
د بلوچستان صوبه په تاریکیو کی ډوبه سول
نن ټکی آسیا: تیره شپه د پاکستان د بلوچستان صوبې په (چهتر) نامي سیمي کي د برق دوې لویي تمبې په بمونو الوزول شوي چي له کبله یې د کویټه ښار په شمول د بلوچستان اکثره سیمي په تاریکیو کي ډوبي شولې.
د بلوچستان د برق د توزیع ادارې ویلي چي پيښه تیره شپه په یاده سیمه کي را منځټه شوې، او د برق د توزیع دوه ټاوره تخریب شوې دي، چي له کبله یې د بلوچستان د ۳۰ اضلاعو (ولسوالیو) څخه ۱۷ په تاریکیو کي ډوبي شوي.
او زیاته کړې چي یوه ورځ مخکي ددوشنبې په ورځ هم دوه ټاوره تخریب شوي وه.
د پاکستانو رسنیو په وینا د پيښي مسؤولیت د بلوچ ریپبلیکن ارمي په نوم یوې ډلي اخیستی، چي په بلوچستان صوبه کي د پاکستان څخه د ازادی او د بلوچانو د حقوقو د حصول لپاره جنګیږي، او وخت نا وخته د پاکستان د حکومتي ادارو په ضد په ورته بریدونو لاس پوري کوي.
باید وویل شي چي په دې وروستیو کي بلوچستان ایالت ته په زرګونو اضافي فوځ لیږل شوي ، تر څو هلته د راتلونکو ټاکنو لپاره امنیت خوندي کړی، خو د امنیت په اړه بیا هم اکثره سیاسي تنظیمونه او مبصرین اندیښمن دي.