افغانستان

د بشري حقونو د څار سازمان په وردګو کې پر روغتون د بريد څېړنه غواړي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان له افغان حکومته غوښتي چې په میدان وردګو کې د ګډو ځواکونو له لوري پر روغتون شوی بريد دې وڅېړل شي.

د ميدان وردګو ولایت د دایميرداد په تنګي سیمه کې د سويډن کمېټې له خوا رغول شوی روغتون تېره چهارشنبه د شپې ناوخته د امريکايي او افغان ځواکونو تر بريد لاندې راغی، چې د روغتون پایواز او درې ناروغان يې پکې ووژل.

د بشري حقونو د څار سازمان پخپله خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې پر روغتيايي مرکزونو بريدونه د ولس او دولت تر منځ پاتې فاصله هم له صفر سره ضربوي.

دې سازمان پر حکومت غږ کړی چې دا پېښه دې ژر تر ژره وڅېړل شي او د بیا کېدو کلکه مخه دې يې ونیول شي.

د میدان ودرګو ځايي چارواکو هم پر روغتون د بريد پخلی کړی او ویلي يې دي چې څلور واړه وژل شوي د طالبانو کسان دي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې د امنيتي ځواکونو او ولايتي چارواکو ادعا رد کړې او زياتوي، چې امریکايي او کورنيو ځواکونو عام ولسي وګړي وژلي، چې دوی سره يې هېڅ اړيکه نه درلوده.

ياده دې وي تر دې وړاندې د کندوز د سقوط پر مهال هم د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار لسګونه ډاکټران او ناروغان ځای پر ځای ووژل شول، چې لا يې هم څېړنه نغښتې پاتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x