نظــر

د ډونالډ ټرامپ د اوڅارتوب او بریالیتوب عوامل

پامیر زیارمل

په یووېشتمه پېړۍ کې، کله چې ټوله نړۍ لکه یو کلی داسې دی، د ځمکې ټول هېوادونه او ولسونه یو له بل سره کلک تړي او ټولې پولې ورکې شوې دي. هغې پېښې، چې پخوا یې یوازې د یوې سیمې، هېواد او یوې لويې وچې لپاره ارزښت درلود، نن د ټولې نړۍ پر ګوټ ګوټ ژوره اغېزه کوي. دوې لسیزې وړاندې چا د دې وړاندوینه نه شوه کولای، چې د جګړه ځپلي افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې به وګړي د امریکا سیاسي ژوند ته دومره ډېره پاملرنه کوي او په داسې ځېرکتیا به یې څېړي، خو اوس دا یو ټولمنلی حقیقت دی. د بېلګې په توګه، په ننني پېر کې د هلمند په هټیو کې د ع او غ د کاواکه او بې واکه حکومت د کړنو تر څنګ د امریکا ولسمشریزې ټولټاکنې هم سپړل کېږي.
په افغانستان کې خلګ، د نورو هېوادونو په څېر، د امریکا په ولسمشریزو سیالیو کې د ډونالډ ټرامپ، چې په ډانګ پېيلې توګه له اسلام، مسلمانانو او کډوالو څخه کرکه کوي، هېښنده اوڅارتوب او بریالیتوب ته ګوته په غاښ پاتې دي. د ټرامپ د نه اټکلېدونکو لاسته راوړنو تر ټولو ستر عوامل زما په اند دا دي:

یوم: کډوالي

که څه هم، چې د ۱۷۷۶-م زېږدي کال د جولای میاستې په ۴-مه نېټه د امریکايي دولت بنسټ کډوالو کښېښاوه، خو اوسمهال په امریکايي ټولنه کې ډېری مشران و کشران، ښځینه و نارینه، بډایان و خواران له کډوالو څخه کرکه کوي او له واکمنو څخه په کلکه غواړي، چې د دوی شمېر لږ کړي او د ناقانونو کډوالو د راتګ مخنیوی وکړي.

د احصایې له مخې، له ۱۹۶۵-م زېږدي کال څخه تر نن ورځ پورې امریکا ته ۵۹ میلیونه کډوال راغلي دي. ۴۰ کاله مخکې د سپین پوستو وګړو سلنه ۸۴ وه، خو د Pew Research منځۍ د معلوماتو له مخې، اوس دغه سلنه ۶۲ ته راکښته شوې ده. د څېړونکو په اند، ۲۰۵۵ کال ته به د سپین پوستو وګړو سلنه پینځوسو ته ورسېږي او په ۲۰۶۵-م زېږدي کال کې به د امریکا یوازې ۴۶ سلنه سپین پوستي وي.

نامتو امریکايي څېړونکی پول تېلور په خپل «نوې راتلونکې امریکا» نومي کتاب کې لیکي: «که څه هم، چې د ځېنو وګړو شوي بدلونونه خوښېږي، خو بوډا رایه اچوونکي هغه هېواد نه پېژني، په کوم کې چې دوی لوی شوي دي». زما په اند د ډونالډ ټرامپ په شونې بریا کې به زوړ پښت اساسي رول ولوبوي، ځکه چې دوی نور دا نه شي زغملای او منلای، چې کډوال د امریکا د ژوند په بېلابېلو ډګرو کې ورځ تر ورځې ډېره برخه اخلي. ځېنې شناند ډونالډ ټرامپ د امریکايي ټولنې د هغې برخې ږغ ګڼي، چې د پخوانۍ، بې کډوالو امریکا پلوي کوي.

دویم: اسلامفوبیا

نننۍ امریکايي ټولنه په اسلامفوبیا (بې بنسټه له اسلام څخه ډارېدنه) ککړه ده او ټول مسلمانان تروریستان او وروسته پاتې خلګ ګڼي، ځکه چې د دوی په څېر په اخلاقي فساد اخته نه دي. ډونالډ ټرامپ د امریکایانو په ذهنیت ښه پوهېږي، نو ځکه په پر له پسې توګه د اسلام او مسلمانانو سپکاوی کوي.

له بلې خوا، که څه هم چې امریکا په نړۍ کې تر ټولو پرمختللی هېواد دی، خو ډېری وګړي یې ډېر ناپوه دي او د زده کړې کچه یې ډېره ټیټه ده. د Fox News اندپوښتنې ښکاره کړه، چې ۱۸ سلنه امریکایان ولسمشر بارک اوباما مسلمان ګڼي. زما په اند، د دوی یوه برخه د ډونالډ ټرامپ غوندې د اسلامفوب سیاستوال ملاتړ له اوباما څخه د غچ په توګه کوي.

درېیم: وټه

په وروستیو پينځلسو کالو کې د امریکایانو په عاید کې پاموړ ډېرلوالی نه دی راغلی او دا د دوی لپاره د منلو وړ نه ده. وتلی وټپوه ویلیام ګالستون داسې لیکي: «په وروستیو ۱۵ کالو کې د امریکا وټې و نه کړای شول، چې د کارګر او منځني پاړکیو په ژوند کې پاموړ ښه والی راولي او دا په ټولنه کې د ناخوښۍ اصلي علت دی».

که څه هم، چې د امریکا وټه له ركود څخه وتلې، تولیدات ډېر شوي او وزګاري  په ۲۰۰۹-م کال کې له ۱۰٪ په ۲۰۱۴-م کې تر ۵٪ لږه شوې ده، خو بیا هم امریکایان غواړي، چې د بډایانو او بې وزلو تر منځ ورځ په ورځ ډېرېدونکی واټن لږ شي او په ټولنه کې نیاو وي. ډونالډ ټرامپ په دې برخه کې هم ډېرې ژمنې کړې دي، چې دا به هم د ده د بریا چانس ډېر کړي.

څلرم:  بې اعتباري

د Pew Research د اندپوښتنې له مخې، د دې پوښتنې په ځواب کې، چې تاسې پر حکومت اعتبار کوئ که نه، ۸۹٪ جمهوريتپالو او ۷۲٪ ډېموکراتانو ویلي دي «کله کله» او «هیڅکله». د Gallup اژانس احصایه ښيي، چې د ۶۰ ٪ امریکایانو په اند، حکومت ډېر صلاحیتونه لري او هغه باید لږ شي.
د امریکا د انترپرایز انستیتوت څېړونکی کارلین بومن له ټولیزو رسنیو سره د مرکې په ترڅ کې وویل، چې د ډونالډ ټرامپ د شهرت یو علت دا دی، چې امریکایان نور په واشنکټن کې پر سیاستوالو اعتبار نه کوي او دوی د هېواد په سیاسي جوړښت کې ستر بدلون او سمون غواړي.

پینځم: باندنی سیاست

امریکانانو عادت کړی و، چې وروستۍ څو لسیزې د دوی هېواد یوازېنی زبرځواک و او د ټولې نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ولسونو برخلیک ټاکه. خو اوس په وضع کې بنسټیز بدلون راغلی دی او امریکا د پخوا په څېر پر نړیوالو چارو ډېره اغېزه نه کوي.

په ۲۰۱۲-م زېږدي کال کې ۳۸٪ امریکایانو خپل هېواد په نړۍ تر ټولو ځواکمن ګڼه، خو په ۲۰۱۴-م کال کې دا سلنه ۲۸ کښته شوې. که څه هم چې تر اوسه د وروستیو احصایو پایلې نه دي خپرې شوې، زما په اند، په ۲۰۱۶-م کال کې دا سلنه تر دې هم ټیټه شوې ده.

ډېری امریکایان غواړي، چې د واک واګې د داسې یوه واکمن په لاس کې وي، چې هغه په زړورتیا د پوتین او شمالي کوریا په وړاندې ودرېږي. دوی داسې انګېري، چې د اوباما اداره د دې وړتیا نه لري، چې په نړیواله صحنه کې د امریکا ملي ګټې وساتي.

دا هغه عوامل دي، چې زما په اند ډونالډ ټرامپ یې اوڅار کړی دی. خو د ډونالډ ټرامپ له ټولو بریاوو سره سره باید وویل شي، چې د ولسمشریزو ټولټاکنو په وروستي پړاو کې د هغه د بریا چانس ډېر نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

دلته افغانستان کی چی سنګه انتخاباتو اوتور سیاست کی تقلبونه کیږی همداسی نوره دنیا کی هم ده چی دانتخاباتو دشروع کیدو مخکی تقلبونه شوی وی او مطلوب شخص تاکل شوی وی او دراتلونکی حکومت پالیسی مخکی ترمخکی تیار وی او داد یهودانو او زایونست او فری میسنانو شیطان او دجال پرستانو پر لاس دا دنیا ګرو ګان شوی البته دمسلمانانو دغفلتونو له وجهی او ددنیا ژوند اومادیاتو دخواهشونو له وجهی اکثره مسلمانان داسی کندی ته را برابر شوی چی زانونه ددنیا دزیب وزینت حاصلولو لپاره کفاروته سر په سجده برابر کړی او کفری اونړیوال قوانینو ته زان ژمن بولی حالانکه… نور لوستل »

محمد عبدالله

دونالد ترمپ ته خو دکلیسا مشر هم وایی عیسوی نه یی نو بیا سه دی دونالد ترمپ دقواری څخه خو داسی خکاری چی شیطان ته سم کلک عقیدت مند وی او پړ مخ زان شیطان ته اچوی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x