نظــر

د(عزیزالتفاسیر)دمفسراومحدث شیخ سلطان عزیز (عزیز)رح دژونداو آند څو شیبې

3117813507 8ee1703d8fرښتیا هم چې دصالحوعلماوو او اولیاوو ژونددټول انسانیت لپاره  دسعادت  او نیکمرغۍ  لامل وي ،کله چې دداسې  روحاني او علمي سټو دابدیت پر لور کوچېدل پیل شي  او ددنیاله ژوندانه سره  وداع وکړي، نو دفتنو ،مصائبواوفساداتولړۍ  لکه دیوه ځنځېر په څېریوپه بل پسې  پیل شي ، کله چې دداسې  غیر مترقبه پیښولړۍ تنده شي نوڅرګنده ده، هغه سپیڅلي ارواوې بیا دبلې دنیا میلمانه شوي وي،ددنیا په کدورت  کې اخته  خلک نور هم دضلالت په ځوړوسر شي

او دبزرګانوپه کراماتودبندو بندوشویوفتنودروازه ماته شي .
یوه حدیث شریف کې داسې راغلې چې  : عن مرداس الأسلمي عن النبي صلى الله عليه وسلم قال : « يذهب الصالحون الأول فالأول ، ويبقى حفالة (1) مثل حفالة الشعير أو التمر لا يبالهم الله بالا » الاداب للبیهقی /ج۱/ص ۳۰۴)
 قوله : حفالة يعني : رذالة ، كرديء التمر ونفايته
__________
(1) الحفالة : الحثالة وهي الرديء من كل شيء والمعنى : من لا خير فيه من الناس  )یعنې نیکان خلک به یوپه بل پسې له دنیا نه رخصتېږې اودنیا کې به  داوربشو او خرماوو د ردې او بې کاره  پاتې شونو په څېرداسې انسانان پاتې کېږي (خیر به پکې نوي )چې الله ج به یې پروا نکوي اونه به پرې خیال راوړي .
په یو بل حدیث شریف کې راغلې چې : عن عبد الله بن عمرو ، عن النبي عليه السلام قال : « إن الله لا يقبض العلم بأن ينتزعه انتزاعا ، ولكن يقبضه بقبض العلماء حتى إذا لم يبق عالما اتخذ الناس رءوسا جهالا سئلوا فأفتوا بغير علم فضلوا وأضلوا »مشکل الاثارللطحاوی ج ۱/ص۳۱۹/    یعنې یقینا الله جل جلاله دا علم پداسې ډول نه قبض کوي چې دبندګانو له سېنو نه یې وباسي ،بلکې دعلم قبض کول به، پداسې طریقې سره وي ،چې الله جل جلا له به علماء قبض کړي (وفات به یې کړي )، تردې پورې چې یو عالم به پاتې نشي ،چې بیا به خلک جاهلان او بې علمه کسان مشران کړي، ددوئ نه به پوښتنه کیږي، نو دوئ به بې له علم  او پوهې نه فتوی ورکوي ،نو پخپله به هم ناپوه او ګمراه وي اونور خلک به هم بې لارې او ګمراه کړي .یعنې صحیح علم او عمل دانسانیت دنجات لاره ده او تر څو چې دادواړه وي ،خلک به دټولو فتنو ،فسق اوفجورنه مصئون وي ،چې ددې کار دواړه توکې دعلماوو،اولیاو او صالحانوپه وجود کې شونې دي .
 شیخ القرآن والحدیث مولینا سلطان عزیزرح دهیواد دهغو جیدو علماووپه ګټګورۍ کې و،چې دکمونستي کودتاه نه راواخله ،تر امریکایي یرغله پورې یې دجهاد اوهجرت ماضي له منحرفو سیاستونو،داخلي خونریزیواوله اسلامي او ملي خیانتونوله داغونونه پاکه اودخپل دین ، وطن اومسلمان ولس دمسؤلیتونوپه وړاندې یې دهغو جفاکارانوملاتړ ندی کړي ،چې هم خدای ج او هم ولس ته مختوري دي ،دده ژونددتقوی ،دیانت ،تدریس ،تصنیف او جهادهغه مخمس یا غورچاڼ دی، چې نه یوازې خپل وارثان بلکې ټول ولسونه به پرې وویاړي  .
که د(عزیز التفاسېر) دامفسراوددې عصر په نبض پوهیدونکی عالم  په ۱۳۵۷ه ش کال کې دکمونستانودکودتاچیانوپر خلاف دمشروع پاڅون  یو بارزعلمبردار اودجهادي خاطرو یو مجسم انځور  و،نوپه ۱۳۸۱هش کال کې یې بیا دبلې یرغلګرې امپراتورۍ  ۰امریکا او ناټو)پر خلاف  دخپل ولس  دسرترتاسري پاڅون  دهغه تاریخي فتوی  علمبردار دی ،چې داسلامي امارت دمجاهدینولیکې یې، دامریکایانوپه وړاندې   دخپل ولس په بیدارولو پیاوړې  کړي ،چې له برکته یې نن دادی  ،ددې نړۍ خورې امپراتورۍ دزوال پیلامه شروع شوي او داسلامي امارت دمجاهدینودفتحې کاروان دکابل دارګ پر لور دپرمختګ جرس وهي .
خو له بده مرغه چې زمونږ افغاني  ټولنه چې له یوې خوا دعلم اوادب نه فقیره ده ،خو چې بیا کله پکې کومه داسې سټه  وروزل شي ،چې هغه  دعلم ،سیاست ،ادب ،جهادي میړانې  یااجتماعیت غوندې  ډګرونوکې تر نور وښه وځلیېږې ،دشخصیت  خاوندشي اودبخت ستوري یې د آسمان په افق کې راوخېژې ،نومونږیې په ژوندکې ونشونمانځلی اونه یې پرخدماتونمانځغونډې جوړو ، بلکې ځېنوخلکوته خو دده استعداداوکاري وړتیا دتحمل او زغم وړ نوې ،کله چې یې بل څوک  هسې دعلمي بصیرت اوتفوق کومه کرشمه  یاده کړي ،نو  دستاینې پر ځای یې وغندي اوخپله حاسده سېنه پرې یخه کړي ،خو چې کله داعلمي ،ادبي یا جهادي سټه چې دنبوغ یا دشهکاریوڅلي یې ځلېدل  ،دخپل ابد پرلور لاړه شي اودژوند ډیوه یې مړه شي، نو خلک یې بیا په یاد نمانځغونډې هم جوړوي اونه شتون یې یوه تشه احساسوي  ،بیا پوه شي چې رښتیا په ژوندیې  ددې    اجتماعي او علمي سټې یا ټولمنلې څېرې ستاینه نده کړي او دده په حق کې یې کوتاهي  کړي ،هغه نشتر هم بیا مات کړي ،چې ددې ټولمنلې شخصیت نبوغ اوپرمختګ به یې پرې ژوبلاوه، او هغه ته به یې پرې ستونزې ایجادولې، خو بیا هیڅ ګټه ورته نه رسوي اویوازې ندامت اوافسوس وي اوبس .
خو زمونږدعلماووټولنه بیا الحمدلله ترډېره بریده دداسې سلبیاتواو منفي تمایلاتونه ساتل شوي ،اوکه کومه داسې ستونزه  پیداهم شي ،په قرآن او سنت یې هواروي ،اودې حدته نه پریښودل کېږي، چې غندنې اوټکونې پکې ځای ونیسي ،دوئ علماء چې دانبیاوو وراثت کوي ،پدې به وارزي چې دمدحواوستاینوپه مېنارونویې وځلوواودرسالت او نبوت ص دپیغام رسونکې په بڼه یې خلکوته وستایو!
پورتنیو جملو کې  مې دخپلې افغاني ټولنې هغه ناخوالې او تشې په ګوته کړي ،چې قابل اصلاح دي خو هیڅوک یې داصلاح کوشش نکوي او لاهم دا خلا ډېر ه زیامنونکې پاتې ده .
رښتیا هم چې دځمکې پر مخ عالم اوددین دپیغام رسونکی دلوی څښتن ج درسولانو علیهم السلام استازولي کوي اوددوئ شتون که یوه رڼا او دتروږمیوپه منځ کې څراغ دی ،نونه موجودیت یې بیاهغه زیانمنوکې صبغه ده، چې تلافي یې نا شونې وي ،همدوئ انسانیت ته لارښوونې کوي ،دالله ج له خالقیت اودموجوداتوله مخلوقیته یې خبروي ،همدوئ خلکوته دمنبر،محراب ،کتاب اوقلم له لارې دجنت نعمتونه او ددوزخ سره اورونه تمثیلوي او انسانیت ته داسې هدایات کوي ،چې ددوئ ګانده یا راتلونکې پرې روڼه شي .
شیخ التفسیرمولوي سلطان عزیز(عزیز) رح  هغه څوک دی، چې پنځه وارې  دبیت الله حج  او دوه کرته یې عمره اداکړي ،رښتیا هم چې داډول سعادت به دګوتوپه شمېر خلکو په برخه شوی وي، چې دالله ج په حرم دې دومره اووه ځله مشرف شوی وي .
د(عزیزالتفاسیر)دامفسردجهاد داووګونومشرانوسره په کعبه شریفه کې هاغه لحظه  هم موجود و،چې هغوئ په ګډه بیت الله کې قسم وخوړ چې بې اتفاقي به نکوي او په ګډه به دروسانوپه خلاف افغانستان کې جهاد کوي ،خو په دومره تفاوت چې مولوي سلطان عزیزمرحوم خپل عهد ته وفادار پاتې شواو تر پایه یې بیا کوم تنظیم کې دنده تر سره نکړه، او دخپلو تنظیمي مشرانوپه عهد شکنۍ او دکعبې پر حلف ماتولویې ددوئ څخه تر پایه بې طرفي خپله کړه ،تردې چې دبرهان الدین رباني دخونړي واک په  وخت کې  دیوه جهادي تنظیم مشر دمرحوم شیخ صیب نوم دجمهوري ریاست لپاره هم وړاندې کړ، مګره ده ورسره مخالفت وښوداو دارګ پاچهي یې ونه منله ، دانو هغه نذرانه ده چې هیڅوک به یې ونه کړي اونه به څوک دومره ایثار ته چمتو شي .
کله چې داسلامي امارت دواک په کلونوکې امریکا پرامارتي مسؤلینود(شهید اسامه بن لادن)د موجودیت له امله فشار راوړ، اواسلامي امارت په نره دحالاتومقابله کوله ،خو له هیواده بهر  دامارت سیاستونه په معکوس او اوښتلې شکل تصویریدل، نو محترم شیخ سلطان عزیز رح یو پنډ منصوصي حوالې په کاغذونوولیکلې او پیښورکې یې دامارت جنرال قونسلرمولوي نجیب الله صیب ته ورکړي او دهیواد دیوعالم په حیث یې دامارت دې استازې ته  له خپلې خوا ډاډ ورکړ، چې ده نه یوازې دخپل ځان لخوا ،بلکې دامت دعلماء له لورې هم دامارت مقاماتو ته ددې سیاست  د ډاډ روحیه ورکړه  ،په صفاټکوکې یې ورته ولیکل چې دده ساتنه یوه دیني وجیبه ده او  امارت  اسلامي باید ددې مجاهد په ننګه کې نوره هم حوصله غښتلې کړي .
داسلامي امارت په مشرۍ دلویدیځ په خلاف دروان جهادتر شا دنوروعلماووغوندې نوموړی مجاهد عالم له لومړۍ ورځې  نه کلک ملاتړ کاوه او دفدایې بریدونوپه تایید به یې څرګندونې کولې ،نوموړې به ویل چې زمونږ جهاد له پیله تر پایه ټول فدایي دی ،نو دفدایې بریدونو دنه جواز سوال نه پیدا کیږي او نه یې باید څوک په باب شک وکړي .
پیداښت :
شيخ مولوي سلطان عزيز (عزيز)، د افغانستان د ننګرهار ولايت د غني خيلو د ولسوالۍ د ګلايي د مجاهد آباد د کلي اوسيدونکی و.
نوموړی په ۱۳۱۵هـ ش کال زيږيدلی دی، د طفولیت له دورې نه وروسته يې تر ۱۳۳۱ هـ ش کال پورې په خپل کور کې څه ابتدائي زده کړه وکړه، بيا يې تر ۱۳۳۶ هـ ش کال پورې د افغانستان په مختلفو څنډو کې لکه لغمان، تګاب، لوګر، شمالي او د کابل ښار په شاوخوا کې شپږ کاله خپلې زده کړې ته ادامه ورکړه.
په ۱۳۳۶ هـ ش کال د ننګرهار ولايت د نجم المدارس د مدرسې په اووم ټولګې کې شامل شو، بيا يې د نهم ټولګي لپاره د لیاقت  امتحان ورکړ، په دې توګه يې په يوه کال کې دوه ټولګي ولوستل ،  پنځه کاله وروسته يې په ۱۳۴۱ هـ ش کال د همدې مدرسې د دوولسم ټولګي څخه په اعلی درجه فارغ شو.
دمدرس او معلم په صفت : د فراغت څخه وروسته په همدغه کال (۱۳۴۱ هـ ش) په نوموړې   مدرسه کې د استاذ په حيث مقرر  شو چې تر ۱۳۵۵ هـ ش کال پورې يې څوارلس کاله په دغې مدرسه کې د تدريس دنده ترسره کړه او د تدريس په جريان کې يې په ۱۳۴۳ هـ ش کال قران کريم حفظ کړ.
دا چې شيخ صاحب د اسلامي او جهادي خوځښت د بنياد ګذارانو څخه و او په نوموړې مدرسه کې يې د ځوانانو په اسلامي فکر روزنه هر چا ته په ډاګه وه، همغه و چې د وخت د نظام لخوا په ۱۳۵۶ هـ ش کال د تخارستان ديني مدرسې ته تبديل کړی شو، چې تقريبا دوه کاله په دغې مدرسه کې استاذ وه.
په ۱۳۵۷ هـ ش کال د پکتیا-ګرديز ولايت روحاني دار العلوم ته تبديل کړای شو، خو بالآخره د همدغه کال د حوت د مياشتي په وروستۍ شپه پاکستان ته په هجرت کولو کامياب شو.
د يو کال لپاره يې د پاکستان د پيښور ښار د مالګې منډيې په ديني مدرسه کې د استاذۍ وظيفه ترسره کړه او د احاديثو او فقهي کتابونه يې تدريس کړل.
د تفسير ليکنې ترڅنګ، شيخ صاحب د احاديثو په تدريس هم بوخت و، او تقريبا د هجرت له لومړيو کلونو راهيسې به د خپل هر يوه استوګنځي په مربوط جومات کې د الله په مرسته د قران کريم د ترجمې او تفسير په تدريس باندې مشغول و.
د جهادي تنظیمونوداتحاد  دداعي په حیث : کله چې د جهادي قوت د يووالي خبرې پيل شوې، شيخ صاحب ورته تدريس پريښود او په دغه اهم کار کې يې ګډون وکړ، نو د الله  ج په فضل جهادي قوتونه سره متحد شول، او (د افغانستان د مجاهدينو اسلامي اتحاد) تر نامه لاندې سره راټول شول او شپيته کسيزه شورا جوړه شوه، په دغې شورا کې شيخ صاحب د يوه غړي په توګه شامل شو.
تر يوه وخته يې د يادې شورا د منشي (عبوري دار التحرير د رئيس) په توګه وظيفه اجراء کړه، بيا د اجرائيه شورا غړی  شو، چې سمدستي د پلان د کميټې د رئيس په صفت وټاکل شو، او بيا څه وخت وروسته د دعوت او تنظيم د کميټې رئيس مقرر کړې شو
کله چې  اتحاد منحل شو او هرڅوک خپل پخواني تنظيم ته ورستون شو، شيخ صاحب چې (د مولوي خالص د اسلامي حزب غړی و) بيرته خپل  تنظيم ته ورستون نه شو، دليل يې دا وه چې:
الف : اتحاد شرعاٌ متحقق شوی دی ،چې ټولو مشرانو استعفاګانې کړي او خپل خپل تنظيمونه يې منحل اعلان کړي دي.
ب: دغه بيا فعال شوي تنظيمونه په زړو نومونو  په نوي بڼه جوړشوي ، او پخواني تنظيمونه له منځه تللي.
ج: بايد ټول مجاهدين په خپل عهد ودريږي او مړه شوي تنظيمونه بيرته راژوندي نه کړي.
کله چې د روسانو سره جهاد پای ته ورسيد او د ځینو کړیو په لمسون د مجاهدينو ترمنځ جنګونه پيل شول، شيخ صاحب په خپل پخواني دريځ پاتې شو او له يوې ډلې سره هم ملګری نه شو، خود بې اتفاقۍ د له منځه وړلو او د اصلاح لپاره يې ډيرې هلې ځلې بیا هم وکړي او ترخپلې وسې پورې یې کوښښونه وکړل .
 دامریکایانودیرغل پر خلاف دجهاد فتوی : کله چې په ۲۰۰۱م کال په افغانستان باندې د امريکا په مشرۍ نظامي يرغل وشو، شيخ صاحب يو له هغو علماوو څخه و، چې د يرغلګرو او د هغوئ د لاسپوڅو پر ضد يې د جهاد د فرضيت فتوی ورکړه، او نه يوازې دا چې مسلمانان يې د دوئ په مقابل کې د دغه اهم فرض اداء کولو ته وهڅول ،بلکې پخپله هم د دين د لوړ ساتلو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو شو.
دنذرانوپه لړکې د ګران زوی حذیفه شهادت : دجهاد او مجاهدې په لړکې یې   د کورنۍ درې غړي د صليبي اشغالګرو سره په جګړه کې شهيدان شول ،چې نومونه يې دا دي : حذيفه عزيز (۲۱ کلن، د مولوي صاحب کشر زوی او د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې محصل ). صهيب شاکر (۲۰ کلن، چې د مولوي صاحب لمسی و). نور الهدی (۲۶ کلن، وراره).
قلمي جهاد اود اسلامي امارت  دخواخوږې په صفت : د دې تر څنګ يې خپل قلم هم د کفارو پر ضد تاند وساته او وخت په وخت به يې د خلکو اذهان روښانه کول .
هغه وخت چې لا امريکايانو په افغانستان يرغل نه و کړی خو ګواښونو یې نړۍ په سر اخستې وه  او د افغانستان له مسلمان ولس يې خپلې ډول ډول غوښتنې درلودي، شيخ صاحب د مسلمانانو د عزم د ټينکښت لپاره هلې ځلې کولې او  اسلامي امارت ته يې د قران او سنتو په رڼا کې اهمې مشورې ورکولې، د بيلګې په توګه : هغه وخت چې امريکايانو له طالبانونه  اسامه بن لادن تسليميدل غوښتل او موضوع ډيره ګرمه وه، شيخ صاحب د قران او سنت په رڼاکې  د همدې موضوع په اړه څو صفحې وليکلې او په پيښور کې يې د افغانستان کونسلر (مولوي نجيب الله) له لارې مشر ملا صاحب ته وليږلې ،ترڅو د ده خپل ديني مسئوليت اداء شي او د هغه عزم لا ټينګ شي.
شيخ صاحب په خپل تفسير (عزيز التفاسير) کې هم د وخت حالاتو ته په پام سره د طالبانوپه مشرتابه  اسلامي حکومت ته ځای په ځای مشورې ورکړي (۵ جلد، ۵۴۹ صفحه او نور)
همدارنګه يې د (النور ) سورت تر ( ۵۵) ايت لاندې د افغانستان اسلامي امارت د الله د وعدې مصداق ګڼلی دی. (جلد ۸ صفحه ۵۲۹).
تفصیل :
عزيز التفاسير: جلد ۵ صفحه: ۵۴۹ :
د آيت شريف تازه مصداق :
څرنګه چې قرآن كريم د ټولو مسلمانانو لارښوونكى كتاب دى نو د قيامت د ورځې پورې داسې حوادث نه موندل كيږي چې په قرآن کې يې د وجوهو څخه په يوه وجه جواب موجود نه وي. د همدې كبله دا كتاب په آخر الزمان پيغمبر صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوى دى چې د الله عز وجل د پلوه نه بل كتاب نازليږي او نه بل پيغمبر را استولى کېږي.
همدا اوس په دنيا کې ډېر تود بحث روان دى او غربي دنيا د طالبانو د حكومت څخه غواړي چې په خپل دريځ کې په څه نرمښت باندې قايل شي. د بي بي سي (BBC) راديو څخه مو واورېدل چې بين الملل د طالبانو د حكومت څخه تكرارًا وغوښتل چې:
الف: مختلط حكومت جوړ كړئ او پخوانيو كمونستانو ته په برخه باندې قايل شئ.
ب: زنانه وو ته ازادي وركړئ چې په بازارونو کې لوڅ مخونه وګرځي راوګرځي.
ج: او هم اجازه وركړئ چې په رسمي دفترونو کې د نارينه وو سره بې پردې كاروبار وكړي.
د: او هم دا ومنئ چې زنانه په مكاتبو کې مخلوطه (ګډه وډه) زده كړه وكړي.
هـ: د غله لاس مه پرېكوئ او د حدودو په اجراء باندې غټه ډبره كيږدئ.
اى اسلامي حكومته! كه تاسو دغه او دغسې نور هغه كارونه ونه كړئ چې مونږ يې درته په ګوته كوو، مونږ تاسو ته د يوه مستقل حكومت په صفت نه شو قائل كيدلى، په اصطلاح تاسو به په رسميت ونه پيژنو.
نو د ذكرو شوو غوښتنو معنى دا ده چې د هغو ايتونو او هغو احاديثو څخه صرف نظر وكړئ كوم چې د زنانه وو په حجاب او د حدودو په هكله نازل شوي دي او يا روايت شوي دي، او په عوض کې یې د غربي دولتونو قوانينو ته ځاى ورکړئ.
مونږ د الله عز وجل څخه د طالبانو اسلامي حكومت ته توفيق غواړو چې په خپل دريځ باندې كلك پاتې شي لكه څنګه چې تر اوسه پورې ورباندې كلك ولاړ دي، او هم دوى ته توصيه كوو چې نبي كريم صلی الله عليه وسلم پسې نېکه اقتداء وکړي او غربيانو ته هغه جواب ورکړي كوم چې نبي كريم صلی الله عليه وسلم د وخت مشركانو ته وركړى وه، چې په ذكرو شوو ايتونو کې ورته اشاره شوې ده.

عزیزالتفاسیرجلد 8 صفحه 529:
اسلامي امارت يا د وعدې مصداق :
 موجوده زمانه کې( ) يوازې د افغانستان اسلامي امارت دى چې د كفارو څخه عمومًا
او د امريكا د حكومت څخه خصوصًا نه ډارېږي، كه څه هم پروسكال يې ورباندې كروز توغندي وورول او سږ كال يې ورباندې اقتصادي بنديزونه ولګول خو د دې سره-سره اسلامي امارت لكه ونه مستقيم په خپل مكان دى كه خزان ورباندې ورشي كه بهار؛ په همدغه حال کې يې په زنانه وو باندې شرعي حجاب عملي كړ، د رسمي دوائرو څخه يې د كار كولو څخه منعه كړې او هم يې شرعي حدود اجراء كړه او د مختلط تعليم مخه يې بنده كړه.
الله عز وجل دې وکړي چې په هره برخه کې شريعت عملي کړي او د رشوت مخه هم ونيسي او كوم زاړه كمونستان چې چرته غلي او پټ شوي دي هغوى هم د منځه يوسي. ترڅو د يو پلوه همدغه امارت په دې زمانه کې د ذكرې شوې وعدې مصداق وګرځي، او د بله پلوه د راتلونكي الخليفه المهدي د راڅرګندېدلو زمينه مساعده شي _اّمين يا رب العالمين.

مذهب او عقېده  :شیخ سلطان عزیز رح په عقیدوي لحاظ داهل السنت والجماعت دمسلک دعلماووګروهمند او لاروی  و،اوپه فروعاتوکې یې دحضرت امام ابوحنیفه رح مذهب دخپلو اسلافو اواجدادوپه څېرتر پایه  دخپل مسلک په توګه پېژانده  ،دیوه مسلمان او پیاوړې مستدل حنفي په صفت پاتې شوی او دنورو خلکولارو پسې ندی تللی  .
خارجي سفرونه:
•    پنځه حجونه او دوه عمرې .
•    د روسانو په خلاف د جهاد په مهال په سوډان هيواد کې په جوړ شوي نړيوال کنفرانس کې د افغانستان د مجاهدينو يو اته کسيز هيئت د مجاهدينو په استازيتوب ګډون وکړ، شيخ صاحب د دې پلاوې غړی و.
•    په ۱۹۸۲م = ۱۳۶۱ش کال د افغانستان د مجاهدينو د اسلامي اتحاد يو پلاوي سعودي عربستان ته سفر درلود ،په دې پلاوي کې شيخ صاحب هم موجود و او د وخت له ولي العهد او د وزيرانو د شورا له نائب رئيس امیر عبدالله بن عبد العزيز سره يې وکتل.
•    شيخ صاحب د مجاهدينو په هغه هيئت کې هم شامل و، چې په ۱۳۶۴ هـ ش کال کعبې ته د داخل شو.
دیوه خطيب په بڼه :
د پيښور د هجرت کلي په جامع مسجد کې يې تر يوې مودې د امامت او خطابت دنده په غاړه وه.
د وزارت دنده:
•    د مجاهدينو د حکومت د تاسیس په مهال شیخ صاحب د مهاجرينو د چارو وزير اعلان شو خو دنده يې تر سره نه کړه.
د وحدت لپاره  هلې ځلې:
د هغه هيئت غړی و چې د تير جهاد د مجاهدينو د صف د يووالي د راوستلو او د اختلافاتو د ختمولو لپاره کابل ته تللی و.
همدارنګه يې په دې اړه خپلې انفرادي هلې ځلې هم جاري ساتلې وې او په دې سلسله کې يې په مسلسله توګه څو ناستې درلودې ،چې په کې يې د وخت د تنظيمونو د مشرانو له نماينده ګان راټول کړي وو ترڅو په يوه خبره سره راټول شي.
د شیخ التفسير مولوي سلطان عزیز صاحب د ځینې استاذانو نومونه:
۱ـ مولوي عصمت الله، د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ د ګلایي د کلي اوسیدونکی.
۲ـ مولوي عبد الغفار. د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ د ګلایي د کلي اوسیدونکی.
۳ـ مولوي نورمحمد د شمالي د باغ عالم اوسیدونکی.
۴ـ مولوي عبد المنان تګابي، مشهور په پنجشیري مولوي صیب.
۵ـ مولوي عبد الحنان، د شمالي د باغ عالم اوسیدونکی.
۶ـ مولوي عبد الرحيم، د لغمان
۷ـ د کوه دامان د چیکل مولوي صیب محمد حسین.
۸ـ د کوه دامان د توتون درې مولوي صیب خان ګل.
۹ـ مولوي محمد شريف مشهور په کامې مولوي صیب.
۱۰-مولوي عبد الشافعي د ننګرهار ولایت د مزیني.
۱۱ـ عبد المجید کديخيلی د ننګرهار ولایت.
مشهور شاګردان:
د مولوي سلطان عزیزرح  شاګردان ډیر زیات دي، خو د مثال په ډول یې، د کمونستانو په مقابل کې د اسلامي خوځښت مشهور مخکښان :استاذ محمد یاسر ، ‎شهید مولوي حبیب الرحمن ، او شهید مولوي محمد اکرم همت (خوګیاني) دیادونې وړ دي .
علمي آثار:
د عقايدو په ارتباط کتاب، چې لا چاپ شوی نه دی.
د میراث کتاب چې د مريضۍ له امله نه دی بشپړ شوی.
المشکلات فی تفسير القرآن (د مريضۍ لامله تقريبا په نيمایی کی پاتې شوی).
صرف العزیز، چې تر اوسه پورې درې ځلې چاپ شوی دی او په لومړي ځل په ۱۳۴۳ هـ ش کال چاپ شو.
عزيز التفاسیر، لیکنه یې د الله تعالی په توفیق په دار الهجرة پاکستان کې د جمعې په شپه په دوو بجو په ۱۴۱۱/۲/۳ هـ ق= ۱۳۶۹۶/۲ هـ ش نيټه پيل شوه، او  د الله تعالى په مرسته په ۱۴۲۶/۴/۱۲ هـ ق= ۱۳۸۴/۱/۳۱ هـ ش كال پاى ته ورسيد.
 د دې تفسير په هكله لاندې معلومات په لوستو ارزي :
الف: دا تـفـسير په پښتو روانه ژبه دى او د “عزيز التفاسير” په نامه نومول شوى دى ،چې په ديارلسو (۱۳) ټوكو او اووه زره پنځه سوه اویا (۷۵۷۰) مخونو كې، د احاديثو په ګاڼه سمبال، د فقهاؤ کرامو په اقوالو مشتمل، مستند کتاب دى، او د اسرائيلياتو او ضعيفو اقوالو څخه پاك دى.
دا كتاب د خلكو د پوهې مختلفو طبقو ته په پام سره د آيتونو ژباړه او تفسير، فقهي او عقيدوي احكام، شان نزول، صرفي او نحوي تحليلونه، د كلمو لغوي او شرعي معناګانې، عبرتناکې كيسې، د قرآن په رڼاکې ساينسي څيړنې او په روانو مختلفو پېښو تبصرې، د افغاني ټولنې ستونزو ته كتنه، او د هغو پوښتنو ځوابونه په خپله غېږ كې رانغاړې ، چې د تلاوت په وخت كښې چا ته په ذهن كې راپورته كېږي،
او دېته ورته ګڼې نورې لاندي ځانګړ تياوي يې د یادوني وړدي:
د تفسیر تګلاره:
اول: په روانـه ژباړه کې ځنـې قـيدونو ته د قوسـونو تر منځ ځاى ورکړل شوى دى، تر څو ترې هغه لـوستونكي ګټه پورته کړي ،كوم چې زيات فرصت نه لري او د وخـت د كـمـبـود له كبـله یې پـه مضـامـينو باندې په ځغرده خپل ځان پـوه كول غواړي.
دوهم: د ژباړې څخه وروسته د اياتونو د مضامينو خلاصه ليكل شوې ده. البته دا د هغه چا لپاره چې وخت ورسره زيات وي او اوږده بيان ته یې زړه نه تنګېږي.
درېم: بيا وروسته د (توضيحات)  عنوان ايښودل شوى دى ،تر څو د هغو لوستونكو عمومًا او د هغو علماوو كرامو خصوصًا تنده ماته کړي ،كوم چې په موضوعاتو کې ډېر تحقيق او تدقيق خوښوي.
د همدې كبله د ذكر شوي عنوان لاندې مختلف مطالب. لكه فقهي احكام، صرفي او نحوي تحليلونه، لغوي او شرعي معناګانې، ځنې ګټورې کیسې او متلونه او داسې نور.
د تفسیر طريقه او طرز یې د سلفو صالحينو او ثقه مفسيرينو غوندې په لاندې ډول دی :
الف: د قران کریم تفسير په قران کریم سره.
ب: د قران کريم تفسير د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په احادیثو سره.
ج: د قران کریم تفسير د صحابه کرامو رضی الله عنهم په اقوالو او تر هغو را لاندې د معتبرو او لویو مفسرينو په اقوالو سره، خو د دې تر څنګ يې د عربي لغت او عربي ژبه او نور قوانين هم په تفسير کې له پامه نه دې غورځولې. د مشکلو آیتونو په تفسير کې يې د معتبرو مفسروینو تفسيرونه د حوالې سره را نقل کړي ، او په پای کې يې ځینو او یا یوه تفسير ته ترجیح ورکړي ده، خو اکثره يې د جمهورو رائې ته ترجیح ورکړي ده.
هـ: د متشابهاتو په هکله يې تګلاره د اصحابو رضی الله عنهم او سلفو صالحينو ده.
و: د اسرائیلیاتو څخه بېخي پاک دی.
ز: فني اصطلاحات يې په ساده ژبه تشریح کړي دي.
ح : د معاندينو اعتراضاتو ته يي غاښ ماتوونکي ځوابونه ويلي دي.
ط: داهل سنت والجماعت دعقايدو يې کلـــــکه دفاع کړې ده.
ک: د لوستونکي په ذهن کې چې کومې احتمالي پوښتنې پــيداکيـږې هغه يې ځواب کړيدي .
ل: د شان نزول او د سورتونو ترمنځ يـــې  د ارتباط يادونه کړيده.
م : د لغاتو معنی، صرفي او نحوي تحليلونه يې کړي دي.
ن : فقهي احکام، دفقهاوو آراء او په پای کې يې د خپل حنفي مسلک فيصله ذکر کړې ده.
س: د تفسير ليکلو په جريان کې د معتبرو او ثقه مأخذونو او مراجعو څخه استفاده کړي ده چـــي شمېريې (۱۴۹) ته رسيـږي.

اولادونه:
۵ زامن او دوه لورګانې.
زامن:
مولوي تبیان الحق عزيز حقاني: له جامعه دارالعلوم حقانیې اکوړه خټک څخه  فارغ اولیسانس یې په عربي ژبې او ادبياتو کې ترلاسه کړی دی .
دکتور اظهار الحق عزيز: په عربي ژبې او ادبياتو کې دکتورا (د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون)
نبراس الحق عزيز: د تربیه اسلامي عالي ليسې څخه فارغ شوی، دنړيوال اسلامي پوهنتون د اصول الدين په پوهنځي کې ليسانس اخستی، اوس د ماسترۍ په مرحله کې بوخت دی.
اسامه عزيز: د تربيه اسلامي عالي ليسې څخه فارغ ،شرعياتو او قانون پوهنځي کې د ماسترۍ مرحله  په (نړيوال اسلامي پوهنتون)کې تر سره کوي .
شهيد حذیفه عزيز: چې د ليسانس په مرحله کې و.
دفراق شیبې :
 د وفات نيټه: ۲۰۱۳/۵/۵م د شپې تقريبا ۳نيمې بجې د پيښور په نارت ويست هسپتال کې چې بیا دخیبر پوښتونخواپه نصرت مېنه شمشتوکې ددرندو اسلامي مراسموپه لړ کې خاورته وسپارل شو .
الله ج دې یې دانبیاوو،صدیقینو او شهداووپه صف کې حشر وکړي آمین

لوکانت الدنیا تدوم بواحد
لکان رسول الله فیه مخلدا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x