
القاعده د یمن په سویل کې «احور» ښار نیولی
نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ ل): په یمن کې القاعده تنظیم سویلي احور ښار ولکه کړی او هلته یې پر ټولو حکومتي ودانیو خپل تور بیرغونه درولي دي.
رویټرز خبري اژانس د ځایې خلکو په حواله لیکلي چې د القاعده تنظیم لسګونه وسله والو د شنبې په ورځ د احور ښار کنترول په خپل لاس کې اخیستی او دهغه ځای څخه یې د منصور هادي ملیشې شاتګ ته اړي کړي دي.
«احور» چې د سویلي ابین ولایت ساحلي ښار دی، د ولایت د مرکز (زنجبار) څخه په ۱۷۵ کلومتری کې پروت دی شاوخوا دیرش زره نفوس لري او جغرافیایې موقعیت یې هم ډیر مهم دی ځکه احور ښار «ماکلا» چې اوس د القاعده تر کنترول لاندي ده د هیواد د ختیځ سره نښلوي او همدارنګه د عُمان هیواد لویه لار هم د همدې احور ښار څخه تیره سوي.
د احور ښار په جګړه کې چې سهار وختي پيل سوي وه درې تنه د ښار په دروازه کې وژل سوي او وروسته بیا دوه تنه چې پر موټر سایکل سپاره وه ووژل سول چې په هغوی کې یو تن د ملیشو قومندان دی.
د احور ښار د ملیشو عمومي قومندان عقیل لطهف د خپلو نفرو سره په تېښته بریالی سوی دی.