نظــر

نو ، بالاخره اینګور به چاته ودوم !

دا په تخار کې د کلفګان ولسوالۍ د زیرشخ کلۍ اوسیدونکې د هغه سپین ږیرې ملا محمد یوسف د خولې خبره ده چې د هغه په خټېن دوه پوړیز کور کې ېې راته د ناستې  پرمهال وکړه.

سپین ږیرې پلار چې په سپېنه ږیره يي مړی مړی اوښکې راماتې وی په نسبتاْ ارام غږ اولهجه يي ويي ویل، کابوڅلور میاشتې وړاندي مې په ایران کې داعدام شوي ځوي د مرګ خبر واوریده.
که څه هم اولاد د زړه ټوټه وی خو د هغه په مرګ دومره نه وم دریدلې خوبل زوی مې چې شاوخوا اته کاله  دایران په مشهد  زندان کې بندي دی او تراوسه ېې د برخلیک په اړه هیڅ احوال نشته

ویل کیږی نن و سبا کې به  خوشې شي تل مې کړوي، ۳۵ کلن کمال الدین زوی ته مې ، اته کاله پخوا د خپل یو ګاونډي لور کوژده کړه دلته يي غریبه ورځ نه بیګاه کیده د مزدورې او خپل واده ته د خرچې برابرولو په قصد ایران ته وغوځید، د ایران حکومت په کوم تور باندی د تورو تمبوشا ته واچاوه، چې تراوسه بندي دی.
 لکه څنګه چې واېې :
سږپه اخترکې لیونۍ ویل جانان به راشي ـ ماته به راوړي د مشهد په مزدورې ګلونه
 دلته يي راته ځوانه نامزاد ناسته ده زه ویریږم ځکه زما هغه بل زوی هم دوه کلونه په طې آباد اومشهد زندانونو کې تیر کړل په پای کې  د ایران حکومت هغه  اعدام کړ هغه چې وايي مار خوړلې له پیړې هم بیریږي،له هغه سره  کله چې به په  ټیلفون اړیکه نیوله راته ویلې به يي،   پلار جانه ! ته زما په اړه هیڅ انديښنه مه کوه یوازې نن وسبا کې به راخوشې شم اوافغانستان اوخپل کلۍ زیرشخ ته به  درشم خپله میرمن اوماشوم به مې هم له ځانه سره درولم، هغه ځوی مې یوې ایرانې نجلۍ سره واده کړی و، له واده يي شپږمیاشتې نه وی تیری چې جهنمې زندان ته لاړ هغه ډیر زړه سواند اوښه انسان و،  ځوی مې هیڅکله خپل ماشوم نه وو لیدلې بالاخره ایرانیانو هغه په اعدام محکوم کړ،زه هغه مهال خبرشوم چې اوبه له ورخه تیروي  هغه په مایوسې سره  وویل، زه پوهیږم چې ما هغه د ایرانیانو له منګولو نشو ژوغورلاي خو یوازې دومره مې په زړګې کې  ارمان و،چې د وروستۍ ځل لپاره يي ووینم…. د همدې جملې په بشپړولو سره د سپین ږیرې پلار غږپه ستونې کې تسمه شوشونډې يي ورپیدي اوخبرې ېې د څو شېبو لپاره متوقف کړی.
 ملا محمد یوسف وویل، د زوی مینې راخیستې یم   دلته په کور کلۍ کې شپه او ورځ راباندی نه تیریږی اوس مې  پاسپورت اخېستې ګوندې راتلونکې اونۍ کې مزارشریف ته دایران ویزې لپاره لاړشم بیا به ایران ته ځم، ایرانیانو زما د ځوی مړی هم رانکړ چې دلته مې پخپل کلۍ کې خاورو ته سپارلې وايي چې کله ناکله به مې ورته په مزار دعاء کوله نوغواړم هلته يي مزار ته ورشم اوترڅنګ به ېې خپله ایرانې اینګور اولمسې هم وګورم.
ملا یوسف د خپلوچارواکونه هم  پوره ګیله من و، هغه ویلې څو واره د خپل ولایت وکیلانو سربیره کابل ته هم لاړم ډیر منډې تړې مې وکړی خوهیڅ په لاس رانغلل اونهيلۍ بیرته کلفګان ته راستون شوم.
 په تیروڅوکلونو کې ایران یوازې د کلفګان ولسوالۍ د سلو پورته ځوانان اعدام کړی ځوان شمس الرحمن چې د ملایوسف کلیوال و راته وویل، دری څلور مړی يي یوازې تیره میاشت چې په ایران کې اعدام شوي و، راوړل دلته مو خاورو ته وسپارل هغه په لاس یوه قبرته اشاره وکړه دا  د نقیب الله  قبر دی  چې ایران دمخدره توکیو د قاچاق په تړاو پوره اته کاله زندانۍ کړی وو او بالاخره يي په اعدام محکوم کړ.

qد کلفګان د زیر شخ کلۍ ډیرو سپین ږیرو ویل، کله چې ځوانان د کاروبار لپاره ایران ته ورسیږي ډيری وختونه له قاچاقبرانو سره مخ کیږي هغوي ورته کاذبې ژمنې اوپه یوځل د ډیرو پېسوګټلو خبرې  ورکوي اوهڅوي يي چې ناقانونه کارونو ته يي مخ کړی هغه د چا خبره سیند ورته ښوربا اوغرونه ورته غوښې کړی او ورته ویل کیږی که چیرې تاسې دلته ټول عمر  په مزدورې تیرکړي ډوډۍ به مو غوړه نشې خو که چیرې زمونږ یوه سعادی خبره ومنئ نوډیر ژر به شتمن شي نودغه ځوانان ډیری وختونه د قاچاقبرانو په غوړو خبرو غولیږي چې وروسته په زندانانو کې عمرونه ورباندي تیر شي خو اکثره وخت د ایران اعدام د اوسیدونکیو په وینا ډیرعادلانه نه ښکارې ډیری وختونه ایران د خپلوسیاسې  اونورو غرضونو لپاره افغانان په بې رحمانه ډول  اعداموي.
په شمال ختیز کې د بشرې حقونو خپلواک کمیسیون مشرحیات الله امیری دغه ډول اعدامونه غندي او زیاتوي د تیرکال  ارقامو له مخې یوازې کلفګان ته ۱۷۲ تنه مړو جسدونه  په ایران کې وروسته داعدام نه راوړل شويدي.
 هغه ددغه ناورین او ستونزي پای ته رسولو ښه لاره د دولتینو ترمنځ  سیاسې او ډپلوماتیکه چاره په ګوته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x