د نن سرلیکنه

ګډ ځواکونه د جنګي جنایتکارانو په رول کې – سرلیکنه

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): د تیرې چارشنبې په شپه افغان او امریکايي ګډو ځواکونو د میدان وردګو ولایت په تنګي سیدان سیمه کې د سویډن موسسې پر یوه اړوند روغتون باندې د برید په مهال د دې روغتون څلور تنه زخمي ناروغان او د هغوی پایوازان ووژل.

له تیر سپتمبر راهیسې دا دوهم ځل دی چې امریکايي او د هغوي مل افغان ځواکونه د بهرنیو روغتیايي او مرستندویه مؤسسو روغتونونه او طبي مراکز په نښه کوي.

په تیر ستمبر کې امریکايي ځواکونو د کندوز په ښارکې د بي سرحده ډاکټرانو مربوط پر یوه روغتون باندې د برید په مهال ۴۲ کسان ووژل چې ډیری ورکې د روغتون طبي پرسونل و.

پر یاد برید امریکایانو هم اعتراف وکړ او خپله ولسمشر بارک اوباما یې د ترسره کیدو له امله بښنه وغوښتله.

اوس چې دوهم ځل بیا عین جنایت د امریکايي او هغوی مرستندویه افغان ځواکونو لخوا تر سره کیږي د دې مانا داده چې اصلا دغه ځواکونه په افغانستان کې د هیڅ کوم قانون منلو ته ځان ژمن نه بولي .

په افغانستان کې میشت امریکايي ځواکونه د یوه داسې هیواد مربوط دی چې په ټوله نړۍ کې ځان د نړیوالو بشري قوانینو منلو او پلي کولو ته ژمن بولي او له ټولو جنګي مقرراتو څخه خبرتیا لري.

د دغو ځواکونو لخوا په ښکاره او عمدي توګه د هیواد د رسمي روغتونونو او طبي مراکزو په نښه کول او په هغو کې میشت طبي پرسونل او ناروغان وژل د ټولو بشري قوانینو او نړیوالو معیارونو خلاف عمل او جنګی جنایت بلل کیږي.

د جنيوا کنوانسیون ۳۵ ماده په وضاحت سره په جګړه کې ښکېل اړخونه پر هغه ځای له مخامخ برید کولو څخه منع کوي كوم چې د غیر پوځي، ناروغانو او یا ټپي کسانو د درملنې مرکز په توګه ثبت شوي وي.

كه څه هم امریکايي چارواکي ادعا کوي چې د دوی ځواکونه افغانستان ته د قانون پلي کولو او یوه قانوني حکومت د ملاتړ په خاطر راغلی خو په افغانستان کې عیني واقعات دا څرګندوي چې دا ځواکونه په ډیرو مورادو کې هم د افغانستان داخلي قوانین او هم د بشري حقونو په اړه نړیوال منل شوي قوانین تر پښو لاندې کوي چې ژوندۍ بیلګه يي د دایمیر داد په ولسوالۍ کې د تنګي سیدان د روغتون بوږنوونکي پیښه ده .

د خپل سریو امریکايي ځواکونو او د هغوي په لاس روزل شویو داخلي پوځیانو د همدي تخلفاتو لامل دی چې ورځ تر بلې په افغانستان کې امنیت وضعیت مخ پر خرابیدو او د امریکایانو په لاس جوړ شوی حکومت باندې د ولس اعتماد له منځه تلونکی دی .

ځکه همدا حکومتي ځواکونه دی چې د امریکایانو په دستور په بغلان کې د ولسي خلګو پر کورونو بریدونه کوي .

همدا حکومتي ځواکونه دي چې په شمالي ولایتونو کې یې د قومي او لساني حساسیتونه راپارولو په غرض قومي تصفیه پیل کړې او همدا حکومتي ځواکونه او د هغوی امریکايي ملاتړي دي چې د هیواد په مختلفو سیمو کې ملکي وګړي وژني .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فتر (یوناما) خپل ځان یواځي د ولسي وګړو وژل کیدو د ارقامو په ارائه کولو مسؤل بولي نه دا چې د دې سازمان د بشري حقونو د ساتنې د کمیټې لخوا قاتل ځواکونه په جنګي جنایتونو ملزم او د بشري جنایتونو په محکمه کې یې د مجازات کولو په اړه قانوني کړنو ته لاره برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x