شعـــــرونه

غزل: عصمت الله اظهار

عصمت الله اظهار

وادې خیسته مانه چې ځواني درده
څومره مې خورې نوره زندګي درده

یوه شېبه مې خېر دی په آرام پرېږده
وینې مې خلاصېږي د زړګي درده

څومره زورو یې غوټ دې مات کړمه
کړم درته دوې لوېشتې سلامي درده

سترګې دې لږ و غړوه سوچ وكړه
نیمه شپه کې څوک چاته ورځي درده

نور اظهار دې ښه لمبه، لمبه کړمه
پورته مې آسمان ته شول لوګي درده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x