شعـــــرونه

د حالاتو انديښنې: حبيب الله تراب

حبیب الله تراب

ما لیدل دلته ژوندی خاورو کې خښ شول
بلا هیلې او زړګی خاورو کې خښ شول

زه شاهد وم زه شاهد وم زه بې وسه
د وطن خپل او  پردی خاورو خښ شول

زما دومره بې وسی وه،را په برخه ناچاري وه
ددې ښار جنتی غیږ کې د غمونو پریماني وه

دلته واک د داسې چا ده، چې سینه کې یې زړه نه وي
په غرور باندې ډاډه وي، احساسات یې واړه مړه وي

داسې خلک حاکمان دي، داسې خلک واکداران دي
د ملت په وینو مست  دي، د مظلومو خونخواران دي

دلته حق تر حقدار نه رسیږي،د ژوند غوټۍ تر بهار نه رسیږي
دلته مجرم له سزا لرې ګرځي،دلته پرهر تر قرار نه رسیږي

دلته چې ژبه لري سر نلري، سترګې یې مه بوله نظر نلري
دلته ګنا او ثواب دواړه یو دی،ټول کاڼه شوي څوک خبر نلري

منم چې تاسو له دې غم بې غم یاست
له دې ناورین او له ماتم بې غم یاست

تاسې اوسیږۍ د هوا په غیږ کې
تاسې له درد او له ستم بې غم یاست

تاسو له ژوند څخه مزې واخیستې
تاسو بې کوره کړو او تاسو مو حجرې واخیستې

زمونږه کډې مو را بار کړې د ژوندون له ښاره
مونږه په ژوند له خپله ژونده جنازې واخیستې

دا درته وایم د ښه بد حساب شته
د حق غوښتونکی ته د حق جواب شته

په دې ډاډه شه حبیب الله ترابه
چې پس له مرګه په محشر کتاب شته

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x