شعـــــرونه

د اور په غېږ کې: همدرد تڼی

همدرد تڼی

اور په اور پخوي اور د اور په غېږ کې
دمئين د زړګي شور د اور په غېږ کې

چې دچا انځور د زړه پر ديوال ساتم
هغه سيزي زما انځور د اور په غېږ کې

هغه بايد چې په خاورو کې سمسور وي
هغه ګل شو راسمسور د اور په غېږکې

مسلمانه تا خو سم په اور کباب کړم
هندوان نه سيزي رنځور د اور په غېږ کې

په محشر به ولې ځمه جهنم ته
چې مې دلته هم دی کور د اور په غېږ کې

دا همدرده نتيجه د محبت ده
د چې یم داسې مسرور د اور په غېږ کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x