شعـــــرونه

غزل: هدايت الرحمان غريب يار

هدايت الرحمان غريب يار

ښار ميکده، تصوير هغه، شل حرکات او ساړه
د ژمي باد، جلال اباد، ستا ملاقات او ساړه

درد دى وسواس، ګيلاس په لاس، د چا د ياد سکروټې
تور ماښامى، زړه مې نرى، د چا بايلات او ساړه

شونډې شربت، زما غربت، ستا دى عادت سوزول
د باران شپه، زه او هغه، ژمى برسات او ساړه

اور، اور حالات، خاوند ميرات، دوه ماشومان خاونده
کونډه يتيم، د سړک سر ، غواړي خيرات او ساړه

ګل په الفت، ته په ظلمت، او زه په تا مين يم
بيا پسرلى، غاټول ريدى، زړګى مې مات او ساړه

زه غريبيار، د خلکو يار، د هر پښتونه يم ځار
خړ پړ سړى، خپل روايات خپل عنعنات او ساړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x