افغانستان

روزګان: په مرکزي زندان کې د زندانیانو او پولیسو تر منځ جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، کب ۱، ۱۳۹۴ل): د روزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دې ولایت په مرکزي زندان کې د زندانیانو او پولیسو تر منځ جګړه روانه ده.

د مرکز ترینکوټ د لومړۍ حوزې امر ګل اغا رسنیو ته وویل چې جګړه نن ماخستن شاوخوا اته بجې پیل شوه، چې لا هم روانه ده.

د هغه په خبره زندانيانو له پولیسو سره له لفظې شخړې وروسته له ځينو پولیسو وسلې وړې او له نورو سره يې جګړه پیل کړې ده.

د لومړيو معلوماتو له مخې په جګړه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x