fbpx
لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

ايا جګړه ګتل کيږي

حاجي غلام محمد معصومي

په دې وروستیو کي خبر سوم، چي هلمند ولايت ته ۵۰۰ امريکايان سرتیري راورسیدل، خو اوس دا خبره ده چي نوموړي امريکايان د ښوراب په اډه کي اوسيږي.

هغه جنګ چي د هلمند په ولايت کي شروع سوی او هلته عبد الجبار قهرمان دولسی جرګی غړی د ولسمشر لخوا د جنک اپراتیفي سلاکار وګمارل سو، هلته دا خبري هم کيدلي چي قهرمان د هلمند د خلګو او عراضی سره بلد دي او هلته به سوله راولي او طالبان به له سيمي وباسي خو اوس قهرمان په خپله خوله وويل چي د هلمند جنګ يو بهرني جنګ دي او دلته جنګ ګټونکي نه دي او بايد د سولي خبري رواني سي، دا خبره په دي معني ده، چي په هلمند کي خبره بله ده دا چي افغانان وژل کيږي دا د خارجيانو هغه ارمان دي چي کلونه کلونه ترمخه يي درلود.

ګرانو لوستونکو که ستاسي په ياد وي چي روسان افغانستان ته را غلل، نوهغه وخت يعني ۱۳۶۰ کال په شروع کي يي ويل چي دا جنګ موږ ګټو او بيشميره مرمي او وسلي يې راوړې، خو د پاکستان د هغه وخت پوځي جنرال ضياء الحق وويل، روسان که کور او ټانک ودروي، یا درخته او عسکر ودروي خو دا افغانان دي نه تسليميږي اوس هم هغه افغانان دي که کور او امريکايي راولي بیا به هم دلته جنګ روان وي.

هغه هلمند چي د مخدر موادو مرکز دي اوس بيا خارجيان ور ته را غلل شاهد يو علت به يي هم دا کوکنار وي چی ښه انتقال سی.

تا سي فکر وکړي چي د بغلان د ډنډ غوري او ډنډي شهاب الدين کي چي جنګ روان دي او برق پر کابل بند دی، کابل دافغانستان زړه دی اوس هلته برق نه سته ۱۴ کاله په ملیاردونو ډالر او بیا هم برق نه وی هغه هم دکابل برق.

یعني هلته نه برق جوړ سو، نه جګړه پای ته ورسیده اونه هم د خلګو اقتصاد پرمخ ولاړ بغلانيان ستړي سول هم دولت او هم طالبان جنګ په ډير غټ مصرف پرمخ بیايي. دا ټوکي نه دي.

زه فکر نه کوم چي د امريکايانو په موجوديت کي دي کوم ولايت سقوط وکړي او که يي وهم کړي لکه کندز ولایت د يو څوشپو لپاره به وي او که هلمند سقوط سي بيا زابل او روزګان نیمروز او فارياب به ډير نا ارامه سي هلته بیا د سقوط امکانات سته هر څه چي جنګ ډيريږي په هغه اندازه افغانان او افغانستان خرابيږي هم د اقتصاد لخوا هم د تعلیم زراعت او هم د صنعت چي د ګاونډيانو دغه مقصد و چي دا وطن دي خوار وي تر څو دوی اباد وی اوس دا غم ددوی کور ته هم ورغلی دی، فکر نه کوم چی دوی دی هم اوس بیغمه سی، دوی په دی خبره پوهیږي چی راروان دوبی به ډیر سرګردانه دوبی وی نو له الله تعالی څخه غواړو، چي دامظلوم ولس ته د نیکمرغۍ سوله راولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د