افغانستان

په نورستان کي د روغتیا ډلو د شري ناروغۍ مخه نیولی ده

وروسته له هغي چي د نورستان د مرکز اړوند په اشتیوي نومی کلي ماشومانو کي د شري ناروغي خپره شوي  وه

او څو تنه ماشومان يي له ژونده بي برخي کړي وه وروسته  په دي ولایت کي د روعتیا ریاست او د اي ام سي موسسي په هڅو هغه سلګونه ماشومان واکسین شوی چي په شري ناروغۍ اخته وه

 داي ام سي موسسي مسول ډاګټر ګل اضغر وايي چي سیمه ته يي ډیري روغتیايي ډلي استولی او شري ناروغۍ د ټولو اخته شوو ماشومانو درملنه شوي ده

دده په وینا چي تراوسه د نورستان په نورو سیمو کي د ورته ناروغۍ کومي نښي نه دي لیدل شوي

دیادولو وړ ده چي په اشتیوي کلی کي موده وړاندي د شري ناروغی خپره شوي وه چي له امله يي یو زیات شمیر ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وه

خبریال زرداد شینواري  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x