نړۍ

د امریکا په پوځ کې جنسي جرائم زیات شوي

David Petraeus

رویټرـ نن ټکی آسیا: د امریکا د دفاع وزارت څخه په خپره شوې څیړنه کي ویل شوي چي د امریکايي ځواکونو په منځ کې د جنسي جرائمو کچه تر تیر کال 37 سلنه زیاته شوې ده.

ددې څیړني د نشریدو یوه ورځ تر مخه د امریکا د هوايي ځواک د جنسي تیري د مخنیوي د ادارې څخه یو لوړ رتبه ضابط پنټاګون ته نیژدې د موټرو په یوه تم ځای کي پر یو ې ملکي مامورې لاس اچولی، او د جنسي تیري کوشش یی پر کړی، چي له کبله یې د ولس مشر باراک اوباما ادارې یو ځل بیا د سخت غم اوغوصې اظهار کړی، او ویلي چي ددې پيښو مخنیوی باید په هر حال وسي.

اوباما ویلي چي په دغه سي جرمونو کي که ددې وروسته څوک ککړ وموندل سو، د هغه سره به عسکري محاکمه کیږي، د خپل منصب څخه به لیری کیږي، او د عسکري خدمت څخه به جبرا په بی عزتی شړل کیږي.

د امریکا وزیر دفاع چاک هاجل ویلی چي دده وزارت هم ددې پيښو د زیاتوالي له کبله سخت په غوصه او مایوسه دی، او ددې پيښو کچه دومره لوړه شوې چي له کبله یې د نوو عسکرو ثبتول او بیا هغوی په عسکري دنده کي ساتل د خطر سره مخ کړي دی.

نوموړي ویلي چي جنسی تیری او جنسي جرمونه یو انتهائي کرغیړن او وحشي جنایتونه دی چي دده وزارت ورسره مخ دی، ځکه ددې له کبله زمونږ د وګړو ژوند د خطر سره مخ کیږي، او د وزارت او فوځ نوم ورسره بدیږي، او د خلګو اعتماد له وزارته پورته کوي.

د پنټاګون راپور ویلي چي د جنسي تیري هغه پيښي چي په اړه یې چارواکو ته خبر ورکول شوی، هغه د کال 2011 په پرتله دوه سوه پيښي زیاتي شوی دی، او ټولي 3374 پيښي ثبت شوی دي.

باید وویل شي چي د امریکا مشهور ترین فوځي جنرال او د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی ای پخوانی مشر جنرال پټریاس هم د همدې کبله د خپلي دندي څخه ګوښه سو چي په افغانستان کي د ندې په وخت کي د ښځینه عسکرو سره جنسي اړیکي ساتلې وي, او بيا وروسته معلومه سول چي په افغانستان کي د پټریاس وروسته د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان آلن هم د ښځینه عسکرو سره اړیکي ساتلې، او دخپل منصب څخه یې په استفادې پر ښځینه عسکرو جنسي تیری کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x