ورزش

اسیا جام غوراوي سیالۍ: افغانستان او هانګ خپلې لوبې وبایللې

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۳۰مه ۱۳۹۴ل): د اسیا جام د غوراوي په سیالیو کې افغانستان کرکیټ لوبډلې عربي اماراتو او هانګ کانګ لوبډلې عمان ته لوبې وبایللې.

د اسیا د غوراوي سیالۍ نن په بنګلادیش کې پیل شوې. لومړۍ لوبه د افغانستان او عربي اماراتو تر منځ وه چې افغان لوبډلې په ۱۶ منډو وبایلله.

عربي اماراتو په ټاکل شوو شل اورونو کې د روحان مصطفی د بریالۍ توپوهنې پر مټ افغانستان ته ۱۷۷ منډې هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان ښه وځلېد، هغه په ۴ اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

افغانستان د ۱۷۷ منډو په تعقیب کې خپله لومړنۍ او دوهمه ویکټ په نهو منډو له لاسه ورکړله. محمد شهزاد په ۶ او عثمان غني په درې منډو وسوځېد. وروسته کریم صادق له اصغر ستانکزي سره په ګډه منډې ۳۷ ته ورسولې خو کپتان صادق په نیمه لار کې پرېښود او وسوځېد.

تر اصغر ستانکزي وروسته محمد نبي او کریم صادق نسبتا ښه شراکت جوړ کړ. محمد نبي ۲۳ منډې جوړې کړې او وسوځېد.

همدا راز نایب چې د لوبډلې ډيرې هیلې ورپورې تړلې وې یواځې ۵ منډې جوړې کړې. نجیب الله ځدران ۲۱، دولت ځدران ۹ او راشد خان ۳ منډې جوړې کړې.

افغانستان په ۲۰ اورونو کې ۱۶۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

بل لوري ته عمان هانګ کانګ ته د پنځو منډو په لږ توپیر ماتې ورکړې ده. عمان په ۲۰ اورونو کې ۱۸۱ منډې هدف وټاکه چې مقابل کې یې هانګ کانګ ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

د هانګ له لوري بابر حیات ۱۲۲ تېزې منډې جوړې کړې خو نورو لوبغاړو چندان د پام وړ لوبه ونه کړله او له همدې کبله د هدف په پوره کولو کې بریالي نشول.

افغانستان سبا ته له عمان سره لوبه لري او که دغه لوبه وګټي، اسیا جام ته د ننوتلو چانس به یې پر ځای پاتې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
hazrat bilal

سو لوبدلی به له دوی څخه اسیا جام ته وځی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x