ټکنالوژي

د ګوګل کروم دا پټه ځانګړنه درمعلومه ده؟

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): که تاسو یو له هغو کسانو وئ چې ګوګل کروم کې په یوه وخت یو درجن ټیبونه خلاصوئ نو دا به هم درمعلومه وي چې له دې سره مو کمپیوتر سستیږي او بیټرۍ مو ژر ختمیږي.

د ډیرو وېبپاڼو خلاصول د کمپيوتر په ماشین اغېز غورځوي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې دغه پاڼې د کمپیوتر ډيره حافظه مصرفوي.

دغه پاڼې چې کمپیوتر ډيره میموري مصروفوي په داسې بڼه بندیدلای شي چې هم مو کمپیوتر په تېزوالي اغېز ونه کړي او هم مو ټيب خلاص وي.

ګوګل کروم کې د دې حل هم ډیر پټ موجود دی او هغه داسې چې ستاسو کمپیوتر باندې موجود بوج هم کم شي او هم اړین مخ په بشپړ ډول بند نه شي.

د حل لاره يې په لنډه توګه دا ده چې د ګوګل سيټنګز باندې به کلیک وکړئ، لاندې بیا په More tools کلیک کړئ.

ستاسو مخې ته به یوه بله کړکۍ خلاصه شي، لاندې راشئ او په Task Manager کلیک وکړئ.

تر کلیک وروسته به یوه بله جلا کړکۍ خلاصه شي، غټه یې کړئ او بیا وګورئ چې کومه وېبپاڼه باندې ډيره میموري مصرفیږي.

دلته چې کومه پاڼه غواړئ بنده کړئ، نو د سایټ په ټيب کلیک کړئ، لاندې End process باندې کلیک کړئ، نو پیج به مو په بشپړ ډول بنده نشي، بلکې د ګوګل کروم یو ایررر Aw, Snap به راشي چې دا هېڅ میموري نه مصرفوي، کله مو چې دې پاڼې ته اړتیا شي، محض يې تازه کړئ، پیج به بیا خلاص شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x