د سلواغی شپږ ویشتمه شین چا کړ غوبل څوک کوي ؟!!/

د سلواغی شپږ ویشتمه شین چا کړ غوبل څوک کوي ؟!!

محمد زمان (مزمل )

د ننګرهار په کوټ کې په یوه باراني کال کې چې د خلکو غنم او درمندونه باران پوره خراپول یوې ګونډې ښڅې په خپله دعا کې وعده کړي وه چې :

(( که خداي اسمان شین کړ نو د هغې درمند په دهغه لپاره خیرات وي )) .

ښه تصادف دا شو چې سبا ته اسمان شین شو او څو ورځې وروسته د کلي خلکو مست غوبلونه چلول .

کونډې چې درمند یې خیرات کې ولاړل د خپل کور په دروازه کې کیناستله او د کلي غوبلو ته یې نظر واچوه او له ځآنه سره یې په یوه تاثر بښونکي لهجه وویل:

خدایه ْ شین چا کړ او غوبل څوک کوي ؟؟!

که د کونډې دغه کلیواله افسانه را واخلو او د سلواغې پر هغه شپږ ویشتمه او وروستیو پړاونو یې تطبیق کړو نو رښتیا چې د کوندې مور خبره پرې ښه صدق کوې چې :

خدایه شین چا کړ

او غوبل څوک کوي .

دا له هر چا مخکې د امریکا په هغو نامرده غوبل تطبیق کیږي چې دا پنځه لس کاله یې په افغانستان کې د خپلې یو قطبه حکمراني سور او خونړی غوبل پیل کړی.

د کونډې بي بي دا خبره پر هغو مجاهدینو هم تطبیق کیږي چې دامریکا د ظلم او تسلط په چتر کې بیا هم دوي مجاهدین دي او په چوکیو باندې دجهاد په ورقه لاندي باندې کیږي .

د کونډې افغاني مور دا خبره پر هغو تکنوکراتانو هم تطبیق کیږي چې د شوروي د ظلم او ستم په دوران کې یې دا ملت ظلم ته بواځي پریښود دوي او ګلالیو بچیانو یې د غرب په هغو پارکونو کې چکرونه وهل چې دامریکا د ډسکو هلکانو په نسبت د دوې د کبارک حضور په  کې زیاته ګڼه ګونه وه او نن د متحصص تکنوکرات په عنوان د امریکا راتګ ، حضور او ظلم توجیه کوي او خپله پکې نارې وهي چې د دوې لاسونه د ملت پّ وینو ککړ نه دي لکه دا نن چې د وینو ویالي روانې دي د دي مسؤلیت هم دوې په نورو اچوي .

د کونډې مور دغه تر شعار پورته پرزه پر هغو ډلو او کسانو هم ورځي چې اول خو مجاهدین عیاشی او وسله پلورونکی و او بیا یې په جهاد کې ونډه د نشت په حساب وه ، ولې نن یې  کابل او افغانستان د هغو جګړو سره غوټه کړی چې د امریکا د ګټو او سیاستونود خوندي کولو پرته د هغوي رول پکې بل تفسیر او تعبیر نه لري ان د هغوي د زامنو او وریرونو له نظره هم .

دا نن چې شوروي اتحاد په سوریه کې د یوي غیر عادلانه قضېی او ستمګر بشار نه د ملاتړ په حساب په سوریه کې بمبارد کوي او مظلومان په خپلو وینو لمبوي ولې د واشنګټن پکې د چیلنج ،مقابلي او اعتراض خوله ګونکي ده ؟

ان که شوروي د داعش په پلمه بیا په افغانستان کې مداخله وکړي امریکا پکې د ځواکمنو د مقابلې ځکه نه ده چې امریکا پر بې وسو ملتونو باندې زړه وره ورځي لکه افغانستان او عراق ، ولې روسېي ته د زغرده ځواب او مقابلي نه پاتي راغله ، ولې امریکا باید پوه شي چې افغانان په خپله بې وسیی کې هماغه د مجروح ګړنګ دی چې :

ټیټ مې مه بوله غورځڼګ را باندې مه کړه

زه په دې افتادګې کې لوي ګړنګ یم

 

avatar
7 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Sher Ahmed Afghani
میلمه
Sher Ahmed Afghani

Tanqeed ye sha karai kho khabara ye nemaai karay da.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

شیراحمد خانه ستا نیوکه هم روښانه نه ده تالیکلی چه [ تنقید یی شه کړی خو خبره یی نیمایی کی کړی ده ] به دای حال کی چه د هغه لیکنه مونږ ولوستله د کونډی مور د عبرتی قیصی یا پند ډیره ښه ارزونه یی کړی ده ، چه خدمت چا وکړو ، دعا د چا ومنل شو درمند پکی د چا خیرات شو او غوبلونه یا لاسته راوړنی پکی چا او جا تر لاسه کړی او مزمل صاحب هغه د چا او چا په ډیر ښه تشریح او تمثیل کی یو د بل پسی تشریح کړی ، د مزمل… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

یاره مزمل صاحب زما د تبصری اصلی مراد دا وو چه په تصویر کی ستا په شکلی ږیره څه ولیکم یعنی ما ویل چه نزدی وی او د دی لیکنی سره می درله ږیږه هم ښکل کړی وی ، او بله درڅخه ګیله لرم ، تاسی په شان خلک باید هره ورځ یو څه ولیکی مګر ستاسی لیکنی کلنی یا موسمی دی د مهربانی له مخی خپلی لیکنی زیاتی کړه مګر نه داسی چه مګرونه تری جوړ کړی او طالبان په خپله همسا وډبوی ، زه نه وایم چه طالبان معصوم دی مګر د نورو سره یی مقایسه کوه څوک… نور لوستل »

شهاب
میلمه

نن باید یوزل بیا اصلی او دیسی مجاهدین سره بیل شی لکه پرون هغو چه پرون یی د خپل شخصی مصلحت لپاره له روسانو سره اوربند کری وه او زان یی د خپل منزی جگری لپاره اماده کریوه نن تر تولو زیاتی هغه د مجاهد چیغی اوسوری وهی هغه چه پرون روسانو د مجاهدینو تر منز دبی اتفاقی اچولو لپاره را استولی وه هغه بیا نن د مجاهدینو سخه ددفاع سنگر نیولی هغه متل چه دلته تورزن او ؟؟؟؟ معلوم نشو

khalid
میلمه
khalid

نو ته څه فکر کوی چی په دا ټول افغانستان کی جهاد یوازی ستا حکمتیارو کړی او یا یی اوس ستا داعشی یاران کوی چی دی کفری او صلیبی ګټو دتحقق لپاره غیر مستقیم د اسلامی نړی په ګوټ ګوټ کی له جهادی ډلو سره جنګیږی او کفار او صلیبیان په ډری وهی له دی مخکی چا دلته جهاد نه کاوه ګوره ستا حکمتیارو خو په هغه وخت کی هم ډیری غوری ویشتلی چی دا ده او هغه ده او پښتانه یی بیځایه له هماغه وخت نه له تاجیکو سره په قومی تربګنی هم وغورځول چی بیا یی وروسته زور… نور لوستل »

نعمت الله عباس
میلمه
نعمت الله عباس

مزمل صاحب محترم می یو زل دهجرت په دیار کشی لیدلی فکرکوم دکوم شهید په فاتحه کشی خوخبری می ئی دیری آوریدلی او لیکنی ئی لولم او خدای شته خاصه مینه ورسره لرم نور سه ئی په اره نه وایم الله ئی دی وساتی.دومره ئی دلیکنی په اره وایم چی هغه د نه دی آوریدلی چی
وایی چی (زوانان لو کوی او نجونی وژی تولوی)

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

اصلا که مونږ سوچ وکوو نو الله ج دمجاهدینو کمک کړی او دمادیاتو اواسبابو په لحاظ کمزوری مسلمانان یی پر مغرور اومجهز کفار غلبه ورکړی تر سو اسلام لپاره خدمت وکړی او سوچه اسلامی نظام قایم کړی خو دا چی بعضی دمجاهدینو په جامه کی منافقین او جاسوسان همیش دخپل دنیایی ګتی پخاطر غوبل لګیا کړی اومادی ګتی تقاضا کوی نو خامخا الله ج دلته منافقین او مخلصین سره جلا کوی همدا دالله تعالی امتحان او همیش همدا طریقه دبیلولو ده چی مخلص او منافق سره بیلوی او دنیا پرست او اخرت باندی ایمان لرونکی سره بیلیږی نورازی ورونو داخرت… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

کاش مزمل صيب د ستانکزي صيب باره کی هم يوه ليکنه وکري

د طیب آغا باره کی يي خوندوره ليکنه کری وه، که زه د طیب آغا پر زاي وای او داسي ليکنه زما له مستعفي کيدو مخکي شوی وای نو استعفا به می کله هم نه وای کری خو دا چی دا ليکنه له استعفا وروسته وه نو بیا می حتما له امارت سره د يوه موازی حرکت تابيا کوله. هههه