الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – (۸۲مه برخه)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) صفات او اخلاق

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د داسې جسماني او اخلاقي كمال، جمال او ښكلا خاوند ؤ چې په ژبه يې وصف او بيان نه شي كيدلى. زړونه دده په محبت او دوستۍ ودان و، هره سينه يې  له قدر او درناوي ډكه وه، خلكو دده له عظمت او كرم نه ځانونه قربانول. د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په شان قدر او منزلت د هيچا نه ؤ او نه دى او نه به په راتلونكي كې شي، چا چې ژوند ورسره كړى دده د مينې او محبت بنديوان شوى، اصحابو (رضي الله عنهم) دومره مينه ورسره درلوده چې پخپله يې مرګ قبلاوه خو دا يې نه غوښتل د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يو نوك خوږ شي.
له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره د خلكو د مينې او محبت يو علت دا ؤ چې هغه (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د دومره كمال خاوند ؤ چې هر څوك يې خپلولى شواى. په راتلونكو كرښو كې به په مختصره توګه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د جمال او كمال په هكله را نقل شوي روايات تر نظر تير كړو، خو مخكې لدينه چې ددې عظيم لارښود د كمال او ښكلا په هكله څه ووايو پدې اعتراف كوو چې مونږ په هيڅ صورت هم د هغه (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حق په قلم او ژبه سره نه شو ادا كولى.

د رسول الله صلى الله عليه واله وصحبه وسلم اخلاقي كمال او شمايل

كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د هجرت په سفر كې د ام معبد خزاعي له خيمې نه تير شو، له ام معبد سره يې ملاقات وشو، نوموړې خپل ميړه ته دده (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) صفات بيان كړل او پدې هكله يې داسې وويل: يو شخص مې وليد چې ډير ښكلى او باوقاره ؤ، ځليدونكى مخ او غوره اخلاق يې درلودل، نه مريض ؤ او نه يې اندامونه غير متناسب وو، ډير ښكلى او برابر ؤ. زړه راښكونكى سر او مخ يې درلودل، تورې سترګې، لوړ آواز، اوږده غاړه، ګڼه ږيره، اوږده باڼه، نښتې نرۍ وروځې او اوږده تور ويښتان يې درلودل، چې چپ به ؤ ځانګړى وقار يې درلود او كه خبرې به يې كولې عظمت او لوړوالى به يې له واريه ښكاريده. له ليرې  نه ډير با هيبته او دروند ښكاريده او له نژدې نه ډير خوږ، شيرين زبانه ؤ، خبرې يې لنډې او مقبولې وې، نه يې زياتې خبرې كولې او نه له اندازې نه كمې، خبرې يې لكه ملغلرې وې. د متوسطې ونې خاوند ؤ نه ډير لوړ او نه ډير ټيټ ؤ، د داسې يوې څاڼې په شان ؤ  لكه چې د دوو څانګو تر مينځ واقع شي او له دواړو نه وتلې او غوره وي، ملګرو يې ډيره مينه ورسره درلوده، چې ده به خبرې كولې ملګري به يې چوپ وو، امر به يې چې وكړ ټول به يې تعميل ته ولاړيدل، امر يې منل كيده، نه بد خوى ؤ او نه ظالم . (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)(1)

علي بن ابي طالب (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په وصف كې وايي: نه ډير  بې اندازې لوړ او نه ډير ټيټ ؤ، متوسطه ښكلې ونه يې درلوده، ښه چار شانه ؤ، ويښتان يې نه ډير نرم ؤ او نه ډير تاو تاو، مبارك مخ يې غوښن نه ؤ ګرد او سور رنګه ؤ، سترګې يې غټې بادامي، باڼه يې اوږده او ګڼ، اوږې يې پلنې، له ټټر نه تر ګيډې يا نامه پورې يې نري ويښان وو، نور جسم يې ويښتان نه درلودل د لاسونو او پښو ګوتې يې غوښنې وې، د تګ په وخت كې به د مخې لور ته مايل ؤ تا به ويل چې په ځوړ كوزيږي، كه چا ته به يې التفات او توجه كوله نو په ټول بدن سره به ورته ملتف كيده.

د دواړو اوږو تر مينځ يې د نبوت مهر ؤ، له ټولو نه زيات مهربان او بښونكى ؤ، د زياتې حوصلې درلودونكى ؤ چا به چې ژوند ورسره تير كړ، معرفت به يې ورسره حاصل شو، نو ډيره مينه به يې ورسره پيدا كيدله، چا به يې چې صفت  كاوه ويل به يې: دده په شان شخص مې نه مخكې ليدلى او نه وروسته.(2)

په بل روايت كې له علي (رضي الله عنه) نه رانقل شوي چې وايي: د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مبارك سر لوى او په غوښو ډك ؤ له ټټر نه  ترنامه پورې يې ويښتان وو، د تګ په وخت كې به د مخې خوا ته مايل ؤ ته به وايې لكه چې په ځوړ كوزيږي.(٣)  جابر بن سمره (رضي الله عنه) وايي: د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مباركه خوله لويه وه، په سترګو كې يې لږ څه سوروالى ؤ، پوندې يې ډنګرې او بې غوښې وې.(٤)

ابو طفيل (رضي الله عنه) وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سپين، نمكين، ښكلى او د متوسط قامت او معتدل بدن خاوند ؤ(١) .

انس بن مالك  (رضي الله عنه) وايي: د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لاسونه غټ او پلن وو، رنګ يې ښكلى ؤ  نه ډير بې نمكه سپين او نه ډير ګندمي (غنم رنګه) ؤ، پداسې حال كې وفات شو چې په سر او ږيره كې يې له شلو نه زيات سپين ويښتان نه وو.(٢) او وايي: په مبارکو شقيقو کې يې سپين والى و. او په بل روايت کې وايي: په مبارک سر کې يې ځاى ځاى سپين ويښتان وو(٣).

ابو جحيفه وايي: ما يې تر لاندينۍ شونډې لاندې سپين والى ليدلى(٤). عبدالله بن بسر (رضي الله عنه) وايي: په مباركه زنې يې څو تاره سپين ويښتان وو٥.

براء (رضي الله عنه) وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) چار شانه ؤ، اوږې يې پلنې وې، ويښتان يې د غوږو تر نرميو پورې اوږده وو، ما هغه په سرو جامو كې ليدلى، چې دده د ښكلا په شان ښكلا مې نده ليدلې. (٦)

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په لومړيو كې له اهل كتابو سره د موافقت پخاطر خپل مبارك ويښتان له مخې نه شا ته  ږومنځول، خو وروسته يې ويښتان په دوو برخو ويشل.(٧)

براء وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له ټولو نه زيات خوش اخلاقه او ښكلى و.(٨) پوښتنه ترې وشوه چې آيا  مخ يې لكه د تورې په شان داسې ځليده؟ ويې ويل: نه، د تورې په شان نه بلكه مخ يې لكه د سپوږمۍ په شان ځليده. په بل روايت كې راځي چې مخ يې ګردى ؤ(٩) .

الرُبيع بنت معوذ (رضي الله عنها) وايي: د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مخ ته به دې چې وكتل تا به ويل لمر ته ګورم.(١٠)

جابر بن سمره (رضي الله عنه) وايي: يوه شپه مې چې سپوږمۍ بره راختلې وه رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته وكتل، بيا مې سپوږمۍ ته وكتل، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سرې جامې اغوستې وې، ومې كتل چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مې په سترګو كې له سپوږمۍ نه زيات ښكلى او ځليدونكى ښكاريده(١).

ابو هريره (رضي الله عنه) وايي: له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه زيات ښكلى شى مې ندى ليدلې، تا به ويل لمر يې په مخ كې شعلې وهي، څوك مې هم په تګ كې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه تيز ندى ليدلې، داسې به روان و تا به ويل لكه چې ځمكه يې تر پښو لاندې منډې وهي، مونږ به ورپسې ستړي شوو خو هغه به نه ستړى كيده.(٢)

كعب بن مالك (رضي الله عنه) وايي: د خوشالۍ په وخت كې به د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مخ داسې شعلې وهلې تا به ويل د سپوږمۍ ټوټه ده(٣).

يو ځل د عائشې (رضي الله عنها) په كور كې خولې شو، مبارك مخ يې داسې په ځلا شو چې عائشې (رضي الله عنها) يې په هكله د ابو كبير هذيلي دا شعر ووايه:

و اذا نظرت الى اسرة وجهه                   برقت كبرق العارض المتهلل(٤)

[چې د مخ ليكو ته يې وګورې نو داسې ځليږي لكه ځليدونكې وريځ چې د آسمان په څنډو كې ځليږي.] ابوبكر (رضي الله عنه) به چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته وكتل نو ويل به يې:

امين مصطفى بالخـير يدعو                كضوء البـدر زايله الظلام(٥)

[امين دى مصطفى (غوره شوى) د نيكۍ لور ته بلنه كوي، لكه د څوارلسم سپوږمۍ داسې ځليږي چې هيڅ تياره پكې نشته.]

عمر (رضي الله عنه) به يې په وصف کې د مثال په توګه د زهير هغه شعر وايه چې د هرم بن سنان په هكله يې ويلى و:

لوكنت من شئ سوى البشر                كنـت المضئ ليـلة البدر

[كه ته له بشر نه پرته  بل څه واى، نو پخپله رڼا به د څوارلسم سپوږمۍ په شان شپه رڼا كوله] بيا به يې ويل رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) همداسې ؤ١.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به چې په قهر شو مخ به يې رنګين شو تا به ويل په مخ يې د انار دانې ماتې شوې دي٢.

جابر بن سمره (رضي الله عنه) وايي: پوندې يې نرۍ وې، له تبسم نه لوړه خندا يې نكوله كه به مو ورته كتل ګمان به مو كاوه چې سترګې يې په رنجو تورې كړيدي پداسې حال كې چې په حقيقت كې به يې رانجه نه واستعمال كړي.(٣)

ابن عباس (رضي الله عنهما) وايي: د مخې د دواړو غاښونو تر مينځ يې كمه فاصله وه، خبرې به يې چې كولې تا به ويل د غاښونو له منځ نه يې نور راوځي٤.
ښكلې غاړه يې درلوده لكه سپين زر داسې به ځليده، ګڼ باڼه او ګڼه ږيره يې درلوده، ټنډه يې پراخه وه، وروځې يې سره وصل وې، لوړه پزه، او ګلالى مخ يې درلود. له ټټر نه تر نامه پورې يې ويښتان وو، دا ويښتان لكه د يوې څانګې په شان وو، په بدن يې نور ويښتان نه وو، يوازې مټې او اوږې يې له ويښتانو ډكې وې. سينه او خيټه يې برابره، پراخه سينه، غټ غټ بندونه او پلن لاسونه يې درلودل، مناسب قامت يې درلود، خيټه يې له لوږې نه ډيره وړه وه، پښې  يې له ځمكې نه لوړې وې (موزه پاى ؤ) اندامونه يې موزون او قوي وو، په ډيره تواضع او وقار به روان ؤ.(٥)

انس (رضي الله عنه) وايي: داسې ابريشمي او وريښمينه ټوټه مې نده ليدلې چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له لاسونو نه زياته نرمه وي، او نه مې دده (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د مبارك بدن د ښکلي بوى په شان خوشبويي ليدلې. په بل روايت كې راځي چې: داسې مشك او عنبر مې ندي بوى كړي چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د بدن له مبارک  بوى نه زياته خوشبويي ولري.(٦)

ابو جحيفه (رضي الله عنه) وايي: د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دواړه لاسونه مې ونيول په خپل مخ مې كيښودل ومې ليدل چې له واورې نه يخ او له مشكو نه زيات خوشبودار وو.(١)

جابر بن سمره (رضي الله عنه) وايي: د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خولې له ټولو عطرو نه زياتې خوشبوداره وې. جابر (رضي الله عنه) وايي: زه ماشوم وم، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مې غومبوري ته لاس راووړ، د شقفت لاس يې پرې راكاږه، ومې وليدل چې مبارك لاسونه يې  يخ او داسې خوشبودار وو تا به ويل همدا اوس يې د عطار له خلتې  نه را ايستلي دي.(٢)

انس وايي: خولې يې لكه ملغرلې داسې وې .ام سليم (رضي الله عنها) وايي: د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د مطهر بدن ښکلى بوى يا خولې له غوره عطرو نه هم غوره وې٣.

جابر (رضي الله عنه) وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به چې په كومه لاره لاړ، كه بل څوك به په همدې لاره لاړل، نو د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له مبارك بوى نه به پدې پوهيده چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په همدې لاره تللى دى يعنى دد ه له خوشبويۍ نه پدې پوهيده چې هغه پدې لاره تللى دى، دده خوشبويې او يا دده د خولو خوشبويي به د دوى د لارې رهنما وه.(٤)

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د دواړو اوږو تر منځ د كوترې د هګۍ په اندازه د نبوت مهر لګيدلى ؤ رنګ يې د مبارك بدن د رنګ په شان ؤ، د چپې اوږې خوا ته پدې نرم هډوكي ؤ، او د نخود په اندازه دانې غوندې ورباندې ښكاريدلې٥.

—–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د