دحضرت خالد ځیرکتیا او ددښمن د سولې دسیسه

khali-ibn-waleedد یرموک  غزا دهجرت  (۱۵) کال  ، رجب المرجب  دمیاشتي پنځمه  دامیرالمؤمنین  حضرت  عمر ( فاروق )  رضی الله عنه  دخلافت  په  دوران  کې  را منځته  شوه ، دمسلمانانو دلښکر  مشر دمصر اوشام  فاتح  حضرت  ابوعبیده  ابن جراح  رضی الله عنه  ؤ ، او د لښکر لوی  قمندان  نامتو بهادر حضرت  خالد ابن  ولید ؤ.

د یرموک  د غزا په  جریان کې  د رومیانو د لښکر  مشر ( باهان )  له  یوڅو جګړو وروسته  حضرت ابوعبیده  رضی الله عنه  ته  دسولي  وړانديځ  وکړ ، حضرت ابوعبیده  رضی الله عنه  د خبرو اترو لپاره  حضرت  خالدبن  ولید رضی الله عنه  وټاکه ،

دحضرت  خالد  درسیدو په مهال هغوی  ده ته  د شان  شوکت  ښکاره کولو لپاره په  لاره  کې  د فوځیانو اوږده اوږده  قطارونه  په  داسي شان  چې  په  سر یې پولادي  خولونه ، په  مټوکې  يي  ډالونه ، او تنونه  یې  په  وسپنزو زغرو پوښلی  او درولي و ، حضرت خالدبن  ولید رضی الله  عنه  چې د ایمان  په  زغره پوښلی ، بې ساری  زړور او د ښې ځیرکتیا څښتن و  چې ددوی  دقطارو په  منځ کې تېرېده  نو په  ډېره  بې پروايي  سره  یې دوی  ته کتل  تېر شو .

کافر جنرال  ته ، دحضرت خالد رضی الله عنه  مدبرانه  ځواب

کله  چې درباري لويي خېمې ته دننوتلو په  حال کې  و، یوه  رومي جنرال  له  احترام کولو  وروسته   ورته  وویل  : زمونږ  د جنګیالیو حال دي  څرنګ  وارزاو ؟  حضرت  خالد رضی الله  عنه  په  ځواب کې  ورته  وویل : ستاسي فوځیان  له  مرګ  څخه  ډېر   ډارن   را ته  ښکاره  شول ،  ځکه  د وسپنزو دېوالونو شاته  يي ځانونه  پټ کړې ؤ ، ( مطلب  يي  داوو چې زغري  يي اغوستي وې ) ماته  داسي ښکاریدل  چې  بې  روحه  مجسمې  په  زغرو پوښلي شوې دي ، رومي جنرال د ده  دخبرو په  اورېدو  هکپک  شو .

دمذاکراتو په مهال  باهان  حضرت خالد ته روپۍ وبرېښولې

کله  چې د ( باهان ) خېمې ته  ننووت  هغه  یې  ډېر درناوی  وکړ اوڅنګ  ته  یې  کښېناؤ  باهان  د ژباړن  په  وسیله  له  څه  معمولي خبرو وروسته  رسمي  وینا پیل کړه ، د خپل  سلطنت ، مال ، دولت ، جاه ، جلال ، په  هکله  یې  په  ډېر ویاړ خبري  وکړي  دخبرو په  ترڅ کې  یې  دا  هم  وویل  :  د عربو هغه  قومونه  چې  زمونږ  په  هیوادوکې  زمونږ  ترسیوري  لاندي  ژوندکوي  مونږ  ډېر ددوستی چال چلند ورسره کړی دی ، مونږ داسي فکرکاوه چې  زمونږ  د نیک  سلوک  له امله  به  ټول  عربان  زمونږ ممنون  وي ، خو تاسو زمونږ  د هیلو برخلاف  زمونږ  په  هیوادو یرغل  وکړ، غواړﺉ  چې مونږ له  خپل  ټاټوبي  وشړﺉ  تاته  به  څرګنده  نه وي  چې  ډېرو قومونو څوڅو ځله  داسي ارادې کړې دي  خو بریالي شوې نه دي ، اوس  تاسي  هم  هوډ کړیدی ، سره  له دې  چې  په  ټوله  نړۍ کې دپوهي ، مال ، دولت ، وسایلو ، بلکي  له  هر پلوه  شاته  پاتي  خلګو هم  همداسي  بې ځایه  خیال کړی دی ، خیر مونږ ستاسي له  دې ګناه  څخه  هم  در تېریږو، له دې  سره سره که  تاسو بیرته  شاته  ولاړشئ  نو د انعام  په  توګه  به  ستاسي سپاه  سالار ته  لس زره  دیناره  او افسرانوته  زر ، زر دیناره او عامو عادي  عسکرو ته  سل ، سل دیناره  روپۍ درکړو باهان چې خبري پای ته  ورسولې .

دحضرت  خالدرضی الله عنه  ځواب

حضرت خالد رضی الله عنه  د الله جل جلاله  له ثناء  ستایني او په  نبی کریم  صلی الله علیه  وسلم  باندي  له  درود ویلو وروسته  وویل : په دې کې شک  نشته  چې تاسو مالدار یاست ، شتمن  یاست  او د یومجرب  سلطنت  څښتنان  یاست ، تاسي  چې  له  خپلو ګاونډیو عربو سره  کوم  سلوک کړی  دی د هغه  هدف  مونږ  ته څرګند دی  چې  هغه  کومک  نه ؤ بلکي  هغه  خپل دین  ته  دجذبولو یو سنجول شوی  پلان ؤ ، هغه عرب  ستاسي دهمدې دسيسې  ښکار شول چې  نن  ټول عیسایان  دي، ستاسو په  ملګرتیا کې له  مونږ  سره  دمقابلې میدان  ته  راوتلي دي اوز مونږ  پخلاف  جنګیږي .

ستاسو دویمه  خبره  هم  ریښتیا ده  مونږ  ډېر بې وزله  او نېستمند قوم ؤ ، زمونږ د ظلم اوجهالت  دا  حال ؤ چې زور ورو به کمزوري  وژل اود هغوی هرڅه  به  یې لوټل او په  خپلو منځوکې يي  بې ساري جګړې کولې او په  خپل لاس به  یې  بتان  جوړ کړل ، بیا به  یې  د هغوی  عبادت  او پالنه  کوله ، خو اوس الله  جل جلاله  په  مونږ  رحم  وکړ ، مونږ ته  یې  زمونږ  له منځه  ډېر شریف  او د اعلی اخلاقو څښتن  پیغمبر  را ولیږه ، چې  مونږ  ته  یې  توحید را وښود ، سپېڅلي اخلاق  یې  را وښودل  او دایي هم  راته  ویلي چې الله  شریک  نه لري  له دې  سره  ښځه  او اولادونه  هم  نه لري ، دغه  پیغمبر صلی الله علیه  وسلم   مونږ ته  حکم کړی دی  چې د اسلام  سپېڅلی  دین  دنړۍ هرګوټ  ته  ورسوئ ، چا چې ومانه  هغه  مسلمان  او زمونږ  ورور دی  اوکه  یې  ونه مانه  ددې په  بدل کې  یې دجزیې دتړون  له مخه جزیه  ومنله  دهغو دسر اومال  دساتني  مسؤلیت  زمونږ  په  غاړه ده  خوکه  چا  له  همدغو دواړو خبرو څخه  انکار وکړ  ، نو له  هغو سره  د توري  په  سر خبره  غوڅه  وو  .

باهان   چې کله  دا په  ډانګ پېیلې خبري  واورې دې ، سوړ اسوېلی یې وکړ او دخپل لښکر لورته  یې  مخ  واړاوه  او وې يي  ویل  : دوی  ټول  په  ځان  باندي  مرګ  منلوته  تیارسی ولاړدي ، خو اسلام  او جزیې منلوته  سر نه ټیټه  وي  مونږ  تل جزیې اخیستې دي  خو ورکړې  مو نه دي ، لنډه  دا چې د دوی ترمنځ  هیڅ  معامله  ونه  شوه  نو دواړو خواوو د جګړې  لپاره  ځانونه  چمتوکړل  .

حضرت  خالد چې د مشر حضرت  ابوعبیده  حضورته  را ورسېده  نو پوښتنه یې  ترې  وکړه  چې له  ځان سره دي  د رومي حاکمانو له خوا څه  را وړل  ؟  ده  ورته  وویل  : دې خبرو هیڅ  نتېجه  نه لرله   هغوی  زمونږ غوښتنو ته  مثبت  ځواب   نه  وایو بلکي ددې  په  خلاف  یې  د مسلمانانو د ذلت  اراده  لرله ، د خپل  زور ، قوت ، دمالونو او وسایلو دپرېمانۍ لاپي شاپي یې وهلې ، له  هغو عربو سره چې دوی دکومکونو په  وسیله  عیسایان کړې وو اوس زمونږ په خلاف او ددوی په  ملګرتیا کې جګړې ته تیارسی ولاړ وو او دمرستو اوکومکونو د احسان  پېټي یې زمونږ  په  اوږو  بارول ، ددې په  ځای  چې دوی  د اسلام سپېڅلی دين ، یا جزیه  ومني  نوجګړې ته  به دپای  ټکی کېښودل شي ، دوی مونږ ته  تمه کړې وه ، چې تاسوته  به  مالونه  اوروپۍ درکړو له خپلو غوښتنو څخه  تېر شئ  او له  جګړې څخه لاس په سرشئ ، لنډه دا چې هیڅ  معامله  ونه شوه له پروردګار جل جلاله څخه پر دوی مرسته وغواړﺉ  او دجګړې  لپاره  ځانونه  چمتو کړﺉ  .
که  تیر تاریخ  ته  وګورو نو هوبهو هماغه  نقشه  اوس  په خپلو سترګو وینوچې هغه  وخت دغو عیسایانو پلارونو اونیکونو چې اوس په  افغانستان کې پراخ  وسلوال  حضور لري  لکه  څه  راز چې په  هغه  زمانه کې  دوی ځینې  عربي  قومونه  دروپو اوکومکونو په بدل کې عیسایان کړي او د اصحابو په  خلاف يي  په جګړه کې کارولي دي ، په همغه  شان  يي اوس دهغو عیسایانو لمسیانواوکړوسیانو په  افغانستان کې  د بشري کومکونو تر خواږه او جالب  عنوان لاندي او دنغدو ډالرو په بدل کې يي  ځینې عیسایان کړل اوځینې نور يي کرایه کړل او دمسلمانو مجاهدینوپه خلاف يي په جګړه کې ودرول ، اوځینې  جهادي شخصیوتونه  لکه ، سیاف ، پیرسیداحمدګیلاني ، اوصبغت الله مجددی ، اوځینې علمي  څیرې لکه  قیام الدین کشاف ، مولوي نورالله ، او لودین  يي اجاره  کړل  او د مسلمانانو په  خلاف  يي  په  فتواو او حکمونو خولې خلاصي  کړې  په راډیو اوتلویزونونکې چې  څه  په  خوله  ورځي  هغه  وايي ، موږ خو ولس  ته  پخوا  لاویلي  ؤ چې  دا کابینه کافرانو کرایه  کړې ده ، دلوی خدای  دقدرت کرښمې دي  چې  غلام  بادارو اوبادارنو پخپله  خبره سپینه کړه او دوی يي  ددوی  په  خپلو ویب سایټونو او ميډیا ګانو نړۍ نړۍ  ته رسوا اوسپک کړل  چې امریکایانو اوکرزي  دواړو خولې پسي خلاصي کړې  او زموږ دخبرو تصدیق  وکړ چې دکابل کابینه  ټوله کرایه شوې وه  ددوی د اجیرتوب  ثبوت  يي  وکړ :       

تیره دوشنبه په نیټه د (۲۹ / ۴ / ۲۰۱۳) زیږېدیزکال  تاند ـ  داسي څه  نشر کړل  ( نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ولسمشر کرزي د اوسنیو او پخوانیو سلاکاروانو په  قول لیکلي چې سي آی اې په  تېرو څه باندې لسو کلونو کې د افغانستان  د ولسمشر دفتر ته په  لسګونه  ملیون ډالره په  بوجیو، بکسونو او پلاستیکي کڅوړو کې ورکړي دي .

 ورځپاڼه د امریکايی چارواکو په قول وايي چې د دې پیسو، چې په پټه سپارل شوي، د ورکولو هدف دا و چې د سي آی اې یا د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې نفوذ زیات شي .

او دازادۍ راډیو په  نیټه  د (۱۴ / ۲ / ۱۳۹۲) لمریزکال  داسي  څه  نشرکړل  چې داده  ولس مشر کرزي  دخولې  ویناده ( د افغانستان په  دولت کې او په  هر هغه ځای کې چې تاسو یې په اړه فکر کولای شئ دا مرستې هلته شوي دي . او د افغانستان د ټولنې په هر ګوټ کې دا مرسته شوې ده او موږ ترې ډیر خوښ یو.

هو کله کله چې د افغانستان سیاسي لویانو ضرورت  یې لرلی او غوښتنه  یې کړې ، دا مرستې مو ورسره کړي دي .

لوی خدای  په هیله

پرودګار دوی  رسواکړل  الله  دي  هیڅکله  د اسلام ، خاوري او ملت  دخائنانو پرده نه کوي  دادخالد رضی الله عنه  دمبارک  نوم  اثار دي  چې سږنۍ غزا ته وضع شوی دی  ، پرودګار دي مسلمانانوته هغه سوبي او بریاوي  ور شامل  حال کړي  لکه  څه  راز چې دخالد رضی الله عنه  شامل حال ګرزیدلې وي .

ومن الله  توفیق والی الله المشتکی .

مولوي  محمد اویس  ( عباس ) .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د