
غزل: رياض الله ماليار
رياض الله ماليار
هغه چې خواته تریو تندی راځی ، نو نه دې راځی
بې محبته که سپرلی راځی نو نه دې راځی
چې حقیقت کې دې د زړه راسره مینه نه وی
که دې په ما باندې زړه سوی راځی ، نو نه دې راځی
وجود یې دلته سترګې یو خوا زړګی بل خوا تللی
داسې چې یار ګونګی ګونګی راځی ، نو نه دې راځی
شپېلۍ به ګونګه شی سندرې ترېنه ورکې به شی
بره سپین غره ته که شپونکی راځی ، نو نه دې راځی
ما په دې لاره کې خوړلی تیندکونه ډېر دی
په دغه لار که کوم سړی راځی ، نو نه دې راځی
خیر دی مالیار به درته ټیټې سترګې ښپو ته پرېوځم
ستا په غرور کې چې کمی ، نو نه دې راځی
.
ما شاء الله ډيره ښايسته پاڼه ده ـ هيله ده چه د بسمل صاحب کاروان صاحب تراب او دداسى نورو نامتو شاعرانو اشعار ډير نشر کړى مننه بريالى اوسى