
کرکيټ: د نورعلي نیمه سلیزې او د دولت شپږیزو افغانستان بریالی کړ
نن ټکی اسیا (شنبه، کب۱، ۱۳۹۴ل): افغانستان د اسیا جام د غوراوي په سیالیو کې د عمان لوبډلې ته په یوې سخته لوبه کې ماتې ورکړه.
د اسیا جام درېیمه لوبه چې د افغانستان او عمان تر منځ د بنګلادیش په فتح الله لوبغالي کې ترسره شوه، د افغان لوري په ګټه پای ته ورسېدله.
په نننۍ لوبه کې عمان پچه وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه یې وکړه. عمان د ذیشان مقصود او عدنان الیاس د نیمه سلیزو پر مټ افغانستان ته ۱۶۶ منډې هدف ورکړ چې افغانستان د وروستي اور په درېیم بال پوره کړ.
د افغانستان له لوري نورعلي ځدران او اصغر ستانکزی ښه وځلېدل. نورعلي په ۴۴ بالونو د اتو څلوریزو پر مټ ۶۳ منډې جوړې کړې او اصغر ستانکزي بیا په ۱۷ بالونو ۳۴ تېزې منډې جوړې کړې.
که څه هم تمه کېدله چې افغانستان به ټاکلی هدف په ۱۸ اورونو کې پوره کړي خو په وروستیو څلورو اورونو کې د افغانستان دوه مهم لوبغاړي وسوځېدل چې له کبله یې په افغان لوبډلې فشار زیات شو. افغانستان په ۲۴ بالونو ۲۷ منډو ته اړتیا درلودله، خو دوی په دولسو بالونو ایله شپږ منډې جوړې کړې چې له کبله یې په لوبغاړو فشار دوه چنده زیات شو.
په وروستي دوه اورونو کې ۲۱ منډې او ۱۲ بالونه پاتې و. سمیع الله شینواري دوه څلوریزې ووهلې چې ورسره منډې کمې پاتې شوې. افغان لوري په نولسم اور کې ۱۱ منډې جوړې کړې.
وروستي اور کې ۱۰ منډې پاتې شوې. سمیع الله شینواری په لومړي بال وسوځېد. کیسه بل لوري ته روانه شوه چې دولت ځدران د لوبې ډګر ته راغی، هغه په لومړي او دوهم بال دوه پرلپسې شپږیزې ووهلې او لوبه یې وګټله.
افغانستان بله لوبه د فرورۍ په ۲۲مه د دوشنبې په ورځ له هانګ کانګ سره لري چې په تلویزون به ښودل کیږي.