
مبایل د بالښت لاندې چارج ته مه ږدئ
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): د نیویارک پولیسو په ټولنیزو رسنیو یو شمېر عکسونه خپاره کړي دي او له خلکو یې غوښتنه کړې چې د بالښت لاندې مبایل چارج ته کېنږدي.
انډیپنډینټ انګلیسي ورځپاڼې د راپور پر اساس د نیویارک پولیسو په ټويټر داسې عکسونه خپاره کړي چې مبایل، بستره او بالښت په کې سوځېدلي لیدل کیږي.
د عکسونو سره په شرحه کې لیکل شوي چې کله هم خپل مبایل د ویده کېدو پر مهال د بالښت لاندې چارج ته مه ږدئ، دا ډیر نشر کړئ او خپل ځان وساتئ.
Don’t put your cellphone under a pillow when sleeping or when charging your device.Please share this tip and b safe! pic.twitter.com/uwD3PXgVQf
— NYPD 33rd Precinct (@NYPD33Pct) February 16, 2016
د راپور له مخې دغه څلور عکسونه د بېلابېلو ځایونو څخه اخېستل شوي چې دوه یې د برتانيې دي.
تر دې وړاندې هم یو شمېر څېړنو ښودلې چې ټوله شپه مبایل چارج ته کېښودل، یا د بیټرۍ ختمېدو څخه وړاندې چارجول، د مبایل لپاره تاواني دي.