د پښتو ځانګړي اوازونه!

اتل مشواڼی

د پښتو ژبې په دودیزو ګرامرونو کې لولو، چې پښتو اته خاص غږونه لري، که څه هم لیکنو کې توري ښودل شوي.که دغه غږونه د عربي او دري پر وړاندې خاص وبولو،مشکل نه لري، ځکه پارسي او دري دغه اته اوازونه (فونیمونه) نه لري.خو د ټولو ژبو پر وړاندې ځانګړي نه دي.دا اته اوازونه په لومړي سر کې که پر دوو ګروپو ووېشو، داسې به سره بېل شي، چې څ، ځ، ږ، ښ یې یو ګروپ او ټ، ډ، ړ،ڼ یې بل. لومړی ګروپ اوازونه د پامیري ژبو (واخي، شغني، اشکاشمي، منجي … .) کې شته او دویم ټولی یې په هندي هغو کې.

لومړی ګروپ اوازونه بیا دو جوړې جوړوي یعنې د څ، ځ جوړه او د ږ، ښ اوازونه. ځ، څ تم مښلي اوازونه دي، یعنې د ویلو په وخت کې يې ژبه د تالو لومړۍ برخې سره نښلي بیا بېرته ترې لیرې کیږي او ساه وځي! ځ ډېر وخت ځینو لهجو کې پر ز اوړي او په اصلي بڼه نه تلفظ کیږي. څ د پارسي په پیروۍ ډېرو.کلیمو کې پر چ تلفظ مومي.د دواړو اوازونو ګرافیمونو(تورو) له تېره تر ننه بېلابېلې بڼې خپلې کړي، چې دلته یې کیپورټ د پخوانیو بڼو له لیکلو عاجز دی.

دویم ټولی ښ، ږ اوازونه په هر ګړدود کې په بېل ډول تلفظ کیږي. ختیځه لهجه کې ښ پر خ او ږ پر ګ تلفظ کیږي خو دغه خ، ګ له اصلي خ، ګ سره توپیر لري. سویلي ګړدود کې ږ پر درندې ژ او ښ پر دروند ش ویل کیږي، چې د پوره ژبغبرګو اوازونو په نسبت دلته نیمه ژبه غبرګیږي. یوازې مرکزي لهجه په ځانګړې ډول کرلاڼۍ هاغه یې سم او کره تلفظ لري او کوي، نوموړي دواړه اوازونه مښلي غږونه دي، چې د ژبې وروستی برخه د تالو وروستۍ حصې ته نږدې کیږي او تر منځه یې هوا وځي.

پاتې ډله ډ، ړ،ڼ، ټ سره ژبه غبرګیږي، ښايي له همدې امله په شعوري او ناشعوري ډول غړوندي ورکړل شوي وي، چې د نوموړو اوازونو د افادې او پېژندنې مناسب انتخاب دی. ګې ته چې زیاتره غړوندی ورکوي، د زیار صاحب په وینا یو ناسم غوراوی دی، ځکه ګې سره ژبه نه غبرګیږي، که یې په خپله بڼه ولیکو هم به کره بڼه وي او هم به مو د نورو ژبغبرګیزو اوازونو سره د ټکر مخه نیولې وي.دا څلور واړه اوازونه په هندي ګروپ ژبو کې شته!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د