نړۍ

عمران د سټیج څخه غورځېدلی او سخت ټپي شوی دی

http://salmanlatif.files.wordpress.com/2011/11/imran-khan.jpg?resize=572%2C429نن ټکی آسیا: د تحریک انصاف مشر عمران خان په لاهور کی د خپلي یوې انتخابې جلسې سټیج ته پر لاره وو، کله چي د خپل باډي ګارډانو په ګډون د یو لوړ ځایه څخه را غورځېدلی، او پر سر باندي سخت ټپي شوی دی او روغتون ته رسول شوی دی، چیری چی ډاکټرانو ویلي چي اوس یی روغتیايي حالت نسبتا ښه دی.

د تحریک انصاف بل مشر عمران اسماعیل د خپل پارټي د غړو او د پاکستان پر خلګو غږ کړی چي د عمران د ژوند او صحت لپاره دعا وکړي.

ډاکټرانو ویلي چي د عمران خان د سر د شا حصې ته سخت ټپونه رسیدلی، خو اوس یې ژوند د خطرې څخه بهر دی.

د عمران خان انتخابي حریفانو لکه نواز شریف او نورو د نومړي د صحت لپاره ددعاو غوښتنه کړې.

توقع کیږی چي په راتلونکو ټاکنو کي چي د رواني میاشتي پر 11 تاریخ به تر سره شي، د عمران خان پارټي تحریک انصاف به د زیاتو سیټونو د ګټلو چانس ولري.

{youtube}TqBSNys-lMc{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x