الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – (۷۹مه برخه)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

له رحلت نه درى ورځې وړاندې

جابر (رضي الله عنه) وايي: له رحلت نه درى ورځې وړاندې مې له نبي (صلى الله عليه و سلم) نه واوريدل چې فرمايل يې: ‏(‏الا لا يموت أحد منكم إلا وهو يحسن الظـن بالله‏)‏‏.‏د تاسو هر يوه ته ښايي پداسې حال کې ومري چې په الله تعالى يې ګمان نيک وي.
له رحلت نه يوه يا دوې ورځې وړاندې

د شنبې يا يكشنبې په ورځ د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) صحت څه نا څه ښه ؤ، د دوو كسانو په مرسته يې جومات ته تشريف يووړ، پدې وخت كې ابوبكر (رضي الله عنه) خلكو ته د ماسپښېن لمونځ وركاوه، خو كله چې ابوبكر وليدل رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) تشريف راوړ كوښښ يې وكړ په شا شي، ولې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) اشاره ورته وكړه چې په شا نه شي او ويې فرمايل: ما د ابوبكر چپى خوا ته كينوئ، همغه وه چې د ابوبكر چپې خوا ته كينول شو، ابوبكر (رضي الله عنه) به د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په لمانځه پسې اقتدا وكړه او دده مبارك تكبير به يې تكراراوه او خلكو ته به يې رساوه١.

له رحلت نه يوه ورځ مخكې

د يكشنبې په ورځ يعنې له رحلت نه يوه ورځ مخكې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپل ټول غلامان آزاد كړل، اوه (7) ديناره يې درلودل هغه يې هم صدقه كړل، خپله وسله يې هم مسلمانانو ته وركړه. د شپې له خوا عائشې (رضي الله عنها) د چراغ لپاره تيل له كومې ګاونډۍ نه پور واخيستل، او په همدې وخت كې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) زغره د 30 صاعه تقريباً 75 كيلو ګرامه وربشو په بدل كې له يوه يهودي سره ګرو وه.

د رسول الله صلى الله عليه وسلم د مبارك ژوند آخرينۍ ورځ

انس بن مالك (رضي الله عنه) روايت كوي چې د دوشنبې په سهار ابوبكر خلكو ته لمونځ وركاوه، ناڅاپه خلك متوجه شول چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د عائشې (رضي الله عنها) د كوټې پرده پورته كړې او دوى ته ګوري، دوى په لمانځه ولاړ وو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ددې حالت په ليدو سره تبسم وكړ، ابوبكر (رضي الله عنه) فكر وكړ چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) تشريف راوړي نو له خپل ځاى نه په شا شو چې صف ته ورسيږي.

انس (رضي الله عنه) وايي: د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په ليدو سره مسلمانان دومره خوشاله شول چې نژدې وه لمونځ پريږدي، او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت او پوښتنې ته ورشي، خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پخپل مبارك لاس اشاره وفرمايله چې خپل لمونځ پوره كړي، بيا يې خپلې حجرې ته تشريف يووړ او پرده يې را كوزه كړه.(1)

لدينه وروسته په رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د بل لمانځه وخت رانغى. چې غرمه شوه رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپله ګرانه لور فاطمه (رضي الله عنها) راوغوښتله پټ په غوږ كې يې څه ورته وويل: فاطمه (رضي الله عنها) په ژړا شوه، بيا يې بله خبره پټه ورته وكړه په هغې سره فاطمه (رضي الله عنها) په خندا شوه.

عائشه (رضي الله عنها) وايي: وروسته مې له فاطمې (رضي الله عنها) نه ددې موضوع په هكله وپوښتل، هغې راته وويل: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پټ راته وويل: زه رحلت كوم، له همدې مرض نه وفات كيږم، ما ددې خبرې په اوريدو سره وژړل، بيا يې راته وويل چې زما په كورنۍكې به ته له ټولو نه لومړى په ما پسې راځې، زه پدې سره خوشاله شوم او ومې خندل.(2)

همدا راز رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) فاطمې (رضي الله عنها) ته زيرى وركړ چې ته د ټولې دنيا د ښځو سرداره يې(١) ځنې روايتونه پدې دلالت كوي چې له فاطمې (رضي الله عنها) سره د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دا خبرې او دا زيرى د ژوند په وروستۍ ورځ نه بلكه وروستۍ اونۍاواز كې و.

فاطمى (رضي الله عنها) چې د خپل محبوب پلار دا مرض او درد وليد، چيغه يې كړه، واى، په پلار مې څه حال دى، څومره په تكليف دى؟ رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏ليس على أبيك كرب بعد اليوم‏)‏‏.‏ ستا پلار به له نن نه وروسته هيڅ غم او درد ونه ويني.(٢)

بيا يې حسن او حسين (رضي الله عنهما) راوغوښتل دواړه يې مچي كړل او د دوى په هكله يې د نيكۍ وصيت وكړ، بيا يې خپلې ميرمنې راوغوښتلې ټولو ته يې وعظ او نصيحت وكړ، هماغه وه چې درد او مرض يې زيات شو، په بدن كې يې د هغو زهرو اثر ښكاره شو چې په خيبر كې يې خوړلي ؤ، فرمايل به يې: ‏(‏يا عائشة، ما أزال أجد ألم الطعام الذي أكلت بخيبر، فهذا أوان وجدت انقطاع أبْهَرِي من ذلك السم‏)‏‏.‏ اې عائشه! د هغه طعام درد احساسوم كوم مې چې په خيبركې خوړلى ؤ، فكر كوم چې د ملا رګ مې له هغه زهرو نه پرى شويدى.(٣)

پر مبارک مخ يې څادر پروت و، چې په تنګ شو څادر يې ايسته کړ او خلکو ته يې د وصيت او نصيحت په توګه چې همدا يې وروستى نصيحت و، وفرمايل: ‏(‏لعنة الله على اليهود والنصارى، اتخذوا قبور أنبيائهم مساجد ـ يحذر ما صنعوا ـ لا يبقين دينان بأرض العرب‏)‏‏.پر يهودو او نصرانيانودې د الله لعنت وي، د خپلو نبيانو قبرونه يې په عبادتخانو بدل کړي،_ لدينه مطلب د خلکو منع کول و_ په عربي سيمه کې دوه دينونه ته پاتې کيږي.‏ او خلكو ته يې د نصيحت په توګه فرمايل: ‏(‏الصلاة، الصلاة، وما ملكت أيمانكم٤‏)‏. د لمانځه او هغو غلامانو خيال ساتئ چې تر لاس لاندې مو دي.   همدا فرموده يې د ځان كندن په وخت كې څو ځله تكرار كړه.

ځنكدن

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ځنكدن را لنډ شو، عائشې (رضي الله عنها) ځانته را تكيه كړ، تكيه يې ورباندې كړې وه. له همدې امله به عائشې (رضي الله عنها) هميشه ويل: پر ما باندې د الله تعالى له رحمتونو او نعمتونو څخه يو دا دى چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) زما په كور كې، زما د نوبت په ورځ او زما د غاړې او لمنې تر مينځ وفات شوى، او الله تعالى د ده(صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د وفات په وخت زما د خولې لاړې د هغه له مباركو لاړو سره ګډې كړې. عبدالرحمن بن ابوبكر (رضي الله عنهما) زما كور ته راغى، په لاس كې يې مسواك و، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په ما باندې تكيه كړې وه، متوجه شوم چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د هغه د مسواك په لور ګوري، پوه شوم چې مسواك غواړي، عرض مې وكړ: مسواك درته واخلم؟ ده په اشاره سره پوه كړم چې هو. ما هغه مسواك ورنه واخيست، د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لپاره كلك ؤ عرض مې وكړ درته نرم يې كړم؟ په مبارك سر يې اشاره وكړه، چې هو. ما ورته نرم كړ او ورمې كړ هغه ډير ښه استعمال كړ.

په يوه روايت كې دا هم راغلي چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په ډيره ښه طريقه مسواك وواهه، له خوا سره يې د اوبو منګى ايښې و، دواړه لاسونه به يې پكې غوټه كړل او پر مبارك مخ به يې راكش كړل او فرمايل به يې: ‏(‏لا إله إلا الله، إن للموت سكرات‏.‏‏.‏‏.‏‏)‏ الحديث‏.‏ [له يوه الله پرته بل د عبادت وړ نشته، بيشكه چې مرګ سختۍ لري.](١) كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مسواك استعمال كړ، مبارك لاس يا ګوته يې پورته كړه سترګې يې چت ته ونيولې مباركې شونډې يې وخوځيدې، عائشې (رضي الله عنها) غوږ ورته ونيو او وايى وريدل چې فرمايي: ((مع الذين انعمت عليهم من النبيين و الصديقين و الشهداء و الصالحين و حسن اولئك رفيقا اللهم اغفر لي و ارحمني و الحقني بالرفيق الاعلى اللهم الرفيق الاعلى)) (٢) [له هغو كسانو سره چې نعمت  دې وركړى له انبياوو (عليهم السلام)، صديقانو، شهيدانو او صالحينو نه، هغوى ډير غوره ملګري دي اې خدايه! عفوه راته وكړې، رحم راباندې وكړې او ما له رفيق اعلى سره يو ځاى كړې، اې خدايه رفيق اعلى درنه غواړم.]  دا وروستۍ كلمه يې درى ځله تكرار كړله مبارك لا س يې په اړخ ولويد او له رفيق اعلى سره يو ځاى شو. ((انا لله و انا اليه راجعون))

دغه وخت د دوشنبې ورځ غرمه مهال د سختې ګرمۍ وخت ؤ، د هجرت يوولسم كال د ربيع الاول 12 نيټه وه. د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مبارك  عمر 63 كاله او څلور ورځې و.

—–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto