شعـــــرونه

غزل: سيد شاه سعود

سيد شاه سعود

سره لالونه هم پرهر لپاره وسي
دلته کاڼي تش د سر لپاره وسي

یو پښتون ترینه پښتو راشوکولې
دا شاعر چې لر او بر لپاره وسي

ګوره هرې خوا ته څه نا څه پراته دي
ټول جهان دی یو نظر لپاره وسي

نه چنار په بل چنار باندې میین دی
نه دا سروه صنوبر لپاره وسي

زړه ته عقل مقل مه پریږده دننه
دا دربان دې تش د در لپاره وسي

چې په فکر بندیزونه وي سعوده
څوک به څنګه د هنر لپاره وسي
________________________
سید شاه سعود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x