لور او مور – جبران خلیل جبران

ژباړه او را ټولونه : میوند مجمد جمال

زه چې په كوم كلي کې  پيدا شوى يم په هغه كلي كې يوه مور او لور اوسېږي چې دا دواړه (لور او مور) په خوب كې د ګرځيدلو په مرض اخته دي.

د پسرلي په يوه ارامه او ښائسته شپه کي چې ټوله دنيا ارامه وه دغه مور او لور  د خوب په حالت كې د خپل کور په باغچه کی چی د مچانو او میاشو نه ډک وه  قدم واهه.

مور په خپل خوب كې لور ته داسې وويل:

اى زما د ښايست دښمنې ! تا زما ځواني تباه كړه، تا زما د عمر په عمارت باندې د خپل حسن عمارت جوړ كړ. كاش! چې زه ستا په وژلو کامیابه شم .

لور هم په خوب کی ورته وويل:

اى د نفرت قابلې او ځان خوښې زړې ! ته زما او زما د ازاد فطرت ترمنځه دیوال  يې او همدا ته یې چې زما ژوند  د خپل رژيدلي ژوند په رنګ كول غواړې، كاش چې ته مړه شې.

كله چې د دغه ښځې لور د دغو خبرو كولو څخه خلاصه شوه، نو په همدې وخت كې چرګ اذان وكړ ، مور او لور دواړه  د خوب څخه را پاڅيدلې اوهمداسی یی په باغچه کی قدم واهه ، مور چی کله لور ولیدله  د مينې څخه په ډكه لهجه یی ورته وويل:

دا ته يې زما د زړه ټوټې؟

لور ورته په مينه ځواب وركړ. هو مور جانې.

 د مجنون کتاب ۱۷ مخ

===========

د ژباړن نا چاپ اثر :

دخلیل جبران غوره لیکنې او ویناوې

څخه

تبصرې (1)

  • خلیل جبرانه دا هم لیکنه ده چی تا کړی بیا دغوره نوم هم ورکوی۰ نن ټکی اسیا والا وروڼو ته وایم چی داسی بی مفهومه لیکنی مه نشروی زه ستاسو صفه کی داسی ډیری نوری بی مفهومه لیکنی ما لیدلی خو سرلیکنه یی ډیره ښه ورکړی وی سړی متوجی کړی چی سرلیک یی ښه دی راځه ویی لوله کله چی تر یو ځای پکښی لاړ شی ګوری چی هسی اوتی بوتی دی هغه دوخت په ضیاع دسړی خوا بده شی نو زه وایم چی نن ټکی والا ورڼه دی دغسی بی مفهومه بی ارزشه لیکنی نه خپروی ځکه چی دصفحی ارزښت کموی که مطالب درسره کم وی دهغه په ځای ددین خبری ولیکی دصحابه کرامو دکړو وړو مضامین پکی نشر کړی دقران شریف هدایات او نبو ی احادیثو مرغلری پکی ددغه اوتو بوتو په ځای پکی نشر کړی چی مالومات دلوستونکو ډیر کړی او له ویلو یی خوند واخلو درناوی