
روسيه افغان سوله کې امريکا سره همکاري نه کوي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، کب ۲، ۱۳۹۴ل): روسيه او امريکا د نړۍ په هر نانديريز ډګر کې سيالۍ او همکاري کوي، مګر د افغانستان په اړه افغانستان او مرکرزي اسيا لپاره د روسي ځانګړی استازی ضمير کابلوف وايي، چې دوی له افغانستانه د امريکايي عسکرو د وتلو، طالبانو سره د سولې بهير او د امريکا او چين په همکارۍ څلور اړخيزه ناسته کې هېڅ مرسته او همکاري نه شي کولای.
ضمير کابلو د روسيې رسمي خبري اژانس ټاسس ته وويل: «که سپينه خبره وکړم، نو موږ په هغو موضوعاتو کې په ګډون خپل وخت نه ضايع کوو، چې کوم واشنګټن پيل کړي وي؛ ځکه چې امريکا تل په خپلو ګټو ټينګار کوي او نور خلک په هره پروسه کې د اضافي کارونو لپاره ساتي.»
افغانستان کې د پخواني شوروي پرغل پر مهال امريکا تل د روسيې پښې وهلي او اوس روسيه هم دې ته زړه ښه کوي، چې له افغانستانه په اسانۍ ووځي.
د ضمير کابلوف په وينا کرملين د خپلو ګټو او د افغانستان له ګډوډۍ د پېښېدونکو ګواښونو په اړه خپله پرېکړه او ستراتيژي لري او له طالبانو پرته دوی له افغانستانه نور ګواښونه ويني، چې تر ټولو زيات يې د داعش ډلې فعاليتونه دي.
روسيې په تاجکستان کې خپله نظامي اډه يو ځل بيا فعاله کړې او افغانستان سره په ګډه پوله روسي او تاجکستاني پوځيانو ګډې مانورې پيل کړي دي.
افغانستان او مرکزي اسيا لپاره د پوتين استازي پخوا هم ويلي و، چې د افغانستان قضيې په اړه له طالبانو سره مستقيمې اړيکې لري او له همدې لارې د افغانستان په اړه خپله ستراتيژي ټاکي.
د څارونکو په اند افغان حکومت د نړيوالو او سيمهييزو هېوادونو له هغو پرېکړو او اړيکو اندېښمن دي، چې افغان چارواکو او طالبانو سره يې مستقيما نيسي او د افغان حکومت په وينا داسې اړيکو سره افغانستان نور هم کمزوری کيږي.
ويل کيږي، چې افغانستان کې د امريکا مبهمه ستراتيژي او د پوتين او اوباما خړې اړيکې د افغانستان بحران نور هم لانجه من کولای شي.
د روسيې تر څنګ امريکايي سناتوران او کارپوهان هم افغانستان کې د اوباما پر پاليسۍ نيوکې کوي او د امريکايي ولسمشر او جنرال کمبل ضد و نقيض څرګندونو ته اشاره کوي.
د امريکا مشرانو جرګې د وسله والو قواوو کميټه وايي، جوبايډن اعلان وکړ، چې طالبان د امريکا دښمنان نه دي، څه موده وروسته افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو مشر قوماندان جنرال جون ايف کمبل وويل، چې طالبانو د دوی دښمنان دي او سختې جګړې کې ورسره نښتي دي.
نيويارک ټايمز د روسي سرچينو له قوله ليکلي، چې طالبان د افغانستان په شمال کې ډېر فعاليتونه لري، تېر کال يې کندز په مکمله توګه ونيو او اوس هم ګڼو شمالي سرحدي سيمو کې حضور لري، مګر مسکو د طالبانو له فعاليتونو اندېښمن نه دی او روسيه يوازې د مرکزي اسيا له وسله والو ډلو په وېره کې ده، چې هسې نه دوی روسيې ته ورننوځي.
ضمير کابلوف وايي، چې په هر نړيوال بحران کې امريکا يوازې په خپلو ګټو ټينګار کوي، د نورو هېوادونو ګټو او نظر ته هېڅ درناوی نه لري.
«موږ دې نتيجې ته رسېدلي يو، چې د افغانستان په اړه د امريکا او روسيې د همکارۍ دروازې تړل شوي دي.»
نيويارک ټايمز مسکو کې د کارنيګي څېړنيزو مرکز د مشر څېړونکي اليکسي وي ماليشنکو له قوله ليکلي، «چې موږ په جورجيا، اوکراين او سوريه کې له امريکا سره نه جوړيږو، نو ولې په يو بل ډګر کې هم ورسره ځانونه ښکېل کړو.
ماليشنکو د روسيې نظر داسې بيانوي: «پرېږدئ، چې امريکا د افغانستان په جوش شوې اوبو کې ښه وخوټيږي»
رو سیه افغانستان کی د ناتو او امریکا په مقابل کی کمزوری او څو مخی رول لوبوی د دی معنی داده چه یا روسی ته په استعماری لاسته راوړنو کی افغانستان کی برخه ورکړی شوی او هغه یی بیطرفه کړی ، دوهم دا امکان لری چه روسان له ناتو او امریکایانو ډاریږی دریم : دا معنی چه روسان بیغیرته او بی مروته دی هغه وخت چه مجاهدین ستاسی په مقابل جنګیدل امریکار او ناتو بی طرفه او بی تفاوته نه وو مګر نن دوی بی تفاوته دی ولی دا معنی چه بی غیرته دی څلورم یا داچه ډیر کم عقل… نور لوستل »