windows8.1

مایکروسوفټ په وینډوز 8 کی اساسي بدلونونه راوستل غواړي

نن ټکی آسیا: امریکايي شرکت مایکروسوفټ اعلان کړی چي په نیژدې راتلونکي کي به خپل وروستی وینډوز ۸ کي پراخ بدلونونه را منځته کړې، ځکه چي د دغه وینډوز پروګرام په استعمال کي خلګ ستونزي لري.

نومړي ویلي چي دا به لومړی ځل وی چي مایکروسوفټ دومره لوی بدلون په خپل یو پروګرام کي را ولي، او دا بدلون به نه یوازي د پروګرام د کار کردګي په اړه وی، بلکي د وینډزو په شکل کي به هم ډیر بدلون را منځته سي.

د کارپوهانو په وینا دا کار به د مایکروسوفټ د نوي مدیر (ستیف بالمر) لپاره یو ډیر لوی معنوي ګذار وي، چي دده په اداره کی داسی وینډوز مارکیټ ته ووتی، چي اوس یی په اړه شرکت د بیا بدلون تکل لری.

د یادوني وړ ده چي مایکروسوفټ خپل وینډوز ۸ د تیر کال 2012 په اکتوبر میاشت کي د خپل یو لاسي کمپيوټر سره یو ځای مارکیټ ته وړاندي کړ، تر څو د اپل شرکت د لاسي کمپيوټر (آی پاډ) سره مقابله وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د