افغانستان

لوګر: د امنیه قومندانۍ د امنیت امر د وسلو د غير قانوني لېږد له امله نیول شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): د لوګر د امنیه قومندانۍ د امنیت امر او د هغه ورور د وسلو د غیر قانوني د لېږد او خرڅلاو له امله نیول شوي دي.

د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د امنیت امر سمنوال قاري محمد ورا او د هغه ورور په کابل کې له وسلو سره یو ځای نیول شوي دي.

د لوګر د امنيه قومندانۍ د مبارزې مدير سمونوال ویس الدين تلاش ويلي چې د پېښې پر مهال پخپله قاري محمد ورا نه و، خو د هغه ورور په کابل کې له غیر قانوني وسلو سره په دولتي رینجر موټر کې یو ځای نیول شوی دی.

د ده په وينا د امنت امر ورور په کونړ کې د اردو په لیکو کې دنده ترسره کوي، چې د غیر قانوني وسلو د لېږد او خرڅلاو چارې هم پر مخ وړي.

د لوګر د امنیت امر قاري محمد ورا له تېر یو کال راهیسې په ډې ولایت کې د امنیت د امر په توګه دنده ترسره کوله.

ياده دې وي تر دې وړاندې هم د پلازمېنې په ګډون په غزني ولایت کې هم ځايي مسوولینو ويلي و، چې دولتي پوځي مشران پر طالبانو وسلې پلورې او هغوی زموږ پر خپلو وسلو له موږ سره جګړه پر مخ وړي.

تر اوسه نه ده معلومه، چې د لوګر د امنیت امر د خرڅلاو لپاره دولتي وسله کاروله او که يې د وسلو سیمه ییز قاچاق ترسره کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x