نړۍ

کرم ایجنسی: د جمعیت علماء اسلام په جلسه کي د چاودني له کبله 62 کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

نن ټکی آسیا: د کرم ایجنسی په سیواک نومي سیمه کي د جمعیت علماء اسلام (فضل الرحمن) پر یوه انتخابي جلسې باندي چاودنه شوې چي له کبله یې 12 تنه مړه او پنځوس نور ټپیان شوي دي، چي په هغو کي هم لږ تر لږه د لسو کانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

جلسه د جمعیت علماء اسلام (فضل الرحمن) د دوو کاندیدانو (عین الدین شاکر او منیر اورکزي) له خوا جوړه شوې وه، چي په یو محلي مدرسه کي ورته په زرګونو کسانو را ټول شوي وه، او چاودنه هم د جلسې سټیج ته نیژدې شوې، چي له کبله یې ویل کیږي دی منیر اورکزی د خپل باډی ساتونکو په ګډون ټپي دی، او عین الدین شاکر ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

باید وویل شي چي په دې ورځو کی د پاکستان په سرتاسري کی د راتلونکو ټاکنو لپاره د مختلفو ګوندونو تر منځ سیالي روانه ده، او هر ګوند کوشش کوی چي د پارلمان زیات سیټونه تر لاسه کړي، او ورسره په عین وخت کي بی امنیتي هم زیاته شوې، او په انتخابي جلسو او دفترونو باندي وخت نا وخته چاودني او ډزي کیږي، چي له کبله یې په سیاسي او عوامي حلقو کي ویره را پارولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x