افغانستان

رويترز: افغان ځواکونه د هلمند له ستراتيژيکې سيمې ووتل

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): رويټرز خبري اژانس سويل کې د هلمند ولايت د چارواکو له قوله ليکلي، چې له يوې اوونۍ پرله پسې خونړيو نښتو وروسته افغان ځواکونه نن د موسی کلا له ستراتيژيکې ولسوالۍ ووتل.

د رويټرز په وينا هلمند، د افغاستان سويل کې د طالبانو مهم مرکز بلل کيږي، موسی کلا ولسوالۍ په داسې وخت کې يو ځل بيا د طالبانو لاسته ورغله، چې امريکايان له تېرو څو مياشتو د هلمند د سقوط اندېښنې کوي او له همدې امله يې سلګونو اضافي سرتيري هلمند ته ولېږل.

د ۲۱۵ قول اردو قوماندان محمد معين فقير رويټرز ته ويلي، چې دوی د موسی کلا مرکزي بېز او امنيتي پوستې د دفاع وزارت په امر پرېښي او خپل ټول ځواک به د ګريشک ساتلو لپاره وکاروي.

موسی کلا هغه ولسوالۍ ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې په کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې وې او تېر کال اګست کې هم طالبانو نيولې وه، چې بيا د امريکايي جنګي الوتکو د بمبارۍ پر مټ افغان ځواکونو ونيوله.

د رويټرز په وينا موسی کلا هغه خونړۍ ولسوالۍ ده، چې د ساتلو لپاره يې سلګونو امريکايي او برتانوي ځواکونه وژل شوي، مګر اخر هم بهرنيو ځواکونه له ماتې سره مخ شول او داسې پېښې يوازې موسی کلا کې نه، بلکې د سنګين په ګډون د هلمند ټولو ولسواليو کې دغه ډول خونړۍ جګړې شوي، چې اوس يې ډېری سيمې يو ځل بيا د طالبانو په لاس کې دي.

د ولايتي شورا مرستيال رييس عبدالمجيد اخندزاده رويټرز ته ويلي: «امنيتي ځواکونه، چې له موسی کلا ووتل، له دې وروسته به کجکی، ګريشک او سنګين هم ډېر ژر سقوط وکړي.»

رويټرز خبري اژانس د طالبانو د يوې خبرپاڼې له مخې وايي، چې د موسی کلا روشن پايې او نهو نورو امنيتي پوستو څخه يې د سپکو او درنو وسلو تر څنګ ګڼ شمېر نظامي وسايط او وسلې لېږدوونکې لارۍ هم نيولي دي.

رويټرز د هلمند ولايتي سرچينو له قوله ليکلي، چې امنيتي مسوولينو طالبانو سره د پټ جوړجاړي له امله موسی کلا ولسوالۍ پرېښې، مګر د هلمند امنيت لپاره د ولسمشر استازی جنرال عبدالجبار قهرمان دا څرګندونې ردوي او وايي، چې دوی موسی کلا ولسوالۍ له اوږد فکر وروسته پرېښوده.

د ښاغلي قهرمان په وينا موسی کلا کې نور د جګړې اړتيا نه وه.

د امريکايي ځواکونو تلونکو قوماندان جنرال جون ايف کمبل له پنټاګونه غوښتنه کړې، چې هلمند له سقوط سره مخ دی او د هلمند ژغورنې لپاره بايد نور امريکايي عسکر راولېږل شي.

ناټو منلې، چې د افغانستان درېيمه برخه خاوره د طالبانو لاس کې ده او د ګڼو ولسواليو مرکزونه هم له طالبانو سره دي.

د منځنۍ اسيا د چارو کارپوه امريکا مېشتي ليکوال او ژورناليست احمد رشيد نيويارک ټايمز ته په خپله مقاله کې ليکلي، چې د افغانستان سويل کې هلمند ولايت هغه ستراتيژيکه سيمه ده، چې د هر چا په لاس کې وي، د ټول سويل د فتحې او شکست دعوه پرې کولای شي.

احمد رشيد زياتوي، چې د افغانستان سويل کې د نورو ولايتونو په ګډون د هلمند ډېره برخه د طالبانو په لاس کې ده او کولای شي، چې هر وخت هر ځای وغواړي، پر بهرنيو او کورنيو عسکرو او دولتي ودانيو بريدونه او چاودنې وکړي.

د بريتانوي عسکرو پخوانی مشر جنرال پيټروال بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې چې دوی فکر کاو، چې د افغانستان لپاره يې د يو شمېر معلومو نظامي دندو لپاره عسکر په کار ګمارلي، مګر اوس په زغرده اعتراف کوي، چې دوی په خپلو اټکلونو کې تېروتي وو.

جنرال وال زياتوي، چې د هلمند ولايت پوځي مسؤوليت دوی سره و، مګر دی په دې خبره اعتراف کوي، چې د افغانستان په اړه د دوی اټکلونه او يرغل په بشپړه توګه غلط و او دی په زغرده وايي، چې دوی د هلمند پوځي ماموريت کې پاتې راغلي او هيڅکله دغه دعوه نه شي کولای، چې دوی خپل مسؤوليت ترسره کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x