د ترکیې په پلازمینه کې وروستی چاودني ۲۸ کسه ووژل او په لسګونو نور یې ټبیان کړل

ترکيه د پاڼ او پړانګ تر منځ

عبدالله مسافر

د رجب طیب اردغان تر مشرۍ لاندې ترکيې هیواد په ډیره چټکۍ سره خپل ځان د نړۍ او سیمې په سطحه په یو قوي لوبغاړي معرفي کړ ، اقتصادي پرمختګ، په سرحداتو د توغندیو ضد دفاعي سیستم لاسته راوړل، په سوریه کې د اسلام پاله ډلو ملا تړ، مهاجرینو سره نه هیریدونکې مرستې، امریکا سره ستراتيجیک اړيکې او په وروستيو کې له روس سره ډغري وهل هغه څه وو چې دې هیواد ته یې ډیر مینه وال پیدا او دښمنان راوپارول.

په دې وروستیو کې ترکیه په اصطلاح د پاڼ او پړانګ تر منځ راغلې، له یوې خوا روس  د ایران د ملیشو په مرسته له مجاهدینو د حلب مهم ولایت، چې ترکیې سره هم سرحده دی، اکثره سیمې نيولې او د جیټ الوتکي د وشتلو د غچ اخستلو په موخه یې کردي سوشلیسټ ملیشو لکه PKK ته په روس کې دفتر ورکولو سره یو نوعه نړیوال رسمیت ورکړي او هم یې ورسره هوایي مرستې شروع کړې تر څو له حلب نه تر حسکه پورې د سوریې ټول سرحدي ولایتونه کردانو ته په لاس ورکولو سره ترکیې ته لوي جنجال جوړ کړي.

له بلې خوا بیا امریکا همدا کردي ملیشې د اسلامي دولت  (داعش) سره د سوریا ديموکراتيکو قواوو (Syrian Democratic Forces) تر بیرغ لاندې په شرقي ولایتونو کې جنګوي او ترکیې ته یې په کلکه جواب ورکړی چې په دې نړیوال جنګ کې د ترکیې اندیښنې نه شي رفع کولای او غږ یې هم پرې کړی چې په حلب کې په کردانو د توپونو بمبار بند کړي، ناټو هم ترکیې ته ګواښ کړی چې د توغندیو ضد دفاعي سیستم به له ترکیې باسي او زموږ د مرستې په تمه دي په سوریه کې نظامي قواوي نه داخله وي.

له دریم اړخ ترکیه په خپله د انتشار په حالت کې ده، په جنوب کرد میشت سیمو کې د پاڅون څپې ښکاره شوې او حکومتي ځواکونو ته ورځ تر بلې ستونځې په زیاتیدو دي، کردي ځواکونه له عراقه بیا تر سوریې پورې د نړۍ د قوتونو له خوا مسلح او مجهز کیږي، په خپله عقیده او د پردیو په اشاره ترکیې ته جنګیالي، سلاح، او مهمات انتقالوي.syria-control-2016-02-15-1050

امریکا غواړي چې د کردستان هیواد په نامه یو ځانګړی دولت جوړ کړي، عراق، سوریه او ترکیه هر یو د شيعه او سني په نامه سره تقسیم کړي، روس هم غواړي چې ترکیې نه انتقام واخلي، البته په نورو مواردو؛ لکه د سوریې تقسیم او خپل یو پخوانی ستراتجیک ملګری له لاسه ورکولو کې بیا له امریکا سره ټکر لري، ایران بیا دا نشي زغملی چې سوریه دې د سنیانو یا د دوی په تعبیر د وهابیانو لاس ته ولویږي او عربان بیا د جهالت د وخت دښمني له فارس سره په سوریه، یمن او عراق کې پالي.

نو اوس ترکیه په یو داسي دام کې کيوتې چې ځان ترې ژغورل ناشوني معلومیږي او یواځې دوه لارې د نجات ورته پاتې دي، هغه دا چې یا خو به د سوریې سرحدي سیمو ته خپل مسلح ځواکونه لیږي او هلته به یې ځای پر ځای کوي او یا به سوریایي اسلام پاله ډلې تر داسي حده پورې مجهز کوي چې سوریه هيواد د روس او امریکا لپاره د اوږدې جګړې په ډګر بدل کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

ترکیه یا اردو ګان په رښتیا هم د پان او پرانګ ( د خدای او دجال ) تر منځ بند پاتی دی ، د روس په مقابل کی یی د ناتو او امریکا لمن نیولی وه ، امریکا او ناتو سیمه کی خپلو استعماری پلانو او اوږدمهاله پروژن ته ګوری هغوی که هلته د خپلی خوښی نوی جغرافیا جوړوی لکه څه وخت د مخه چه یی بیلا بیل سلطنتی کورنی هلته او دلته حاکمی کړی او د همدی ترکیی عثمانی خلافت یی له پشو وغورځولو ، په دی مرحله کی د نوی فتنی په غم کی دی چه هغه د… نور لوستل »