
اردوګان: شامي کردان امريکايي وسلې کاروي
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان وايي، چې امريکا د شامي کردانو ملاتړ کوي او دی به په دې اړه د امريکا ولسمشر بارک اوباما سره هم خبرې وکړي.
اردوګان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې وړمه ورځ ترکي چارواکو د انقرې چاودنو پړه پر شامي کردانو واچوله.
کردان وايي، چې د ترکيې سرحدي سيمو کې د خپل شتون پراختيا لپاره فعاليتونه کوي او د ترکي چارواکو په وينا د انقرې چاودنې د دغه فکر يوه برخه ده.
امريکا د داعش په جګړه کې د شامي کردانو مرسته کوي.
د ترکيې ولسمشر وايي، چې دی به امريکايي ولسمشر سره په دې موضوع خبره وکړي، چې شامي کردانو ته د دوی ورکړل شوې وسلې چېرته کارول کيږي.
شامي کردانو د انقرې چاودنو کې خپل لاس لرل رد کړي او امريکايي چارواکي وايي، چې تر اوسه دوی د ترکي ولسمشر د تورونه تصديق او يا ترديد نه شي کولای.
اردوګان وايي، چې ده مخکې هم امريکايي ولسمشر ته ويلي، چې په درې امريکايي سمندري بېړيو کې راغلې وسلې نيمې يې د داعش لاسته ورغلي او نيمې يې د شامي کردانو په قبضه کې دي او دواړه ډلې دا وسلې د ولسي خلکو پر ضد کاروي.
د يادونې وړ ده، ۲۰۱۴ کې ، چې د امريکا په مشرۍ ايتلاف د داعش پر ضد هوايي بريدونه پيل کړل، په عين وخت کې يې د داعش ضد وسله والو ډلو او کردانو ته د هوا له لارې وسلې وغورځولې، مګر دا وسلې په هغو سيمو کې غورځول شوې وې، چې د داعش کنټرول لاندې وي او ټولې وسلې د داعش لاسته ورغلې.
اردوګان زياتوي: «موږ پر دې اندېښمن يو، چې لويديځ تل د شامي کردانو مرسته کوي او بيا دغه ډلې سره له هر ډول اړيکو لرلو انکار هم کوي.»
د ترکيې اندېښنه دا ده، چې شامي کردان به د ترکيې خاوره کې دننه جرابلس سيمې سل کليومترۍ پورې ځانونه راورسوي.
ههههه هغه په دری کی یو متل ده وایی بگيرم تو را که نگيرى مرا نو ددی اردګو ځانته پام نده چی خپله څه کوی چی بل چا ته نصحیت کوی او انتقادونه په کوی
زما څیړنی او زما زړه ماته وایی چه اردګان تر مصطفی کمال او نورو سکورلریستانو ښه دی که د اصیل اسلام ملګری نه دی دشمن یی هم نه دی ، مګر داسی معلومیږی چه د مسلمانانو له ووټونو د قدرت لرلو د پاره استفاده کوی هسی د اسلام اسلام جیغی وهی مګر د اسلام د پاره یی عملی ګامونه صرف دا اخستی چه په خپله میرمن یی کوم پوړنی که اجولی وی په داسی حال کی چه خپله ږیړه اوږدولی نه شی د امریکا د جاسوسانو او غلامانو ( د سعودی پاچا ) سره په یوه رسی کی غلامان دی… نور لوستل »