افغانستان

جنرال رازق دپاکستان په ځای په میوند برید وکړ

څو ورځې وړاندې دکندهار داطلاعاتو او فرهنګ رئیس دوا خان مینه پال په فیسبوک کې په خپل وال باندې دګوشتې دموضوع په اړه دکندهار دامنیه قومندان  جنرال رازق له خولې لیکلي وو ، چې نوموړی به  که ضرورت پیښ شي په پاکستان باندې برید وکړي .

په فیسبوک کې ځینو ګډونوالو د کندهار دامنیه قومندان او سرحدي مشر دغه ګواښ خورا مهم بللی وو ، او دې ته انتظار وو چې  له اصله پاکستانی / چمنی  جنرال رازق به څه وخت په پاکستان برید کوي .

خو په داسې وخت کې چې دګوشتې موضوع وغځیده ، او خلک دجنرال رازق قهرمانۍ ته انتظار وو ، نوموړی ددې په ځای چې خپله پخوانۍ خبره پرځای کړي ، خپله دبرید مخه یې واړوله او دپاکستان په ځای یې دمیوندولسوالۍ په بې دفاع ولسي وګړو برید وکړ .

دکندهار له میوند څخه رارسیدلي خبرونه وایي چې پرون شپه دمیوند په لوی کاریز سیمه کې امریکایانو په څو کورونو چاپه وهلې وه او دڅو کسانو په نیولواو کورونو په لوټلو  سربیره یې څوتنه ښځې هم سختې وهلې او ټپیانې کړې وې .

په همدې جنایت داعتراض په ترڅ کې نن سهار دمیوند خلکو مظاهره  را وایسته او دامریکایي اشغالګرو داعمل یې په کلکه وغانده ، خو خلک لا  په مظاهره بوخت وو چې ناڅاپه د کندهار دامنیه قومندان وسلوال دمظاهرې سیمې ته ورسیدل او په  تش لاسو مظاهرچیانو یې  بې رحمانه ډزې پیل کړې .

دمطبوعاتي راپورونو له مخې په دې ډزو کې دمیوند ولسوالۍ ۱۱ تنه  بې ګناه ولسي وګړي ځای په ځای شهیدان او  ترشلو ډیر ټپیان شول .

جنرال رازق بي بي سي ته وویل چې نوموړي  ولسي خلک نه بلکې طالبان وژلي دي ، خو عام خلک وایي ډزې په مظاهره شوي دي ، او تراوسه چې کومه تجربه ده مظاهرې ولسي خلک کوي نه طالبان  .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x