نړۍ

بشارالاسد دي په سوریه د بشپړ واک خوبونه نه ویني/ روسیه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): په ملګرو ملتونو کښې د روسې استازي ښاغلي ویټالې چرکین د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته خبرداری ورکړ، چي په ټول هیواد دي د بشپړ واک خوبونه نه ویني او کچیري د سولې  پروسې په اړه د روسې  د پلان ننګه اسد ونکړه ، نو پایلي یې ستونزمنې دي.

چرکین له روسۍ ورځپاڼې کمرسانت سره د خبرو په مهال وویل چي روسې پدې بحران کښې سیاسي، ډپلوماتیکي او اوس په پوځي برخه کښې په پام سره سرمایه ګزاري کړیده، ځکه موږ دا غواړو چي ښاغلی اسددي  ځواب ووايي-

نوموړي په څرګندو ټکو سره وویل چي د سوریې د ولسمشر دریځ د روسیې له لوري کیدونکو هڅو سره سم ندی.  د روسي او سوریې په رابطه ګروپ کښې شاملو نورو ستر قوتونو تیره اونۍ د جرمني په مونیخ ښار کښې په جنګ ځپلي هیواد کښې د جګړې له درولو سره موافقه کړیوه،  خو بیا هم روسيې له اوربند سره سره په شمالي ښار حلب او شاوخوا سیمو باندي د هوایي بریدونو جاري ساتلو اعلان کړی وو.

روسي جنګي الوتکو په حلب ښار او شاوخوا سیمې د بشار الاسد په ضد جنګیدونکو وسلوالو باندي هوایي بریدونه کوي، چي له کبله یې د اسدي ملیشو پرمختګ دوام لري او پدې ضمن کښې دولتي ځواکونو  ډیري سیمې له جنګیالو څخه بیرته نیولې دي.

روسي استازي د خبرو په وخت پدې باندي ټینګار وکړ، کچیري د سوریې د بحران د حل دپاره د روسیې پیروي ونکړي، نو موږ په ډیر ښه انداز سره ځانونه ګوښه کولای سو.

نوموړي زیاته کړه .کیچري اسد لدې څخه انحراف وکړي، نو زما په نظر یو ستر ناورین به رامینځ ته سي. کچیري د سوریې دوله پدې اساس سره جګړه اوږدول غواړي، چي سوبه به ترلاسه کړي، نو بیا به دغه تنازعه تر اوږدې مودې پوري روانه وي،چي تصور به یې ډیر خطرناک وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x