افغانستان

موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ اوس یوازي د طالب ځواکونو په کنترول کې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۳۰مه، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولایت دوې شمالي ولسوالۍ موسی کلا او نوازد اوس په بشپړ ډول د طالب ځواکونو په کنترول کې دي او ملي اردو په ټولیزه توګه خپل مرکزونه خوشي کړي دي.

د ملي اردو ځواکونو د موسی کلا ولسوالۍ مرکز او بازار ته نژدې د «روشن ټاور» مهمه قرارګاه خوشي کړي، همدارنګه ملي اردو د روشن ټاور سربیره د خپلو ۹ نورو پوستو څخه هم شاتګ کړی او په دې سره یې په موسی کلا ولسوالۍ کې خپل شتون ته د پای ټکی کېښود.

تېره ورځ د موسی کلا ولسوالۍ ټول امنیتي ځواکونه د نوزاد ولسوالۍ د جازي کاریز هغي قراره ګاه ته ستانه سول کومه چې د ولسوالۍ دبېرته نیولو په نیت جوړه سوي وه خو نن غرمه مهال د ملي اردو ځواکونو د همدې قرارګاه او نورو شاوخوا ټولو پوستو څخه هم حرکت وکړ او د شوراب هوایې ډګر پر لور وخوځېدل.

د سیمي خلک او حکومتي سرچېني وایې چې ددې مرکزونو او پوستو په پرېښودلو سره اوس د هلمند ولایت په دوو شمالي ولسوالیو کې د حکومت هیڅ نوعه کنترول نسته او هلته یوازي طالبان واکمن دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورن جنرال محمدمعین فقیر د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د موسی کلا ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د روشن ټاور قرارګاه ددوی ځواکونو ته هیڅ اهمیت نه درلود ځکه چې دوی نشوای کولی هلته امنیت تامین کړي نو ځکه یې یاد مرکز خوشي کړ.

فقیر همدارنګه وویل چې ددې ځواکونو څخه به په نورو سیمو کې د امنیت په تامینولو کې ګټه واخیستل سي.

د هلمند ولایت د ولایتي شورا غړي د ملي اردو ځواکونو ددې اقدام سره مخالف دي او دایې یو تاواني ګام بللی دی، د ولایتي شورا مرستیال عبدالمجید اخندزاده رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل چې ملي اردو د یادو مراکزو په اهمیت نه پوهیږي نو ځکه یې دغه مرکزونه ایله کړي دي.

اخندزاده وایې که چېري طالبان په موسی کلا او نوزاد ولسوالیو کې د ارام ساه واخلي نو د هلمند ولایت نوروي مهمي ولسوالۍ به نا امنه کړي او هلته به پلان شوي عملیات پيل کړي چې بالاخره به د هلمند د سقوط سبب وګرځي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په موسی کلا او نوزاد ولسوالیو کې د خپلو ځواکونو د پرمختګ خبر ورکړی، نوموړۍ وایې چې ملي اردو ددوی د ځواکونو د بریدونو د فشار له امله د موسی کلا او نوزاد ولسوالیو څخه پر شاه سوي او اوس ټوله سیمه ددوی په کنترول کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د نن ټکی اسیا پانی درنو ورونو ته السلام علیکم ! دغه خبر ښکلی مګر د خبر عنوان [ موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ اوس یوازي د طالب ځواکونو په کنترول کې دي] یی داسی معنی لری لکه طالبانو چه نوری ولسوالی له لاسه ورکړی او اوس یوآخی د دغه دوه ولسوالیو کنترول په واک کی لری ، حتی مونږ چه د دغه خبر دغه عنوان ولید وډاریدم چه ګوندی طالبان خدای ناخواسته مخ په کمزوریو دی ، زړه نازړه می ښکته خبر ولوست واپس خوشاله شوم ، ځینی د خبرو په عنوان لوستلو کفایت کوی او که عنوان د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x