شعـــــرونه

پښتو: محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل

پښتو تا به نازوو، چې کراري شي
تا ملا ته ودوو، چې کراري شي

دغه ژوند مو د فاسد لمانځه په څېر دی
دا به بیا راګرځوو، چې کراري شي

امن نه شته،د کفن دوکان هم بند دی
مرګه خپله موږ درځوو، چې کراري شي

موږ خپل زړونه امانت له ښکلو اخلو
بیا یې بېرته ورکوو، چې کراري شي

پيښې باد او مونږه څانګې يو بسمله
چټي دا هيله کوو چې کراري شي

بسمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرحيم الافغاني

دکوم ځاى ده محمدعليم بسمل

عبدالرحيم الافغاني

محمدعليم بسمل ژوند اواثار

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x