fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – (۷۸مه برخه)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

له فاني دنيا نه رحلت

د رحلت نښانې

كله چې دعوت بشپړ شو، اسلام حاكم او مسلط شو، د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په زړه كې له ژوند او فاني دنيا نه د رحلت آثار او احساس پيدا شو، دغه احساس دده مبارك  په قول او عمل كې ښه څرګند و.

د لسم هجري كال د رمضان په مياشت كې يې شل ورځې په اعتكاف كې تيرې كړې، پداسې حال كې چې نور كلونه به يې يوازې لس ورځې اعتكاف كاوه. په همدې كال او همدې مياشت كې جبريل (عليه السلام) دوه ځله قرآنكريم ورته تكرار كړ او د حجه الوداع په مراسمو كې يې وفرمايل: ‏(‏إني لا أدري لعلى لا ألقاكم بعد عامي هذا بهذا الموقف أبداً‏). ښايي له سږني كال نه وروسته د تل لپاره تاسې پدې ځاې كې و نه وينم. له جمره العقبه سره يې هم وفرمايل: ‏(‏خذوا عني مناسككم، فلعلي لا أحج بعد عامي هذا‏)‏.  د حج مناسك له ما نه زده كړئ، ښايي زه بيا كله هم حج ونكړم. د تشريق په ورځو كې د ((النصر)) سورت ورباندې نازل شو، د همدې سورت له نازليدو نه هغه پوه شوچې ژوند يې پاى ته رسيدلى دى، نور د رخصتۍ وخت دى.

د 11 هجري کال په صفر مياشت كې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) احد ته تشريف يووړ، شهيدانو ته يې داسې دعا وكړه لكه له ژونديو او مړيو نه چې بيليدونكى او تلونكى وي. بيا خپل منبر ته راغى ويې فرمايل: ‏(إني فرط لكم، وأنا شهيد عليكم، وإني والله لأنظر إلى حوضي الآن، وإني أعطيت مفاتيح خزائن الأرض، أو مفاتيح الأرض، وإني والله ما أخاف عليكم أن تشركوا بعدي، ولكني أخاف عليكم أن تنافسوا فيها‏)‏‏.‏  ز ه ستاسې د كاراوان مشر او پر تاسې ګواه يم، قسم په خداى چې زه همدا اوس خپل حوض ته ګورم، ما ته د دنيا د ټولو خزانو كليانې راكړل شويدي، (او يا د ځمكې كليانې را كړل شويدي) زه لدينه ويره نلرم چې تاسې به له ما نه وروسته مشركان شئ، زما ويره لدينه ده چې په دنيا كې به يو له بل سره په سيالۍ او مقابله اخته شئ.(1)

يوه شپه نا وخته له كور نه ووت، بقيع ته يې تشريف يووړ هلته ښخو شويو مسلمانانو ته يې د مغفرت دعا وكړه ويې فرمايل: ‏(‏السلام عليكـم يـا أهل المقابر، لِيَهْنَ لكم ما أصبحتم فيه بما أصبح الناس فيه، أقبلت الفتن كقطع الليل المظلم، يتبع آخرها أولها، والآخرة شر من الأولي‏)‏، وبشرهم قائلاً‏:‏ ‏(‏إنا بكم للاحقون‏)‏‏.‏ اې د قبرونو خاوندانو، سلام دې درباندې وي! په كوم حالت كې چې خلك دي د هغوى په نسبت ستاسې دا خپل حال مبارك شه، فتنې او فساد لكه د شپې د تيارو په شان داسې راغلې دي، يو په بل پسې را روانې دي، وروستۍ يې له لومړنۍ نه ډيره بده او خرابه ده. او همدلته يې هغوى ته د خپل ورتګ زيرى هم وركړ ويې فرمايل: موږ تاسې ته درتلونكي يوو.

د ناروغتيا پيل

د 11 هجري كال د صفر مياشتې په 29 مه د دوشنبې په ورځ رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)  په بقيع كې په يوه جنازه كې برخه درلوده. كور ته د ستنيدو په لار كې يې په مبارك سر درد شو، سختى تبې ونيو، دومره ګرم ؤ چې د لمدې شوې پټۍ په سر به يې هم حرارت محسوسيده. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) 11 ورځې د بيمارۍ په حالت كې خلكو ته لمونځ وركاوه، د بيمارۍ ټوله موده يې 13 يا 14 ورځې وه.

وروستۍ اونۍ

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مرض زيات شو، زيات په تكليف شو، له خپلو ميرمنو نه به يې پوښتنه كوله : ‏(‏أين أنا غداً‏؟‏ أين أنا غداً‏؟‏‏)‏ سبا مې له چاسره نوبت دى؟ زه سبا له چا سره يم؟ درنې ميرمنې يې په هدف پوه شوې اجازه يې وركړه هر چيرته يې چې زړه وي هملته دې پاتې شي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پداسې حال كې چې د فضل بن عباس او علي (رضي الله عنهم) په اوږو يې تكيه كړې وه د عائشې (رضي الله عنها) كور ته ورغى، مبارك سر يې تړلى و، مباركې پښې يې پر ځمكه څښيدلې او د عائشې (رضي الله عنها) كور ته ننوت او هملته  يې د مبارك ژوند وروستۍ اونې تيره كړه.
عائشې (رضي الله عنها) به معوذتين (الفلق، الناس سورتونه) ورباندې لوستل او په هغه دعاګانو به يې دماوه كومې يې چې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه زده كړې وې. دا سورتونه به يې لوستل په رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به يې چپول او كوفول، او د بركت په نيت به يې مبارك بدن دده په خپل مبارك لاس مسح كاوه.

له رحلت نه پنځه ورځې وړاندې

له وفات نه پنځه ورځې وړاندې د چارشنبې په ورځ د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په مبارك بدن سخت دردونه راغلل، مرض يې دومره ډير شو چې د الله حبيب (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پركاله شو، بيهوشي پرې راغله ويې فرمايل: ‏(‏هريقوا علي سبع قِرَب من آبار شتي، حتى أخرج إلى الناس، فأعهد إليهم‏)‏.  اوبه راباندې واچوئ! له بيلابيلو څاه ګانو نه اوه ژيه اوبه راباندې تويې كړئ، تر څو وكولى شم خلكو ته ورشم وصيت ورته وكړم. دهمدې امر په اساس په يوه لګن كې كينول شو، اوبه ورباندې واچول شوې تر څو په خود راغى، ويې فرمايل: ‏(‏حسبكم، حسبكم‏)‏‏.‏بس دي، بس دي.

پدې سره يې لږ آرامي وشوه مرض يې كم شو، جومات ته يې پداسې حال كې تشريف يووړ چې مبارك سر يې تړلى ؤ، په منبر كيناست، دا يې وروستى مجلس و، له حمد او ثنا وروسته يې خلكو ته وفرمايل: (‏أيها الناس، إلي‏)‏. اې خلکو دلته راشئ! خلك ټول ورته راټول شول، بيا يې پخپلو خبرو کې وفرمايل: ‏(‏لعنة الله على اليهود والنصارى، اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد‏)‏ ـ وفي روايۍ‏:‏ ‏(‏قاتل الله اليهود والنصارى، اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد‏)‏ ـ وقال‏:‏ ‏(‏لا تتخذوا قبري وثناً يعبد‏)‏‏.‏
په يهودو او نصرانيانو دې د الله لعنت وي،  چې د خپلو رسولانو له قبرونوڅخه يې جوماتونه جوړ كړيدي.(1) په بل روايت كې راځي چې ويې فرمايل: الله تعالى دې

يهود او نصارى هلاك كړي، دوى د خپلو رسولانو له قبرونو نه جوماتونه جوړ كړيدي. بيا يې زياته كړه: زما له قبر نه بت مه جوړوئ چې عبادت يې وشي.(2) يعنې زما د قبر عبادت ونكړئ.

بيايې خپل مبارك نفس يا ځان د محاكمې او انتقام (قصاص) لپاره مخ كې كړ ويې فرمايل: ‏(‏من كنت جلدت له ظَهْرًا فهذا ظهري فليستقد منه، ومن كنت شتمت له عِرْضاً فهذا عرضي فليستقد منه‏)‏‏.‏ كه څوك مې په  شا وهلي وي دا ده زما شا، زه حاضر يم انتقام دې واخلي، كه چا ته مې بده خبره كړې وي، د هغه آبرو مې تويې كړې وي، دا دى زه حاضر يم له ما نه دې خپل وار واخلي. بيا له منبر نه راكوز شو د ماسپښېن لمونځ يې وكړ. بيا بيرته منبر ته پورته شو، كيناست او خپله خبره يې تكرار كړه. د دښمنۍ او نورو په هكله يې خبره وكړه، پدې وخت كې يوه شخص وويل: زما په تا باندې درى درهمه دي! رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏أعطه يا فضل‏)‏.  اې فضل! درى درهمه وركړه. بيا يې د انصارو په هكله وصيت وكړ ويې فرمايل: ‏(‏أوصيكم بالأنصار، فإنهم كِرْشِي وعَيْبَتِي، وقد قضوا الذي عليهم وبقي الذي لهم، فاقبلوا من مُحْسِنهم، وتجاوزوا عن مسيئهم‏)‏، وفي رواية أنه قال‏:‏ ‏(‏إن الناس يكثرون، وتَقِلُّ الأنصار حتى يكونوا كالملح في الطعام، فمن ولي منكم أمراً يضر فيه أحداً أو ينفعه فليقبل من محسنهم، ويتجاوز عن مسيئهم‏)‏‏.‏ زه تاسې ته د انصارو په هكله د نيكۍ وصيت كوم، هغوى زما زړه او جګر دي، هغوى خپل مسووليت ادا كړيدى، خو حقوق يې پاتې دي، د هغوى د نيكو كارانو نيكۍ ومنئ او د ګنهګارانو له ګناه نه تير شئ. په بل روايت كې راځي چې ويې فرمايل: د خلكو شميره زياتيږي، خو انصار كميږي، بالاخره به دومره كم شي لكه مالګه په طعام كې. كه له تاسو نه چا ته  داسې دنده او كار وسپارل شو  چې د ګټې او زيان رسولو توان يې درلود، نو د انصارو نيكي دې ومني او د مقصرينو له ګناه نه يې دې تير شي(3).      بيا يې وفرمايل: (‏إن عبداً خيره الله بين أن يؤتيه من زهرة الدنيا ما شاء، وبين ما عنده، فاختار ما عنده‏)‏‏.‏ الله تعالى خپل يوه بنده ته اختيار وركړيدى چې خوښه يې د دنيا له شان، شوكت، زيب او زينت نه چې څه غواړي اخلي او كه هغه څه اخلي چې له الله سره دي، همدې بنده د دنيا په مقابل كې هغه څه خوښ كړل چې له الله تعالى سره دي.

ابو سعيد الخدري وايي ددې خبرې په اوريدو سره ابوبكر (رضي الله عنه) په ژړا شو ويې ويل: يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! زمونږ مور او پلار له تا قربان شه، ټول دې له تا قربانوي. راوي وايي مونږ د ابوبكر ژړا ته حيران شوو، ځينو وويل: دې شيخ ته وګورئ، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د هغه بنده په هكله خبرې كوي چې الله تعالى د دنيا او آخرت په مينځ كې اختيار من كړيدى، خو دا شيخ يعنې ابوبكر (رضي الله عنه) رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته وايي ميندې او پلرونه درنه قربانوو! ابو سعيد (رضي الله عنه) وايي مونږ هغه وخت نه وو پوه شوي، وروسته پوه شوو چې همدا اختيار من شوى بنده پخپله رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ؤ، او ابوبكر  (رضي الله عنه) له مونږ نه ډير پوهيده.(1) بيا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏إن من أمنّ الناس علي في صحبته وماله أبو بكر، ولو كنت متخذاً خليلاً غير ربي لا تخذت أبا بكر خليلاً، ولكن أخوة الإسلام ومودته، لا يبقين في المسجد باب إلا سد، إلا باب أبي بكر‏)‏‏.‏

له ما سره د ملګرتيا او مالي همكارۍ له وجې نه تر ټولو زيات احسان او نيكي ابوبكر (رضي الله عنه) كړيده، كه له الله پرته مې خليل (دوست) نيولى، نو ابوبكر به مې خليل واى، خو له هغه سره مې د ورورۍ او اسلام اړيكې دي، ددې جومات ټولې دروازې دې بندې شي، يوازې د ابوبكر (رضي الله عنه) دروازه دې خلاصه وي او نه دې بنديږي.(2)

څلور ورځې له رحلت نه مخكې

له رحلت نه څلور ورځې وړاندې د پنجشنبې په ورځ د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مرض ډير سخت شوى ؤ، په همدې حالت كې يې وفرمايل: ‏(‏هلموا أكتب لكم كتاباً لن تضلوا بعده‏).‏  زركوئ، راشئ چې يو ليك درته وليكم، تر څو وروسته هيڅ ګمراه او بې لارې نه شئ. په خونه  کېڅو كسه اصحاب ناست وو چې عمر (رضي الله عنه) هم  پكې و، هغه وويل: په رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مرض زيات شوى، سخت په تكليف دى، ستاسې سره قرآنكريم شته، همغه درته كافي دى. پدې سره د حاضرو اصحابو (رضي الله عنهم) تر مينځ اختلاف پيدا شو، غالمغال جوړ شو،ځينو ويل راوړئ چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) څه درته وليكي، نورو د عمر (رضي الله عنه) قول تاييداوه، په همدې ترتيب شور جوړ شو او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏قوموا عني‏)‏‏.‏  لاړ شئ، رانه لاړ شئ.(١)

وأوصى ذلك اليوم بثلاث‏:‏ أوصى بإخراج اليهود والنصاري والمشركين من جزيرة العرب، وأوصى بإجازة الوفود بنحو ما كان يجيزهم، أما الثالث فنسيه الراوي‏.‏ ولعله الوصية بالاعتصام بالكتاب والسنة، أو تنفيذ جيش أسامة، أو هي‏:‏ ‏(‏الصلاة وما ملكت أيمانكم‏)‏‏.‏

په همدې ورځ رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) درى اوامر صادر كړل يعنې د دريو شيانو توصيه يې وكړه : امر يې وكړ چې يهود، نصرانيان او مشركان دې له عربي جزيرې نه اخراج شي، بل امر يې دا ؤ چې له نمايندګانو سره دې  دده (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د سنت مطابق نيكه معامله كيږي او په ښي طريقې سره دې رخصتيږي، خو دريم امر يې د راوي هير شويدى كيداى شي دريم امر په قرآنكريم او سنتو د عمل كولو په هكله وي او يا د اسامه د لښكر په هكله دده د حكم د تعميل په اړه وي او يا د لمانځه د پابندۍ او غلامانو سره د نيكۍ په هكله وي.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د همدې پنجشنبې تر ورځې كه څه هم ډير په تكليف ؤ خو د لمونځونو امامت يې كاوه پدې ورځ يې هم خلكو ته د ماښام لمونځ وركړ، د والمرسلات عرفا سورت يې پكې تلاوت كړ.(١)

خو لماسختن يې بيماري ډيره زياته شوه ونه توانيد جومات ته تشريف يوسي. عائشه (رضي الله عنها) وايي: لماسختن رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پوښتنه وكړه : ‏(‏أصلى الناس‏؟‏‏)‏  آيا خلكو لمونځ كړئ؟ مونږ ورته وويل: نه، يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! هغوى ستا انتظار باسي، ويې فرمايل: ‏(‏ضعوا لي ماء في المِخْضَب‏)‏.  په لګن كې لږ اوبه راته واچوئ، مونږ اوبه ورته واچولې، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) غسل وكړ او غوښتل يې لاړ شي خو بيهوشه شو، او كله چې په حال راغى ويې فرمايل: ‏(‏أصَلَّى الناس‏؟‏‏)‏ آيا خلكو لمونځ ادا كړئ؟ دوهم او دريم ځل يې همداسې فرمايل، زمونږ ځواب به داسې ؤ چې نه يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هغوى ستا په انتظار ناست دي، ده به غسل وكړ هڅه به يې وكړه لاړ شي خو بيهوشي به ورباندې راغله، نو بالاخره يې ابوبكر (رضي الله عنه) ته خبر وليږه چې امامت وكړي او په خلكو لمونځ ادا كړي. د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د مريضۍ په ورځو كې حضرت ابوبكر (رضي الله عنه) د 17 لمونځونو امامت كړيدى.(٢)

عائشې (رضي الله عنها) درې، څلور ځلې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته عرض وكړ چې امامت له ابوبكر (رضي الله عنه) نه واخلي ځكه ويريده هسې نه خلك يې پلار په بدفالۍ او بدشګونۍ ونيسي، خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)  ورته وفرمايل: ‏(‏إنكن لأنتن صواحب يوسف، مروا أبا بكر فليصل بالناس‏)‏‏.‏تاسې د يوسف (عليه السلام) ملګرې ياستئ، يعنې په زړه كې مو يو څه دي او په خوله بل څه وايئ، ابوبکر ته امر وکړئ چې خلکو ته لمونځ ورکړي. عائشې (رضي الله عنها) په خوله عرض وكړ، يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! ابوبكر چې ستا په ځاى ودريږي له ډيرې ژړا نه خلكو ته قرآنكريم نه شي اورولئ، دا يې د خولې خبره وه خو په زړه كې يې دا هم وه چې كه رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لدې مرض نه وفات شي هسې نه چې خلك د ابوبكر (رضي الله عنه) امامت په بدفالۍ ونيسي او همدا عقيده يې په زړه كې پخه شي، خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) امر وكړ ابوبكر ته ووايئ چې د خلكو امامت وكړي.

—–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
QALAM
میلمه
QALAM

دستاسی د ویبسا یټ له معلو ما تو نه مونږه دافاییده اخلو چی مونږ د رسول الله په سیرت مبارک با ندی پوره معلومات حاصل کړوو او ډیره د خو شحالی خبره چی پختو ژبه کښی هم داسی وایپسایټ لروو که څوک وغواړی چه کوم څه شی په باره مشکل لری نو معلو مات په اسا نی سره حاصلولای شی نو مونړ هم خوا هیش لرو ده نبی باک په با ره کی خه معلومات ولرو وسلا م

QALAM
میلمه
QALAM

اسلا م علیکم و رحمت الله وبر کا ته هله مند یو چی صحت به مو خه وی مونږ ځان ډیر خو ش قیصمت ګڼو چی پښتو هم یو ه داسی ویب پا ڼه لری چی اسلا می تاریخی ما لو ما ت لری چی زمونږ پښتنی په خه په او اسانه طریقه ځوا ب کو ی او مونږ ته چی څه تکلیف را مخی ته شی نو مجبور یو چی تاسی ته مخ د ر وا ړه وو او دا امید هم لرو چی زمو نږ ضرورت به الله سبحا نه وتعلی پو ره کوی نو مونږه غواړو چی… نور لوستل »