الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – (۸۰مه برخه)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

پر اصحابو (رضي الله عنهم) د غمونو انبارونه

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د رحلت دردونكى خبرخور شو د مدينې په اوسيدونكو قيامت جوړ شو، په سترګو يې تپه تياره شوه. انس (رضي الله عنه) وايي: ما مدينې ته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د راتګ له ورځې نه بله زياته روښانه او نيكمرغه ورځ نده ليدلې، او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)  د وفات له ورځې نه مې بله زياته تياره او دردونكې ورځ نده ليدلې.(1)

كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) رحلت وكړ فاطمې (رضي الله عنها) وويل: واى پلار جانه! ستا غم جبريل (عليه السلام) ته ژاړو!(2)

د عمر (رضي الله عنه) دريځ

عمر (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د وفات د خبر په اوريدو سره له خود نه ووت دا يې نه شواى منلى، حيران ؤ، دهشت اخيستى ؤ.

ويل به يې: ځينې منافقان ګمان كوي چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) رحلت كړيدى، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) رحلت ندى كړى، بلكه خپل رب ته ورغلى لكه موسى بن عمران (عليه السلام) چې خپل رب ته ورغلى و او 40 ورځې له خپل قوم نه غايب شوى و، دا وروسته له هغې چې وويل شول مړشويدى خو هغه بيرته ورته راغى، قسم په خداى چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هم بيرته راځي، او د هغو كسانو لاسونه او پښې  به پرې كوي چې ګمان كوي او وايې وفات شويدى١.

د ابوبكر (رضي الله عنه) دريځ

ابوبكر (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د رحلت په وخت كې له مدينې نه د باندې په سنح نومې كلي كې ؤ، په آس سپور راغى مخامخ جومات ته داخل شو له چا سره يې خبرې نه كولې، د عائشې (رضي الله عنها) كور ته ورغى او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له مبارك سر سره ودريد. پر هغه مبارك يمني ليكه دار چادر غوړول شوى و، چادر يې له مبارك مخ نه پورته كړ، مبارك مخ يې مچي كړ، ويې ژړل او ويې ويل: مور او پلار مې له تا قربان، الله تعالى تا ته دوه ځله مرګ نه دركوي، كوم مرګ يې چې درته ټاكلى ؤ هغه درته راغى. بيا د باندې راووت. هلته عمر (رضي الله عنه) له خلكو سره په مناقشه بوخت ؤ ابوبكر وويل: اې عمره! كينه. عمر نه كيناست خلك ټول له عمر نه ابوبكر ته راغلل، ابوبكر وويل: اما بعد: چا چې د محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) عبادت كاوه هغه دې پوه شي چې محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفات شو، او څوك چې د الله عبادت كوي هغه دې پوه شي چې الله د محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خداى ژوندى دى مرګ نه لري. الله تعالى فرمايي: ((وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِيْن مَاتَ أَؤ قُتِلَ انْقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَنْ يَنْقَلِبْ عَلَى عَقِبَيْهِ فَلَنْ يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئاً وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ)) (آل عمران: 144)

[نه دى محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مګر يو رسول د الله په تحقيق سره له ده نه مخكې ډير رسولان تير شويدي آيا نو كه مړ شي محمد يا شهيد كړى شي نو بيرته به وګرځئ تاسې به پوندو خپلو (كفر ته) او هر څوك چې بيرته وګرڅيده په پوندو خپلو (كفر ته) نو الله ته به هيڅ زيان ونه رسوي او ژر به جزا وركړي الله شكر ګزارو ته.]

ابن عباس (رضي الله عنهما) وايي: كله چې ابوبكر دا آيت  تلاوت كړ خلك داسې شول لكه چې دا آيت همدا اوس نازل شوى وي، او پدې سره ټولو همدا آيت شريف تلاوت كاوه. ابن مسيب وايي: عمر (رضي الله عنه) وويل: په خداى قسم كله چې ابوبكر دا آيت تلاوت كړ، بالكل بې حسه شوم، په لاره نه شواى تلى، پښې  مې بې سيكه شوې او دا آيت مې چې ولوست په ځمكه ولويدم او پوه شوم چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفات شوى دى.(١)

تجهيز، تكفين او تدفين

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له تجهيز او تدفين نه مخكې د خلافت په اړه اختلاف پيدا شو، د انصارو او مهاجرينو تر مينځ بحث او مناقشه پيل شوه. دوى په سقيفه بني ساعده كې راټول شوي وو، د خلافت په هكله يې ډير بحث وكړ په پاى كې يې په اتفاق سره ابوبكر (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خليفه وټاكه. د خلافت په هكله دا بحث او مناقشه د دوشنبې تر ماښام پورې جاري وه، پدې شپه هم د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) تجهيز او تدفين و نه شو.

سهار شو پر رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) باندې هماغه يمني چادر غوړيدلى ؤ، كورنۍ يې دروازې ورپسې بندې كړې وې، د سه شنبې په ورځ يې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته غسل وركړ، خو جامې يې همداسې په غاړه كې وې. عباس. علي، د عباس زامنو فضل او قثم (رضي الله عنهم) رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته غسل وركړ. له دوى سره شقران چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ازاد شوى غلام ؤ، اسامه بن زيد، اوس بن خولي(رضي الله عنهم) هم ملګري وو. عباس، قثم او فضل به په يوه اړخ او بل اړخ اړاوه، اسامه او شقران اوبه ورباندې اچولى او علي (رضي الله عنهم) به غسل وركاوه، اوس (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مبارك جسد په خپله سينه تكيه كړى ؤ.

وروسته يې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په دريو يمني كتاني جامو كې ونغښت، پدې كې كميس او عمامه (لنګي) نه وه(٢)  دا جامې يې كفن وې.

بيا د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د دفن كولو په هكله سره مخالف شول، تر څو ابوبكر (رضي الله عنه) وويل: ما له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه اوريدلي چې فرمايي: ‏(‏ما قبض نبي إلا دفن حيث يـقبض‏)‏.هر پيغمبر په هغه ځاى كې دفن كيږي چيرته چې وفات شوى وي. په همدې اساس ابو طلحه انصاري (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هغه بستره چې پرې وفات شوى ؤ پورته كړه او ترينه لاندې ځاى ژور شو او قبر ورته جوړ شو. قبر يې لحد ؤ، خلك به لس لس تنه راتلل او په رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به يې لمونځ كاوه، د لمانځه امام يې نه ؤ. لومړى د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) كورنۍ او خپلوانو لمونځ پرې وكړ، ورپسې مهاجرينو، بيا انصارو، له نارينه و نه وروسته ښځو، ورپسې ماشومانو په رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لمونځ ادا كړ. پدې ډول د سه شنبې ورځ هم تيره شوه او د چارشنبې شپه را داخله شوه. عائشه (رضي الله عنها) وايي: مونږ تر هغې پورې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له دفن كولو نه خبر نه وو تر څو د چارشنبې په نيمايي شپه كې مو د بيلچو آواز واوريد.(١)

—–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د