افغانستان

هیومن رایټس واچ: افغان حکومت خپل د مخالفینو اواز په زور خاموشه کوي

نن ټکی آسیا: د هیومن رایټس واچ نړیواله اداره وايي چي په افغانستان کي د کرزي حکومت د هغو خلګو په خلاف د زور او زیاتی څخه کار اخلي، چي په سوله ایزه توګه د فاسدو حکومتي چارواکو په خلاف خپل اواز پورته کوي.

او زیاته کړې چي د رواني میاشتي پر دوهمي نیټې د همبستګی په نوم تنظیم خپل په سلګونو کسان په کابل کي په حکومت کي دننه د جنګي جنایت کارانو په خلاف را وایستل، خو د پولیس له خوا د هغوی سوله ایز احتجاج باندي برید وسو، د هغوی مظاهره یی ګډه وډه کړل، او یو شمېر ګډون کونکي یې د پولیسو او امنیت له خوا ونیول شول، او پرته له کومه جرمه په بند کي وساتل شول، او د سخت تعذیب سره مخ شول.

دهیومن رایټس واچ په وینا حکومت په دې سره غواړي چي د افغانستان ولسي خلګو ته جوته کړی چي د حکومت په خلاف هر قسم مخالفت به د ورته عمل سره مخ کیږي، او د ګډون کونکو سره به یی ورته چلند کیږي، تر څو خلګ د ویري له کبله د حکومت په خلاف اواز پورته نه کړي.

د دغې ادارې د اسیا ډایرکټر براډ ادمز وايي: د سوله ایزو مظاهره کونکو نیول، او شکنجه کول د افغان حکومت له خوا ټولو افغانانو ته یو پيغام دی، او هغه پیغام دادی چي په علني توګه به د حکومت په خلاف اواز نه پورته کوي.

نومړي ویلي چي باید کرزی ژر تر ژره هغه کسان او پولیس محاسبه کړي چي د همبستګی د تنظیم په مظاهره یی برید کړی وو، او مظاهره کونکی یا نیولی وه، او یایی وهلي، ډبولي، او تعذیب کړی وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x