افغانستان

د پاکستان هیواد پرضد پراخ لاریون ترسره شو

http://ariananews.af/wp-content/uploads/2012/07/3.jpgد نورستان اوسیدونکی وروسته له هغی د پاکستان پر ضد لاریون ترسره کوی چی په ګوشتي ولسوالۍ کي د پاکستان هیواد دولتي تاسیساتو په جوړونه لاس پوری کړی وه او بیا له افغان امنیتی ځواکونو سره دوه ځل ګوته په ماشه شوی وه
د نورستان د مرکزاو د ګڼو ولسوالیو سلګونه اوسیدونکو قومي مشرانو دیني عالمانو او ګڼو ځوانانو د پاکستان هیواد پر ضد په پارون کي پراخ لاریون ترسره کړ

یاد لاریون کوونکي وايي چي د پاکستان هیواد لخوا پر افغان خاوره په ښکاره توګه تیری شوي دي او افغانان له خپلي خاوري د ساتني مسولیت لری

دوي له خپلو امنیتي ځواکونو څخه په کلکه ملاتړ څرګند کړ او روښانه يي کړه چي په هر وخت کي به له خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه پر اوږه له دي خاوري ساتنه وکړی

وروسته په پارون کي د ددولت او خلکو تر مینځ یوه لویه  ناسته جوړه شوی وه چي پکښي امنیتي ځواکونو هم برخه لرله

دنورستان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم عمریار د څارګری اداری مسول جنډرال زکریاخان عزیزی او مرستیال والی فیض محمد میرزا زاده په خپلو خبرو کي له خلکو عوښتنه وکړه چي امنیتي ځواکونو څخه دی په کلکه ملاتړ وکړی

د نورستان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالکریم عمریار وویل چي که چیري ورسره د سیمی خلک ولاړ وی نو په لنډ وخت کی به ددي هیواد ملي بیرغ په چترال کي ورپوي

د ځوانانو یو تن مسول عنایت الرحمن فیضان وايي چی ددي ولایت سلګونه ځوانان دي ته اماده دی چي د پاکستان په وړاندی له خپلو امنیتی ځواکونو سره اوږه پر اوږه ودریږی

په داسي حال کی د نورستان خلکو د پاکستان په وړاندی پراخ لاریون ترسره کړ چي له دی وړاندی د هیواد د ګڼو ولایتونو زرګونه خلکو د     پاکستان ضد لار یونونه ترسره کړیوه

زرداد  شینواري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x