الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – (۸۳مه برخه)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

غوره اخلاق او روحاني كمال

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د بې ساري فصاحت او بلاغت خاوند و.ْ سليسې، روانې، لنډې، با معنى او بې تكلفه خبرې يې ځانګړتيا وه.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته جوامع الكلم و الحكم وركړل شوى و، يعنې د داسې بياني كمال در لودونكى و چې زيات مفاهيم به يې په ډيرو لنډو ټكو كې بيانول او د ډير زيات حكمت او كمال خاوند ؤ.

د عربانو په مختلفو لهجو ښه پوهيده او له هرې قبيلې سره به يې به د همغې قبيلې پخپله لهجه خبرې كولې، په حاضر جوابۍ كې لكه د كوچيانو (بانډه والو) په شان ؤ، د كلماتو په نظم، غوراوي او استعمال كې لكه د ښار اوسيدونكى داسې و.ْ په الهي مرستې سره چې د وحي په صورت كې ورته راتله د زيات حلم، حوصلې، مهربانۍ او بښنې خاوند ؤ د قدرت په وخت كې عفوه، د مشكلاتو په وړاندې صبر او مقاومت هغه صفتونه وو چې الله تعالى ور باندې لورولي وو. انسان كه هر څومره حليم او برده بار شي خو بيا هم كله نا كله له سختۍ نه كار اخلي، خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) داسې حليم ؤ چې كه هر څومره به اذيت او زيان به ورواوښت د صبر او حوصلې لمن يې نه پريښوده، د هر جاهل په وړاندې يې له حلم نه كار اخيست.

عائشه (رضي الله عنها) وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به که د دوو كارونو تر مينځ د اختيار او واك حق درلود، نو هغه كار به يې غوره كاوه چې آسانه  به ؤ، خو دا په هغه صورت كې  چې آسانه كار به ګناه نه وه، ځكه هغه ( صلى الله عليه وسلم) له ګناه نه  تر ټولو زيات پاك او ليرې  ؤ. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) كله هم خپل انتقام له چا نه ندى اخيستى، خو د شريعت مخالفت يې نه شواى زغملى، او پدې صورت كې به يې د الله لپاره انتقام اخيست(١). هغه له قهر نه ډير ليرې، رضا او نرمۍ ته ډير نژدې ؤ.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له ټولو نه زيات سخي او كريم ؤ، داسې بخششونه به يې وركول تا به ويل لكه چې له فقر نه بالكل ويره نلري. ابن عباس (رضي الله عنهما) وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له ټولو نه زيات سخي و، په رمضان كې به چې جبريل ورته راته سخاوت يې نور هم زياتيده. د رمضان په مياشت كې به هره شپه جبريل ورته راته قرآنكريم به يې ورته تلاوت كاوه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د خير او نيكۍ په كارونو كې د سهار له نسيم نه زيات مهربانه لطيف او خوځنده ؤ. ١)

جابر (رضي الله عنه) وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هيڅكله هم د چا د سوال په ځواب كې (لا) نه ندي ويلي.(٢)

په شجاعت، له نورو سره مرسته، همكارۍ او تعاون كې سارى نلري. د عمل په ډګر كې  يې په اثبات رسولې چې له هر چا نه د زيات غيرت او شجاعت خاوند و، پداسې مواقعو كې يې مقاومت كړى چې بل چا هلته د مقاومت وس نه درلود، په ډيرو سختو حالاتو او شيبو كې به د غره په شان په ځاى ولاړ ؤ، نه يوازې په شا تګ به يې نه كاوه بلكه مخ په وړاندې به روان ؤ. داسې قهرمان او پهلوان به نه وي چې يو او يا څو ځله يې له ميدان نه عقب نشيني نه وي كړې، خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پخپل ژوند كې عقب نشيني او په شا تګ ندى كړى. علي (رضي الله عنه) وايي: كله به چې جګړه ښه ګرمه شوه، سترګې به سرې شوې، مونږ به د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خوا ته ورتلو او دده په حمايت كې به مو ځانونه ساتل، هيڅوك به هم له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه دښمن ته زيات ورلنډ نه ؤ. (٣)

انس (رضي الله عنه) وايي: يوه شپه د مدينې خلكو د خطر احساس وكړ، غږ يې تر غوږو شو، يوه ډله خلك په غږ پسې ووتل، د لارې په اوږدو كې يې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وليد چې بيرته را روان دى، د ابو طلحه په شا توري آس سپور دى، له ټولو نه مخكې په هغه غږ پسې وروتلى ؤ، توره يې په غاړه كې پرته وه او فرمايل يې: ((مه ويريږئ، مه ويريږئ)). (٤)

په حيا او چشم پوشۍ كې له ټولو نه لوړ او مخكې ؤ، ابو سعيد خدري (رضي الله عنه) وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له مستورې پيغلې نه زياته حيا درلوده. له كوم شي نه به يې چې نفرت كيده او بد به يې ورنه راغلل نو د كراهت نښانې به يې په مخ  كې ښكاره كيدلې.(٥)

چا ته به يې مخامخ ډير نه كتل، بلكه مباركې سترګې به يې يوې او بلې خوا ته اړولې، ځمكې ته به يې له آسمان نه ډير كتل، ډير غور، تدبر او تفكر به يې كاوه، كوم څه به چې د چا نه خوښيدل هغه به يې نه يادول، چا ته به يې چې نصيحت كاوه او يا به يې چې د چا عيب بياناوه، نو نوم به يې نه ورته اخيست بلكه ويل به يې: د هغه چا حال به څه وي چې داسې او هسې كارونه كوي. د فرزذق د لانديني قول تر ټولو غوره مصداق و:

يغضي حياء و يغضى من مهابته                     فـلا يكلـم الا حين يبتسم

[خپلې سترګې له حيا نه پټوي پداسې حال كې چې له هيبت نه يې د نورو سترګې پټيږي، يوازې هغه وخت خبرې ورسره كيږي چې په شونډو يې تبسم وي.]

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د زيات عدل، عفت، صدق، امانت او استقامت درلودونكى ؤ.

دښمنان له دوستانو نه مخكې دده په امانت، صداقت او عفت اعتراف كوي، له اسلام نه مخكې په امين مشهور شوى ؤ ټولو به خپل امانتونه له ده سره ايښودل. او ټولو به د حكم په  توګه مراجعه ورته كوله.

امام ترمذي روايت كوي چې ابو جهل رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته وويل: مونږ تا دروغجن نه شميرو بلكه دا څه دې چې راوړي هغه دروغ بولو، همدا وه چې الله تعالى دا آيت نازل كړ(١):

((فَإِنَّهُمْ لا يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ)) (الانعام: ٣٣)  [هغوى تا دروغجن نه ګڼي بلكه دا ظالمان د الله آيتونه نه مني.]

هرقل (هيراكليوس) له ابوسفيان نه پوښتنه وكړه: آيا تاسو له محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه مخكې لدينه چې د نبوت دعوه وكړي دروغ اوريدلي؟ ابو سفيان ځواب وركړ: نه.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ډير متواضع او بې كبره شخص و، دا يې نه خوښيدل چې خلك لكه د شاهانو په شان معامله ورسره وكړي او ورته پورته شي. د فقيرانو پوښتنه به يې كوله، مرسته به يې ورسره كوله، د غلامانو دعوت او بلنه به يې قبلوله او د اصحابو (رضي الله عنهم) په مينځ كې به د عادي شخص په توګه ناست ؤ.

عائشه (رضي الله عنها) وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به خپلې (پڼې) بوټونه پخپله ګنډل (پيوندول)، جامې به يې هم ګنډلې او پيوندولې، پخپل كور كې به يې پخپل لاس كار كاوه. هغه لكه د نورو انسانانو په شان يو انسان و، جامې  به يې ګنډلې، ميږې به يې لوشلې او خپل خدمت به يې پخپله كاوه.(١)

حضرت نبي (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ډير  با وفا، د زيات صله رحم خاوند، مشفق، مهربانه او رحيم انسان ؤ له هر چا نه په غوره اخلاقو كې وړاندې ؤ. بده خبره يې نده كړې، په چا يې لعنت ندى ويلى په بازار كې يې هم غالمغال ندى جوړ كړى. په هره نيكۍ كې د كمال درجې ته رسيدلې ؤ. د بدۍ ځواب يې په بدۍ نه ورکاوه، تل به يې نورو ته عفوه، بښنه كوله، دا يې هم نه ؤ خوښ چې نور خلك دې شا ته ورپسې روان وي. په خوراك، جامه او پوښاك كې به يې د خپل ځان او غلامانو تر مينځ توپير نه كاوه، اوف قدرې يې هم نه ويل. د غلام او خادم كارونه به يې هم پخپله كول، كله يې هم خادم او غلام ته سخته خبره نده كړې ورباندې په غوسه شوى ندى، په تقصير يې رټلى ندى. مسكينان يې خوښيدل ناسته ولاړه يې ورسره درلوده، جنازې ته به يې حاضريده، او فقيرانو ته يې په كمه سترګه نه كتل.

يو ځل رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د يوه سفر په دوران كې امر وكړ چې يو پسه دې حلال او پوخ شي! يو كس پسه راونيو ذبح كاوه يې، بل د پخولو بند و بست وكړ، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏وعلي جمع الحطب‏)‏، فقالوا‏:‏ نحن نكفيك‏.‏ فقال‏:‏ ‏(‏قد علمت أنكم تكفوني ولكني أكره أن أتميز عليكم، فإن الله يكره من عبده أن يراه متميزاً بين أصحابه‏)‏، وقام وجمع الحطب‏.‏  زه به خس او خاشاك راټول كړم. اصحابو (رضي الله عنهم) ورته وويل: مونږ يې ستا په ځاى راټولوو. ده ورته وفرمايل: زه پوهيږم چې تاسې زما په عوض دا كار كوئ، خو زه دا نه خوښوم، چې ځانته دا امتياز وركړم، ځكه الله تعالى دا نه خوښوي چې يو بنده دې د نورو په مينځ كې ځانته په امتياز قايل وي. دا يې وفرمايل پاڅيد او خس يې راټول كړل.(٢)

غوره به وي دلته د هند بن ابي هاله له خولې نه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) صفت واورو:

هغې به ويل: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به هميشه غمګين ښكاريده، ډير تفكر او تدبر به يې كاوه، څه خاص آسايش او سهوليات يې نه درلودل، بې ضرورته به يې خبرې نه كولې، زيات به خاموش ؤ، خبره به يې چې پيل كړه پاى ته به يې رسوله، بې تكلفه خبرې به يې كولې، خوله به يې دې خوا اخوا نه كوله زيات مفاهيم به يې په لنډو ټكو كې بيانول، خبره به يې مكمله او بشپړه وه، ډير نرم او شيرين ؤ، بدخويه او سخت معامله نه ؤ. نعمت به كه هر څومره وړوكى و لوى يې شميره. د هيڅ شي (خوراك) يې بد نه ګڼل، څه به يې چې خوړل نه به يې ستايل او نه به يې بدي بيانوله، كه به حق تر پښو لاندې شو دومره به په غوسه شو چې هيڅوك يې مخې ته نه شوى دريدلاى. د حق لپاره به يې انتقام اخيست، د خپل ځان لپاره نه په غوسه كيده او نه يې شخصي انتقام اخيست.

اشاره به يې چې كوله نو په ټول لاس سره به يې كوله د تعجب په وخت كې به يې مخ بلې خوا ته اړاوه كه به خوشاله و نو سترګې به يې ښكته وې، خندا يې يوازې تبسم وه، او غاښونه به يې لكه ملغلرې داسې ځليدل.

يوازې هغه خبرې به يې كولې چې ضروري به وې، اصحاب به يې سره يو كول، نه دا چې هغوى سره بيل او تيت كړي. د هر قوم مشر ته به يې د مشر په سترګه كتل او هغه به يې د خپل قوم مسوول ټاكه. ځان به يې د نورو له شر نه محفوظ ساته. د خپلو اصحابو (رضي الله عنهم) خوښه به يې مراعاتوله، د خلكو د حالاتو په هكله به يې له خلكو نه پوښتنې كولي، تل به يې له اعتدال نه كار اخيست او اختلاف يې نه كاوه. ددې له امله چې نور څوك غفلت ونكړي د هيڅ غفلت اجازه يې نه وركوله، د هر ډول حالاتو د مقابلې لپاره پوره تيار ؤ د حق په لار كې يې هيڅ كوتاهي نه كوله او د نورو په حق يې كله هم تجاوز ندى كړى.

ملګرى يې هغه ؤ چې غوره خير غوښتونكى به ؤ، د نورو غمخور او مرستندوى دده په وړاندې ډير محترم او د لوړ مقام خاوند و. تل به يې د الله ذكر كاوه د ځان لپاره يې ځانګړى ځاى نه و غوره كړى، مجلس ته به چې ورغى هلته به كيناست چيرته به چې ځاى خالي ؤ، او همدا يې  امر هم ؤ. ټولو ته يې په يوه سترګه كتل د هر چا د حقوقو رعايت يې كاوه چا به چې د ضرورت په وخت كې كيناوه، او يا به يې ودراوه نو تر هغې پورې به ورسره ناست او يا ولاړ ؤ تر څو به د هغه ضرورت رفع شو، د هغه سوال ته به يې په پوره صبر غوږ نيوه او په ډيره ښه طريقه به يې ځواب وركاوه. اصحاب (رضي الله عنهم) نورو سترګې يې په وړاندې برابر وو، هغه ډير ورته نژدى ؤ چې د زياتې تقوى درلودونكى به ؤ، مجلس يې د حلم، صبر، حيا، امانت او صداقت مجلس ؤ، هلته به غالمغال نه ؤ، يو له بل سره به همكاري او نرمي كيدله. د لوى او مشر درناوى به كيده او په فقير او محتاج به رحم كيده، د بې وسه لاس نيوى به كيده. تل به خوښ و، خوش اخلاقه او مهربانه ؤ، هيڅ بدخويه، بدګفتاره، سخت زړى او غالمغالي نه ؤ، له دريو شيانو نه يې ځان پاك ساتلى ؤ : له ريا نه، بل له زيات خوراك، زياتو خبرو، او دريم له بې هدفه كار نه.

د چا بدي يې نه بيانوله، بد يې نه ورته ويل، عيبونه يې نه پسې راپلټل، بې ثوابه خبره يې نه كوله، خبرې به يې چې كولې د مجلس ملګري به يې ټول متوجه كيدل غوږ به يې ورته نيوه، خبره به يې نه اخلالوله، بل چا به چې خبره ورته كوله غوږ به يې ورته ايښود او تر هغې پورې به چوپ ؤ تر څو به د هغه خبره خلاصه شوه. د خندا په خبره به يې خندل د تعجب په وخت كې به يې تعجب كاوه د نورو د نامناسبې خبرې په مقابل كې به يې له زغم او صبر نه كار اخيست. فرمايل به يې: د حاجتمند حاجت پوره كړئ. د نيكۍ په بدل كې به يې له چا نه د شكرانې تمه نه كوله.(1)

خارجه بن زيد (رضي الله عنه) وايي: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له ټولو نه د زيات وقار درلودونكى ؤ، په آسانۍ او بې ضرورته به يې خبره نه كوله. زياتره به خاموش ؤ، د نا مناسبې خبرې په اوريدو سره به يې مخ ګرزاوه. خندا يې د تبسم تر حده وه. خبرې يې په اندازه برابرې وې، نه به يې زياتې كولې او نه له حده كمې، دده په وړاندې به اصحابو (رضي الله عنهم) هم يوازې تبسم كاوه، او دده په درناوي كې به يې په زوره نه خندل٢.

لنډه دا چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هغه كامل انسان ؤ چې مثال نه لري، الله تعالى هغه ته ادب وركړى ؤ او الله تعالى د هغه د غوره او لوړو اخلاقو په اړه فرمايي: ((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ)) (القلم: 4)    [ ته د لويو اخلاقو خاوند يې.]

همدا د كمال صفات او ځانګړتياوې وې چې خلك يې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره نژدې كړي وو، د همدې صفاتو له بركته يې د هر چا په زړه كې ځاى او لوړ مقام درلود. د همدې غوره اخلاقو په وجه هغه داسې يو رهبر ؤ چې زړونه ورپورې تړلي وو، د همدې كمالاتو په سبب هغه خپل مغرور، خود خواه او سركش قوم د ځان كړ، او همغه جاهل خلك داسې شول چې ډله ډله د الله تعالى په دين مشرفيدل او اسلام ته يې غاړه ايښودله.

دا صفتونه مو چې ياد كړل دا د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د كمالانو او غوره اخلاقو يوه ډيره كوچنۍ نمونه ده، د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په عظمت او حقيقت پوهيدل او د هغه بيانول يو ناممكن كار دى. د داسې يو انسان صفت به څوك وكړاى شي چې اخلاق يې قرآن كريم وي. بيشكه چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د عظمت  حقيقت بيانول د چا له وسه ندي پوره.

اللهم صل على سيدنا محمد و على آل سيدنا محمد كما صليت على سيدنا ابراهيم و على آل سيدنا ابراهيم انك حميد مجيد. اللهم بارك على سيدنا محمد و على آل سيدنا محمد كما باركت على سيدنا ابراهيم و على آل سيدنا ابراهيم انك حميد مجيد.

سلطان محمود صلاح
پيښور – حيات آباد
1/7/ 2002م =10 /4/ 1381 ه ش

د مراجعې پاى
د جمعې ورځ 4/8/ 2006 م.

د کتاب مراجع

1.    اخبار الکرام باخبار المسجد الحرام، شهاب الدين احمد بن محمد الاسدي المکي (١٩٦٦هـ) المطبعۍ ا لسلفيۍ بنارس الهند ١٣٩٦هـ/١٩٧٦م.
2.    الادب المفرد، محمد بن اسماعيل البخاري (٢٥٦هـ) طبع استنابول ١٣٠٤هـ.
3.    الاعلام، خير الدين الزرکلي. الطبعۍ الثانيۍ القاهرۍ ١٩٤٥م.
4.    البدايۍ والنهايۍ، اسماعيل بن کثير الدمشقي مطبعۍ السعادۍ مصر ١٩٣٢م.
5.    بلوغ المرام من ادلۍ الاحکام، احمد بن حجر العسقلاني (٧٧٣_٨٥٢هـ) المطبع القيومي کانفور الهند١٣٢٣ هـ.
6.    تاريخ ارض القرآن، السيد سليمان الندوي (١٣٧٣ هـ) معارف پريس اعظم کده، الهند ١٩٥٥م (الطبعۍ الرابعۍ).
7.    تاريخ اسلام، شاه اکبر خان نجيب آبادي مکتبۍ رحمت يوبند يوبي الهند.
8.    تاريخ الامم و الملوک، ابن جرير الطبري المطبعۍ الحسينيۍ المصريۍ.
9.    تاريخ عمر بن الخطاب، ابو الفرج عبدالرحمن بن الجوزي مطبعۍ التوفيق الادبيۍ بمصر.
10.    تحفۍ الاحوذي، ابو العلى عبدالرحمن المارکفوري (١٣٣٥هـ_١٩٣٥م) جيد برقي پريس دهلي الهند ١٣٤٦_١٣٥٣هـ.
11.    تفسير ابن کثير، اسماعيل بن کثير الدمشقي دار الاندلس بيروت.
12.    تفهيم القرآن، الاستاذ السيد ابو الاعلى المودودي ، مرکزي مکتبۍ جماعت اسلامي الهند.
13.    تلقيح فهوم الاثر، ابو الفرج عبد الرحمن بن الجوزي (٥٩٧ هـ) جيد برقي پريس دهلي الهند.
14.    جامع الترمذي ، ابو عيسى محمد بن عيسى بن سورۍ الترمذي (٢٠٩_٢٧٩هـ) المکتبۍ الرشيديۍ دهلي الهند.
15.    الجهاد في الاسلام، (اردو)، الاستاذ السيد ابو الاعلى المودودي، اسلامک پبليکشنز لميتد لاهور باکستان.
16.    خلاصۍ السير، محب الدين  ابو جعفر احمد بن عبدالله الطبري ٦٧٤هـ دهلي پرنټنګ پريس دهلي الهند ١٣٤٣هـ.
17.    رحمۍ للعالمين، محمد سليمان المنصور فوري (م ١٩٣٠م) حنيف بک ډيپو دهلي .
18.    رسول اکرم کي سياسي زندګي (اردو) الدکتور حميد ال،له پاريس سالم کمپني ديوبنديو_ بي الهند ١٩٦٣م.
19.    الروض الانف، ابو القاسم عبد الرحمن بن عبد الله السهيلي (٥٠٨- ٥٨١ هـ) المطبعۍ الجماليۍ بمصر ١٣٣٢هـ_١٩١٤م.
20.    زاد المعاد، شمس الدين ابو عبد الله محمد بن بکر بن ايوب المعروف بابن القيم (٦٩١_ ٧٥١) المطبعۍ المصريۍ الطبعۍ الاولى ١٣٤٧_ ١٩٢٨م.
21.    سفر التکوين.
22.    سنن ابن ماجۍ، ابو عبد الله محمد بن يزيد بن ماجۍ القزويني، (٢٠٩_٢٧٣هـ).
23.    سنن ابي داړد، ابو داړد سليمان بن الاشعث السجستاني (٢٠٢_٢٧٥هـ) ج ا المطبع المجيدي کانفور الهند ١٣٧٥هـ ، ٢ المکتبۍ الرحيميۍ ديوبند يو بي الهند.
24.     سنن النسائي، ابو عبدالرحمن احمد بن شعيب النسائي (٢١٥_٣٠٣ هـ) المکتبۍ السلفيۍ  لاهور باکستان.
25.    السيرۍ الحلبيۍ، ابن برهان الدين.
26.    السيرۍ النبويۍ، ابو محمد عبدالملک بن هشام بن ايوب الحميري، ٢١٣ او ٢١٨هـ) شرکۍ مکتبۍ و مطبعۍ مصطفى البابي الحلبي و اولاده بمصر المطبعۍ الثانيۍ ١٣٧٥ هـ_١٩٥٥م.
27.     شرح شذور الذهب، ابو محمد عبد الله جمال الدين بن يوسف المعروف بابن هشام الانصاري (٧٠٨_٧٦١) مطبعۍ السعادۍ بمصر.
28.     شرح صحيح مسلم، ابو زکريا محيي الدين يحيى بن شرف النووي (٦٧٦ هـ) المکتبۍ الرشيديۍ دهلي الهند ١٣٧٦هـ.
29.     شرح المواهب اللدنيۍ، الزرقاني نسخۍ عتيقۍ مخرومۍ الاوائل.
30.     الشفا بتعريف حقوق المصطفى، القاضي عياض، مطبعۍ عثمانيۍ استانبول ١٣١٢هـ.
31.    صحيح البخاري، محمد بن اسماعيل البخاري (٢٥٦ هـ) المکتبۍ الرحيميۍ (ديوبند الهند) ١٣٨٤ _١٣٨٧هـ).
32.     صحيح مسلم، مسلم بن الحجاج القشيري المکتبۍ الرشيديۍ دهلي الهند ١٣٧٦هـ.
33.    صحيفۍ حبقوق.
34.     صلح الحديبيۍ، محمد احمد باشميل (الطبعۍ الثانيۍ) دار الفکر ١٣٩١هـ _١٩٧١م.
35.    الطبقات الکبرى، محمد بن سعد مطبعۍ بريل ليدن ١٣٢٢ هـ.
36.    عون المعبود شرح ابي داړد، ابو الطيب شمس الحق العظيم آبادي (الطبعۍ الاولى الهنديۍ).
37.     غزوۍ احد، محمد احمد باشميل (الطبعۍ الثانيۍ).
38.     غزوۍ بدر الکبرى، محمد احمد باشميل (الطبعۍ الثانيۍ) ١٣٧٦   هـ _ ١٩٧٦م.
39.     غزوۍ خيبر، محمد احمد باشميل (الطبعۍ الثانيۍ) دار الفکر ١٣٩١_١٩٧١.
40.     غزوۍ بني قريظۍ، محمد احمد باشميل (الطبعۍ الاولى ) ١٣٧٦ هـ_١٩٦٦م.
41.    فتح الباري، احمد بن علي بن حجر العسقلاني (٧٧٣_٨٥٢) المطبعۍ السلفيۍ و مکتبتها الروضۍ  القاهرۍ.
42.     فقه السيرۍ، محمد الغزالي، دار الکتاب العربي بمصر الطبعۍ الثانيۍ ١٣٧٥ هـ =١٩٥٥م.
43.     في ظلال القرآن، سيد قطب، دار احياء العربي بيروت لبنان الطبعۍ الثالثۍ.
44.     القرآن الکريم.
45.     قلب جزيرۍ العرب،  فړاد حمزۍ ، المطبعۍ السلفيۍ و مکتبتها، الروضۍ بمصر١٣٥٢ هـ _١٩٢٣م.
46.    ما ذا خسر العالم بانحطاط المسلمين، السيد ابو الحسن علي الحسني الندوي، الطبعۍ الرابعۍ مکتبۍ دار العروبۍ القاهرۍ ١٣٨١ هـ _١٩٦١م.
47.    محاضرات تاريخ الامم الاسلاميۍ، الشيخ محمد الخضري بک، المکتبۍ التجاريۍ الکبرى بمصر، الطبعۍ الثامنۍ ١٣٨٢ هـ.
48.     مختصر سيرۍ الرسول، شيخ الاسلام محمد بن عبد الوهاب التميمي النجدي (م ١٢٦٠) مطبعۍ السنۍ المحمديۍ القاهرۍ الطبعۍ الاولى ١٣٧٥ هـ _١٩٥٦م.
49.    مختصر سيرۍ  الرسول، الشيخ عبد الله بن محمد النجدي آل الشيخ (م بمصر ١٢٤٢هـ
50.     مدارک التنزيل، النسفي.
51.     مرقاۍ المفاتيح ج٢، الشيخ ابو الحسن عبيد الله الرحماني المبارکفوري نامي پريس لکنهو الهند ١٣٧٨ هـ _١٩٥٨م.
52.    مروج الذهب، ابو الحسن علي المسعودي مطبعۍ الشرق الاسلاميۍ القاهرۍ.
53.     المستدرک، ابو عبد الله محمد الحاکم النيسابوري دائرۍ المعارف العثمانيۍ حيدر آباد الهند.
54.     مسند احمد، الامام احمد بن محمد حنبل الشيباني ٢٦٤ هـ.
55.     مسند الدارمي، ابو محمد عبد الله بن عبد الرحمن الدارمي ١٨١_ ٢٥٥ هـ.
56.     معجم البلدان ، ياقوت الحموي.
57.    مشکاۍ المصابيح، ولي الدين محمد بن عبد الله التبريزي، المکتبۍ الرحيميۍ ديوبند يوبي الهند.
58.    المواهب اللدنيۍ، القسطلاني المطبعۍ الشرفيۍ ١٣٣٦ هـ، ١٩٠٧م.
59.     موطا الامام مالک، الامام مالک بن انس الاصبحي (م١٦٩هـ) المکتبۍ الرحيميۍ ديوبند يوبي الهند.
60.    وفاء الوفا، علي بن احمد السمهودي

—–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto