اسیا جام غوراوي سیالۍ: افغانستان له عمان سره د «بقا جګړه» کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): افغانستان او عمان لوبډلې نن د بنګلادیش په فتح الله لوبغالي کې سره مخامخیږي.

افغانستان پرون عربي اماراتو ته په ۱۶ منډو لوبه وبایلله. نن افغان لوبډله اسیا جام ته د غوره کېدو لپاره مهمه لوبه او د «بقا جګړه» کوي.

عمان پرون هانګ کانګ په پنځو منډو مات کړ او تر دې دمه په ګروپ په لومړي نمبر دی.

که افغانستان نننۍ سیالي وبایلي اسیا جام ته د غوره کېدو چانس یې بیخي له منځه ځي. خو که یې وګټي، د غوره کېدو چانس یې لا هم پاتې کیږي.

عربي اماراتو که ۳ سیالۍ وګټلې نو د افغانستان په شمول به ټولې لوبډلې له غوره کېدو پاتې شي. اسیا جام کې د غوره کېدو لپاره لاره داسې کېدلای شي چې افغانستان نننۍ سیالي په اسانه او ډير رنز ریټ سره وګټي. داسې چې عمان ژر وسوځوي او بیا هدف ژر پوره کړي. همدا راز له هانګ کانګه هم سیالي وګټي.

بل لوري ته عربي امارات له عمان یا هانګ کانګ پر وړاندې سیالي وبایلي. دلته بیا پریکړه په لوړ رنز ریټ کیږي، چې د هرې لوبډلې رنز ریټ زیات و، هغه به انتخابیږي.

نننۍ لوبې لپاره افغان لوبډلې دوه تغیرات راوستي دي. د شاپور ځدران او عثمان غني پرځای یې سمیع الله شینواری او نور علي ځدران اخېستي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د