fbpx

امریکا د زوال پر لور – پنځمه برخه

ژباړه : ميوند محمد جمال

پنځم لامل : د ماشومانو په پیدائښت كې تر خطرناکه حده کمی :

په امریکا كې کال په کال ابادی په کمیدو ده چې د امریکایی پوهانو او مفکرینو په نظر دا ډيره د خفګان او پام وړ خبره ده.

ټول غرب د مالټس نظریی وهلی دی ځکه دوی د ځمكې او غذا د کمیدو د احمقانه ویری له امله د ماشومانو د پیدائښت فیصدی د لیونتوب تر حده کمه کړی ده.

څرنګه چې امریکا د غرب سرخیله ده نو نن ورځ امریکا د خپلو کارونو  د سرته رسولو لپاره د دومره مشکلاتو سره لاس او ګریوان ده ، امریکا په خپل هیواد كې دمره څوک نلری چې په حکومتی او یا هم شخصی ادارو كې کار وکړی له دی امله د امریکا حکومت هر کال نورو ملکونو ته ویزی ور لیږی (اوس خو د اوباما حکومت اعلان هم کړی چې هلته میشت سل لکه غیر قانونی کسانو ته ویزی ورکړی ).

په امریکا كې د ځوانانو طبقه ورځ په ورځ کمیږی او حال دا چې هلته اوس د ډير عمر لرونكې تعداد مخ په زیاتیدو دی.

د هارورډ يوهنتون  په نولس سوه اته اتیا كې یوه څیړنیزه مقاله خپره کړی وه چې په هغی كې راغلی ول :

د چاپان او اروپا تر څنګ به په امریکا كې هم په را روانو دریو لسیزو كې د مزدورانو په تعداد كې تر حیرانیدونكې حده کمي پیدا شی.

د دوه زره یو، یوه څیړنیز راپور له مخی په بریطانیا كې د مسلمانانو تعداد شپيته لکه وه.

د ریپپلک ګوند غړی چې د ریاست جمهوری لپاره نوماند هم وه او د تیرو دریو رئیس جمهورانو مشاور پیټرک جی بکانن هم د امریکایانو د نفوس د کمښت او د مسلمانانو د ډیرښت او زیاتوالی اندیښنه ښودلی ده، هغه په خپل کتاب: (د غرب مرګ) كې د نفوسو د احوالو په باره كې لیکلی:

امریکا په داسې حالاتو كې خپل مرګ ته په خپل لاس بلنه ورکوی .

بکانن په خپل کتاب كې په ډيره جدی توګه د امریکا حکومت او خلکو څخه غوښتنه کړی ده چې هغوی خپل نفوس زیات کړی ځکه دا د دوی (امریکایانو) د بقاء خبره ده، د لا نورو معلوماتو لپاره زمونږ د کتاب اوله (۱) ضمیمه وګوری .

د امریکا او اروپا ډير سیاستمداران او مفکرین د دی ډيره زیاته ویره ښودلی چې که چېرته په اروپا او امریکا كې د ځایی خلکو د نفوس همدا حال وی او مسلمانان ورخ به ورخ ډيریږی ، نو هغه ورخ لری نه ده چې په امریکا او اروپا كې به ډير ښارونه د مسلمانانو په ښارونو بدل شی .

په اروپایی هیوادونو كې د مسلمانانو له ډلی د مخكې څخه وزیران ټاکل شوی دی چې ښه مثال یی په فرانسه كې د مسلماني ښځينه وزیری راشده ټاکل دی  همداسې د بریطانیا د وزیر اعظم په کابینه كې هم د اول ځل لپاره یو مسلمان شاهد ملک د انصاف وزیر ټاکلی دی .
د جنګ ورځپاڼه  ۲۰۰۸ / ۱۰ / ۶ ،، . نوائي وقت ورځپاڼه ۲۰۰۷/۵/۲۱ .

په امریکا كې هم  یو مسلمان جنرال ابي زید په یوه لوړه فوځي چوكې  ټاکل شوی دی او هغه ورځ لری نه ده چې هلته یوه ورځ مسلمان وزیر وټاکل شی او دا لړی به همداسې مخ په زیاتیدو وی.

په امریکا کې د ماشومانو د زیږېدني کچه کال په کال ټیټیږي.

په امریکا کې د ماشومانو د زیږېدني کچه کال په کال ټیټیږي.

د امریکا اوسنی تور پوستي رئیس جمهور بارک جسین اوباما هم د یوه مسمان پلار ځوی دی ، که هر څه وی خو دا یو حقیقت دی چې کله د بارک اوباما پلار په خپل ځوی دغه نوم كېښوده نو كېدای شی چې تر یوه وخته به بارک اوباما هم مسلمان پاتی شوی وی، او وروسته بیا مرتد شوی .

په امریکا كې چې د لومړی ځل لپاره خلکو د بارک حسین اوباما نوم واوریده نو ډیرو بیا دا پوښتنه کوله چې دا څه رقم نوم دی ځکه د عیسیانو نومونه داسې نه وی.

كېدای شی ډيری خلک په دی نه وی خبر چې د امریکا په قانون كې د دی بندیز نشته چې یو مسلمان پاچاه شی، خو تر اوسه چې په امریکا كې د مسلمان خوه خپل ځایی چې د هغه خایی د تور پوستو سره کوم تعصب او ظلم کړی دی كېدای شی د تاریخ په پاڼو كې د مره وحشت او ظلم نه وی ذکر شوی .

د امریکا په پارلمان كې د دیموکرات ګوند غړی(كېت الیسن ماوریس) هم شتون لری چې هغه د عیسویت نه توبه ویستی او مسلمان شوی دی او هغه خپل قسم د بائیبل پر ځایی په قران کریم وخوړ او په دوه زره اتم میلادیز کال كې هغه د حج فریضه هم ادا کړه.

د سعودی دحج او عمری مجله : حج او عمره د ۲۰۰۸ کال د حج د میاشت ګڼه.

د امریکا په حکومتی ادارو كې حتی چې د دفاع په وزارت كې هم نن ورځ ډير مسلمانان کار کوی ، همداسې په شخصی فابریکو او شرکتونو كې د نړی د هر ځایی څخه راغلی ډيری مسلمانان شته دی چې هلته کار کوی.

د انسان کوښښونه كېدای شی کله نا کله د ناکامي مخ و وینی خو د فطرت غلی او چپ کارونه خپل نښان او چاپ پریدی.

نور بیا…

یادونه: پورته لیکنه – امریکا د زوال په لور – په اصل کې د رضي الدین سید په نامه لیکوال د کتاب ژباړه ده، نوموړي دغه کتاب په ۲۰۱۱ کې لیکلی وو، په کتاب کې ورکړل شوي حوالې او معلومات د هغه وخت دي، چې اوس تر پخوا ښه روښانه او ډیر شوي دي. په کتاب کې د امریکا د زوال ټول اوه لوی لاملونه لیکل شوي، چې هره ورځ به یې یو نشر ته سپارل کیږي خو که دا لیکني ولوستل شي، کیدای شي لوستونکي د امریکا د زول ډیرو نورو لاملونو ته هم متوجي شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د