دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت (څلور شپېتمه برخه)

م. محمد نعیم

حورې به له خپلو خاوندانو سره ډېر ښه چلن کوی، کومې مېرمنې چې خپل خاوندان په دنیا کې ځوروی، جنجالونه ور سره کوی، حورې ښېراوې ورته کوی، په دې اړه داسې روایت راغلی: ( عَنْ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ عَنْ النَّبِیِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَا تُؤْذِی امْرَأَهٌ زَوْجَهَا فِی الدُّنْیَا إِلَّا قَالَتْ زَوْجَتُهُ مِنْ الْحُورِ الْعِینِ لَا تُؤْذِیهِ قَاتَلَکِ اللَّهُ فَإِنَّمَا هُوَ عِنْدَکِ دَخِیلٌ یُوشِکُ أَنْ یُفَارِقَکِ إِلَیْنَا ) [۱] ژباړه: له حضرت معاذ بن جبل رضی الله عنه څخه، او هغه له نبی کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې ویې فرمایل: یوه مېرمن هېڅکله په دنیا کې خپل خاوند ته ضرر نه رسوی، مګر دا چې حوره مېرمن یې وایی: ضرر مه ورته رسوه – الله دې تباه کړه – بېشکه چې دا له تا سره میلمه دی، زر ده چې له تا به مونږ ته را جلا شی.

په دې حدیث کې که له یوې خوا مومنانو ته زیری دی، خو له بلې خوا هغو بدخویه او تند خویه مېرمنو ته وعید دی چې د خپلو خاوندانو اطاعت نه کوی، له خاوندان وسره جنجالونه کوی، ستونزې او کړاوونه ورته را پیدا کوی.

دا ډول مېرمنو ته حورې ښېراوې کوی. دا په لنډ ډول د حورو په اړه د قرآن کریم او مبارکو احادیثو په رڼا کې یو څه معلومات وو، اوس به راشو اصلی خبرې ته، هغه دا چې د شهید یوه ځانګړنه دا ده چې الله تعالی به په جنت کې دوه اویا حورې ورته په نکاح کوی، د یادونې ده چې د هر جنتی لپاره حورې شته، خو په دې اړه اختلاف دی، چې څو به وی؟ په ځینو روایاتو کې راځی چې د هر جنتی لپاره به دوه حورې مېرمنې وی، او په ځینو کې راځی چې د هر جنتی لپاره به دوه ددنیا مېرمنې او اویا حورې مېرمنې وی، په دې توګه به نو بیا د هر مومن لپاره دوه اویا مېرمنې وی، او ځینې علماء کرام وایی کوم روایات چې وایی د هر مومن لپاره به دوه مېرمنې وی، دا په عام ډول د هر مومن لپاره لکه په حدیث شریف کې چې راغلی، او هر چې دوه اویا حورې دی، دا به یوازې د شهید لپاره وی، لکه په هغه حدیث کې چې د شهید اوه، یا اته او یا نهه ځانګړنې بیانوی راغلی. عن أبی هریره ـ رضی الله عنه ـ قال: قال رسول الله صلى الله علیه وسلم: ( أول زمره تلج الجنه صورتهم على صوره القمر لیله البدر، لا یبصقون فیها، ولا یمتخطون، ولا یتغوطون… لکل واحد منهم زوجتان یرى مخ سوقهما من وراء اللحم، من الحسن، لا اختلاف بینهم، ولا تباغض، قلوبهم قلب رجل واحد، یسبحون الله بکره وعشیاً ).[۲] له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی، وایی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لومړۍ ډله چې جنت به ننوزی، بڼې به یې د څوارلسم سپوږمۍ په څېر وی، ناړې به نه پکې تو کوی، پزې به نه سونړوی، او قضاء حاجت به نه کوی، د هر یو لپاره به دوه داسې مېرمنې وی، چې د پنډیو مغزونه به یې له ډېر ښایسته تر غوښه د لاندې ښکاری، تر منځ به یې اختلاف او کرکې نه وی، زړونه به یې د یو سړی د زړه په څېر وی، سهار او بیګاه به د الله جل جلاله پاکی وایی.

په احادیثو کې د اویا او دوه اویا حورو یادونه شوې، ځینې وایی دوه اویا به وی، له دې به زیاتې نه وی، ځینې وایی دلته د اویا ټکی مطلب نه دی، بلکې زیاتوالی مراد دی، یعنی زیاتې به وی، په عربی ژبه کې د ۷، ۷۰ او ۷۰۰ ټکی د زیاتولی لپاره استعمالېږی.

په دې اړه په هغه آیت استدلال کېږی چې الله پاک رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایی: که ته د مشرکینو لپاره اویا ځله بښنه وغواړې بیا به هم الله جل جلاله بښنه ورته ونه کړی. ( اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِینَ مَرَّهً فَلَنْ یَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ذَلِکَ بِأَنَّهُمْ کَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاللَّهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الْفَاسِقِینَ (۸۰ ) ژباړه: بښنه ورته وغواړه او که یې نه ورته غواړ‎ې ( خوښه ستا ) که اویا ځله بښنه ورته وغواړې هم، هېڅکله به الله جل جلاله بښنه ورته ونه کړی، دا ځکه چې دوی په الله او د الله په رسول کافران شوی، او الله جل جلاله له اطاعت نه وتلیو خلکو ته د ایمان لاره نه ښیی. ابوهریره رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړی چې فرمایی: (إِنِّى لأَسْتَغْفِرُ اللَّهَ فِى الْیَوْمِ سَبْعِینَ مَرَّهً ) [۳] ژباړه: یقینا چې په ورځ کې اویا ځله له الله جل جلاله څخه بښنه غواړم.

امام ابن حجر رحمه الله وایی: ( وقع فی حدیث أنس انی لأستغفر الله فی الیوم سبعین مره فیحتمل ان یرید المبالغه ویحتمل ان یرید العدد بعینه )[۴] ژباړه: د حضرت انس په روایت کې راغلی چې یقینا په ورځ کې اویا ځله له الله تعالی څخه بښنه غواړم، نو کېدای شی هدف یې مبالغه وی، او کېدای شی همدا مشخص عدد یې مراد وی. اویا او اوه سوه په عربی ژبه کې د څه لپاره یادېږی؟ آیا همدا مشخص عددونه هدف دی، که زیاتوالی او ډېروالی؟ د عربی ژبې د لغتونو په مشهور او باوری معجم ( لسان العرب ) کې داسې راځی: ( قد تکرر ذکر السبعه والسبع والسبعین والسبعمائه فی القرآن وفی الحدیث والعرب تضعها موضع التضعیف والتکثیر ) [۵] ژباړه: د سبعه، سبع، سبعین او سبعمائه یادونه په قرآن کریم او احادیثو کې بار بار راغلې، او عرب یې د زیاتوالی او څو چنده په معنی بولی.

کېدی شی دا لکه زمونږ په پښتنو کې چې په ځینو سیمو کې د شل او زر ټکی د زیاتوالی لپاره کارول کېږی، لکه وایی: که شل ځله راته ووایی هم دا خبره نه منم، یا زر ځله مې ورته وویل چې داسې مه کوه، خو بیا یې هم خبره و نه منله، په دې دواړو حالتونو کې شل او زر مطلب نه وی، بلکې مطلب زیاتوالی وی، که نه، نه به یې شل ځله ویلی وی او نه هم زر ، بلکې درې څلور ځله به یې یوه خبره کړې وی.

خو عرف داسې دی چې شل او زر د زیاتوالی لپاره کارول کېږی. نو کېدای شی عرب به هم اوه، اویا او اوه سوه د زیاتوالی او ډېروالی لپاره استعمالوی. امام زمخشری رحمه الله خو په صراحت سره وایی چې: ( سبعون ) توری د عربو په خبرو کې د متل یا اصطلاح په توګه د ډېروالی لپاره دی: ( والسبعون جار مجرى المثل فی کلامهم للتکثیر )

[۶] نور بیا… م. محمد نعیم

۱مسند أحمد. ج ۲۶٫ ص ۴۱۷٫ [۲

] صحیح البخاری, باب ما جاء فی صفه الجنه. [۳

] سنن الترمذی، باب و من سوره محمد. [۴

] – فتح الباری، قوله، باب استغفار النبی صلی الله علیه وسلم

. [۵] – لسان العرب, ح ۸, ص ۱۴۶٫

[۶] – تفسیر الکشاف، ج ۲، ص ۴۵۳.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x