هم د غزني د اندړو اوسېدونکو لاريون کړی و، او ويلي يې و چې اربکیان د دوی پر ناموس بريدونه کوي د دوی پېغلې او ميندې پوستو ته بیا يي او بیا د پیسو په بدل کې راخوشي کوي.

که څه هم لاریون کوونکي له ټولو اربکيانو سر ټکوي او وايي چې د دوی له ولسوالۍ دې د دوی جرړه وویستل شي، خو د غزني والي محمد امان حمیم وايي چې دوی به د لاریون کوونکو غږ اوري او د سیمې مجرم اربکیان به د قانون منګولو ته سپاري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د