ورزش

کرکیټ: برینډن میکالم د ټیسټ د تېزې سلیزې ریکارډ مات کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): د نیوزیلینډ کپتان برینډن میکالم د استرالیا پر وړاندې د نړۍ د ټیسټ تېزې سلیزې ریکارډ مات کړ.

۳۴ کلن میکالم په یواځې ۵۴ بالونو د څلورو شپږیزو او ۱۴ څلوریزو پر مټ سلیزه پوره کړه او د مصباح الحق او ویون ریچارډز ریکارډ یې مات کړ.

مصباج الحق په ۲۰۱۴ کې په ۵۶ بالونو سلیزه ووهله او تر هغه وړاندې د ویسټ انډیز وتلي لوبغاړي ریچارډز په ۱۹۸۶ کې په همدومره بالونو د ټیسټ تېزه سلیزه وهلې وه.

میکالم تر سیالۍ وروسته ویل چې ده کوښښ کاوه په هر بال باندې څلوریزه یا شپږیزه ووهي.

نیوزیلنډ له استرالیا سره دوه ټیسټ لوبې لري چې له منځه یې استرالیا یوه ګټلې او دوهمه سیالي دوام لري.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close